افغانستان

د کابل حکومت مذاکراتي ټیم یو شمېر غړي کابل ته راغلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د سولې په چارو کې د دولت وزارت له قطر څخه کابل ته د حکومت د مرکچي پلاوي د یو شمېر غړو د راتګ خبر ورکړی دی.

ددې وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته ویلي، د کابل حکومت د مرکچي پلاوي یاد غړي د شخصي د شخصي ستونزو له کبله کابل ته راغلي او په خبره یې د خپلو ستونزو له حل وروسته به ډیر ژر بیرته له مرکچي پلاوي سره بیرته په دوحه کې یوځای شي.

که څه هم نوموړې دا عادي خبره ګڼي او زیاتوي چې د مذاکراتو په لومړي پړاو کې هم ورته عمل شوی؛ خو داسې ګنګوسې دي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني غواړي د مذاکراتي پلاوي یو غړی په اجباري توګه له قطر څخه کابل ته راولي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري دغه راز ویلي، چې د مرکچي پلاوي نور غړي په دوحه کې د کابل حکومت له ملاتړو هېوادونو سره پر اړونده موضوعاتو په سلا مشورو بوخت دي.

له یوې میاشتې زیاته موده کیږي چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو خبرې پيل شوي؛ خو ویل کیږي چې طالبانو په نا اعلان شوې توګه دغه خبرې د یو لړ وجوهاتو له کبله تحریم کړي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې په مذاکراتو کې د برخې نه اخیستلو علت د دوحې تړون سره سم د پاتې طالب بندیانو نه خلاصول او تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کول یادوي، چې په خبره یې دا کار باید پخوا شوی ؤ.

له دوحې څخه کابل ته د حکومت د مرکچي پلاوي د یو شمېر غړو راستنېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې تیره ورځ په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ته نږدې سرچینو نن ټکي اسیا ته د کابل حکومت د مشر اشرف غني او مذاکراتي ټیم د غړي ډاکټر محمدامین احمدي ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو په هکله خبر ورکړی ؤ.

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تللي د کابل حکومت مذاکراتي ټیم یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې اشرف غني له معصوم ستانکزي څخه غوښتي ترڅو د مذاکراتي ټیم غړی ډاکټر امین احمدي په رخصت اخیستلو مجبوره کړي او له قطر څخه کابل ته ولاړ شي.

سرچینه زیاتوي، د مذاکراتي ټیم یاد غړي د اشرف غني له دغه کار سره مخالفت ښودلی او ټینګار کوي چې کومه «تیروتنه» یې نه ده کړې.

د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم غړي ډاکټر امین احمدي او اشرف غني ترمنځ اختلافات هغه وخت زیات شول، کله چې دوه اونۍ وړاندې ښاغلي احمدي په یو غږیز پیغام کې د مؤقت حکومت راتلو او د «غني» د تللو څخه خبر ورکړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په ګډون ګڼ وکیلان او سیاسي مشران په افغانستان کې د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره د غني د لرې کولو او مؤقت ادارې د راتلوڅخه ملاتړ کړی دی.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي هم په مسکو کې د یوخبري کنفرانس پرمهال د کابل حکومت مشر اشرف غني د سولې په وړاندې ستر خنډ یاد کړ او د هغه د لرې کېدو په صورت کې یې د سولې خبرو پیلولو ته چمتوالی څرګندکړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو طالب مشران په سفرونو وتلی د کابل ټیم څه وکړی په دوحی؟ باید چی بیرته کابل راشی. دی تړون ته خو ډیری کسانو اتڼونه کول او خوشحالی یی کولې چی دغه ده سبا به کابل ته څو سوله به راشی. ما به چی ویل سوله موله نشته په ولاکه دا وړی شړی کړی بیا به غوربندی او بیانزی صیب راباندی نیوکی کولی او رد او بد یی ویل. اوس ګورو چی خبری چیرته ورسیدی. د ایران اومسکو څخه د نوی اسلامی حکومت اعلانونه کیږی، څوک عبوری او موقت حکومت ته لیواله دی بی خبره لدی چی اختیار والا څوک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x