افغانستان

غزنی: په ګیلان کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان دي

نن ټکی آسیا(شنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۳۹۳): د ګیلان ولسوالي په اوتله سیمه کې د بهرنیانو امریکايي عسکرو په کتار د طالبانو په بريد کې اووه امریکايي عسکر ووژل شول او درې نور مرګوني ټپیان شول.
په سیمه کې زموږ همکار وايي چې په اوتله کې د امریکايانو کتار د سهار له شپږو بجو تر نږدې ماسپښینه د طالبانو په بریدونو کې بند پاتې و.
سرچینه وايي چې ماسپښین مهال د کتار د خلاصون په هڅه الوتکو په سیمه بمباري وکړه چې د یو طالب په ګډون يې د سیمې پنځه تنه عام وګړي له منځه یووړل.
طالبانو هم د یاد برید پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دوی ملګرو نن سهار په اوتله سیمه کې د امریکایانو کتار محاصره کړه چې په پای کې يې اووه تنه امریکايان مړه او درې نور ژوبل شول.
نن ټکی اسیا ته په لېږلې خبرپاڼه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د دې اوږدمهالې جګړې په ترڅ کې د امريکايي عسکرو ‍۱ زغروال ټانګ په ماين والوزول شو او بل په هشتاددو وويشتل شو چې دواړه په بشپړه توګه ويجاړ شول او ۷ تنه امريکايي عسکر پکې ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.»
ذبیح الله مجاهد وايي چې له دوی سر یو ځای څلو افغان عسکر هم ووژل شول.
دا په داسې حال کې دی چې پرون هم د غزني ولایت په ده یک ولسوالي په شاخوږو سیمو کې د ملي اردو په موټر بمي چاودنې اوو تنه عسکر ووژل.
یاده دې وي چې د طالبانو له لوري دا بریدونه په داسې حال کېږي چې د هېواد سیاسي وضعه نسبت پخوا ته ګډوډه ښکاري، د سیاسي چارو شنونکي انګېرې چې سیاسي ناندریو ولس زړه توری کړی دی، د دوي په خبره په تېرو ټاکنو کې د ځينو افغانانو په دولت پاتې باور نور هم له منځه ولاړ، چې له دولت سره د ملت دې فاصلې طالبانو ته خورا ګټه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx