دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده «يوولسمه برخه»

اسدالله رزين

محمد (ص) په دمشق کې داسې څه ولیدل چې ډیر ترې په تنګ سو او سترګې به یې ترې پټولې. محمد(ص) له خپلو ملګرو هم ناراضه وو ځکه چې هغوی هم له رومیانو په اغیزمني کې خپل تجارت په لوړو او دروغو چلا وه.

دمشق رښتیا هم یو مهال د رومیانو د عیاشۍ او فحاشي مرکز و او نړیوالو به هم د عیاشۍ او فحاشي الهام له دوی څخه واخيست او کله به بیا معاویه(ض) هم ورغی او د کنیسو او کلیسا ګانو پرځای به یې مسجدونه او د هغوی لوړې لوړې منارې جوړولې، چې انسانیت ته د توحید خوند او د اسلامي نظام رنګ او څرنګوالی اعلان کړي.

داسې هم بیا پیښه سوه چې دوستانو او اسلافو ته په کتو کې یی بیا حافظ الاسد را منځ ته کړ. چې په حماء او حلب کې یی د وحشت او دهشت داسې په وینو ککړه ننداره وکړه چې شارون ور ته وارخطا سو او ده ته یې افرین وویل او دغه ده نن بیا قاتل بن قاتل بشارالاسد ته وار ور ورسید چې په مسلمان قوم پسې یې د مرګ چړې را اخستې او د علویانو د واک ته رسیدو په نذرانه کې یې په ټوله بیرحمۍ سرونه ور پریکوي، عزتونه ور لوټي او زندانونه پرې ډکوي. ان شاءالله هغه وخت هم نه ده لرې چې په شام کې به د امت د امین(عبیده بن جراح)یاد بیا تازه کیږي.
د مکې تجارانو په حق کې د ابو طالب خوب رښتیا سو او په ډیره لوړه بیه یې خپل مالونه و پیرودل او په ښه بیه یې شامي اړین مالونه و پیرل. که څه هم چې د مکې سوداګرو ډیر غوښتل چې په بیت المقدس، حماء او ځينو نورو ښارونو کې هم د عیاشۍ او فحاشۍ په محفلونو کې واوسې، خو ابو طالب د محمد(ص) له کبله نور د پاته کیدو هیڅ امکان نه لید، نو ځکه یې د قوم او قافلې د مشر په حیث مکې ته د ور ستنیدو پریکړه ور وا وروله. قافله په ټاکلي وخت له شامه د مکې په لور وخوځیده او په لار کې له ور پیښو ټولو ستونزو په خیر سره تیره او له څو شپو وروسته مکې ته ورسیده.

مکیان هم په بې صبرۍ سره د قافلې ور ستنیدو ته سترګې په لاره وو او له ور رسیدو سره سم ټول له کورو را و وتل او ډیره خوښې یې ښکاره کړه او چې کله خبر سول چې قافله یې له بې مخینې ګټې سره را رسیدلې، نو بیا ټولو د ابو طالب ډیر کور ودانی و وایه او ټول خبلو کورو ته ولاړل.

ابو طالب او محمد هم خپل کورته ور ورسیدل او فاطمې ټوله مورنۍ مینه په محمد ولوروله او محمد یې هم مینه په مینه ور ځواب کړه. فاطمې محمد ته د ملاستې ځای هم تیار کړی و، محمد هم له یوه لوري ستړی او له بل لوري د فاطمې مینې تسلي کړ، نو ځکه خوښ و چې ژر ویده سي. سهار د محمد ډیر ملګري د ستړې مسې لپاره ور ته را غلو او ډیره مینه یې ور سره وکړه او له کوره سره ووتل او د عرفات د غونډۍ په لور سره ولاړل. هر یوه له محمده د خپل مزاج سره برابرې پوښتنې کولې او محمد داسې پوښتنو ته هم ځوابونه ورکول چې د ده نه وې خوښې.

محمد د هرچا د خیال ساتلو همت در لود،خو د شام سفر د محمد په وضعیت کې ډیر توپیر را وستی و. په محمد کې د یوه با احساسه ځوان څرنګوالی په ټوکیدو و او چې پرون یې د کوچنیوالي څه خیالات درلودل نن یې له ځانه سره وړ نه بلل او ډیر وخت به د فکر په ټالو کې ټالیده.د غرمې وخت و هر یو خپل کور ته ولاړ او محمد د بیرته تلو بښنه ترې و غوښته او د عرفات د غونډۍ لور ته نور هم ور نژدې سول، او بل غره ته وخوت، له هغه ځایه یې مکې او شا او خوا څیرمه دښتو ته ور کتل او په فکر کې و او کله نا کله به د شام باغونو ته هم ور ورسید او و به يې ویل چې که اخلاقي فساد او ګمراهي د مکې په شګو اغیز لرلای سي، نو بیا، خو د شام باغونه هم نه دي ملامت.

نو په داسې صورت کې خو ژوند نه دښتې دي او نه باغونه او نه ګلبڼونه بلکه ژوند عبارت ده له یوې قانع سوې روح او مطمئن نفس څخه. محمد په دغو خیالو کې و چې د (نور) له غره را ښکته سو او د ماښام له خپریدو سره یو ځای د خپل پلرني کور دروازې ته و درید.
هغه چې د پلرني او مورني محبت یاد پکې تازه کیده، محمد د کور ور پرانست او ویې لیدل چې په ډېره لږه رڼا کې درې سره غلامان جابر، ام ایمن او ثویبه محمد ته سترګې په لاره ناست دي. د ام ایمن او ثویبې چې سترګې په محمد ولګیدې په منډه ورغلې او ورته ساتلې مینې یې ټولې تری جار کړې.

جابر دواړو میرمنو ته د شام ټولې کیسې هم ور اورولې وې، محمد جابر ته وویل: کیدای سي چې زما تره او مېرمن به یې زما له ناوخته او یا نه ور رسیدو اندیښمن سوي وي، یو وارې ورسه او زما دلته د را رسیدو ډاډ ورکړه او هم ورته ووایه چې محمد نن پخپل کور کې پاته کیږي او ما نن ټوله روځ ډوډۍ هم نه ده خوړلې. ډوډۍ هم در سره راوړه. جابر ولاړ چې د ابو طالب زوی(طالب) له ډیرې خواشینې سره راغی او محمد ته یې وویل چې ولې دومره وځنډیدې پلار او مور مې ډیر در پسې پریشانه و، په ټول کور کې هیچا هم ډوډۍ نه ده خوړلي او ټول تاته ګوري.

محمد ډیره بښنه ترې وغوښتله او ور ته ویې ویل: زه به سهار وختي درسم، خو زما تر درتګ له مخه زما له لوري له هغوی بښنه وغواړه، طالب ولاړ او جابر له ډوډۍ سره را ورسید، خو کله چې په ډوډۍ سره کیناستل، نو جابر محمد ته وویل: ته لومړی قریشي یې چې له خپلو غلامانو سره په یوه کوندري ناست یې.
محمد په ډیره حیرانتیا کې ورته وویل چې ایا د موسی(ع)او عیسی(ع)خدای هم دغه توپیر کړی و.؟
سهار محمد له ژمنې سره سم د تره کره ورغی او له هغوی یې په ډیر درناوي سره بیا هم بښنه وغوښته.
محمد د کار په لټه کې و، د صفوان او د کډې (فارعې)یې هم یوه شیبه محمد له یاده نه ووت او هره ګړۍ به یې شرافتونه ور په یاد کیدل.
د صفوان مینه له محمده سره نور د یوه عام شخص په حیث نه بلکه د یو ډیر ګران زوی په بڼه کې وه. دواړه لورې تیار ؤ،خو تره یې د بحیرا راهب ټولې خبرې په یاد ساتلې وې،نو ځکه یې نه غوښتل چې د یوې شیبې لپاره دي هم محمد د هغه له سترګو پنا وي.

د ابو طالب په ټول ژوند کې د محمد تر پالنې او څارنې بل ارزښت لرونکی څیز نه و. د محمد اخلاق نور د رنګ راوړلو په حالت کې و، لګیا و زړونه یې راخپلول او زړونو هم محمد ته لارې جارو کولې او محمد یې خوښاوه.
محمد وښودله او دوی ومنله چې محمد د مکې امین دی او د امین خبره ډیره ژر د مکې د ټولو خولو خبره سوه.
امین د وخت اړتیا وه، خو امین کیدل ستونزمن کار و. د قدرت پریکړه وه او دغه اعزاز هم محمد ته کتل چې ځان ورسره ولګوي او ډګر ته را ووځي او د امین توب پیلامه وکړي.
د مکې امین به ډیر په فکر کې و، له شته حالاتو هم ځوریده او دستي یې کوم حل هم نه ور ته درلود، د محمد په خلکو ډیره خوا بدیده، خو د وختي نه د همیشني حل په لټه کې و، نو ځکه یې یوازیتوب او دښتې خوښې وې.

محمد د روایتونو په توپیر د(۱۵) یا (۲۰) کلو و چې د (حرب الفجار) جګړه د قریشو او (هوازنو) د قبیلو ترمنځ پیښه او څلور کاله اوږده سوه او محمد یې په اندیښنو کې و ټالا وه او څومره چې کیدای سوای د جګړې د مخنیوي هڅې یې وکړې.
محمد په جګړه کې و، خو تر پایه په دفاعي حالت کې پاته سو او په هیچا یې هم لاس پورته نه کړ.
په دې معنی چې له څرمنې جوړ ډال یې واخست او د خپلو ترونو د دفاع لپاره د هغوی له مخې و درید.

د محمد دفاعي حالت چې هم یې ځان له ملامتۍ خلاص کړ او هم یې د چا په وینو لاسونه سره نه سول. عباس او عتبه هم دغسي کولو ته اړ ایستل چې د سولې هوا ولګیده.
محمد عتبه ته وکتل او ورته ویې ویل: عتبه تا زه ډیر خوشاله کړم، عتبه چې لاسونه یې د محمد په اوږو ور ایښي وو او په ټول اخلاص یې هغوی ته کتل او ورته ویې ویل: محمده دا ته وې چې دا پوره یو کال دې هرڅه په ځآن ترخه کړي وو، چې که دې وکړای سوای ترڅو د دې جنګ مخه ډب کړي.
تا زما ویده ضمیر را ویښاوه چې وینې تویدل ودریږي. محمده ته وې چې حتی د جګړې د شدت په وخت کې دي هم د سولې خبرې راته کولې، ترڅو پخپل اوښ سپور سوم او د سولې آواز مې له خولې را ویوست.
محمده! دا ټولې ستا لوریدنې او حسن تدبیر و او ما یوازې او یوازې ستا خبره منلې ده. دواړه یو په بل ګران ځوانان محمد او عتبه سره غیږ په غیږ سول او د سولې په راتګ یې د خوشالۍ ښکارندوینه وکړه، په سوله یې د خوشالۍ او په مړو یې د خواشینۍ اوښکې توی کړې.

د محمد عمر(۲۰) کاله و چې د (حلف الفضول) په تړون کې یې رغنده برخه واخسته، حلف الفضول له بېوزلو د ملا تړ تړون و چې د عربو به تاریخ کې یې بېلګه نه وه، یاد تړون د قریشو، بني اسد، بني زهره او بني تیم ترمنځ وسو. محمد د کعبې د دیوال په بېرته جوړولو کې تر هرچا ډېره برخه واخسته. هغه چې یوه برخه یې د سیل د اوبو په واسطه نړیدلې وه او کله چې بیا د حجر اسود د ډبرې پخپل ځای د ایښودو ستونزه را منځته سوه، نو که د مکې د آمین به وخت حسن تدبیر  نه وای، نو مکه به خامخا د یوې بلې خونړۍ جګړې ډګر وای.

د پورته لیکل سویو لیکو په پایله کې غواړم چې په دې پړاو کې مو مخ لاندې حقیقتونو ته هم را واړوم:
۱- که د محمد(ص)هر اړخیز مبارک سیرت ته له پیدا کېدو بیا تر مبعوث کیدو پوري ښه په غور پام ور واړول سي او په بې پرې توګه وڅېړل سي، نو زما په اند به بیا عقل هم په ډیر زړورتوب او ویاړ سره دا ومني چې محمد(ص) رښتیا هم کامل انسان او کامل پیغمبر دی او کله چې د کامل خبره د یوه حقیقت په بڼه کې را منځ ته سي، نو بیا، خو بل چا یعنې پیغمبر ته اړتیا قطعاً پیدا کیږي نه. او له کامل پیغمبر سره خو بیا اړینه ده چې پرې نازل کتاب هم کامل وي. ترڅو انسان تر قیامته پورې د لارښوونې د کمې احساس و نه کړي.

۲- بیخې به نه وي زیاتی چې وویل سي: نبوت د محمد(ص) تر پیدا کېدو او مبعوث کېدو ډیر له مخې خپلې لومړنۍ هلې ځلې پیل کړې وې. تورات او انجیل پوهانو، خو بیخي شیبه شماري کوله. د محمد (ص) او د هغوی د بعثت په هکله په لوړه کچه ذهنونه تیار سوي وو، خو دې کار که له یوه لوري ذهنونه جوړول، له بل لوري یې د محمد (ص)دښمن ته هم په ډاګه کوله چې: د کائناتو د مالک په بادشاهۍ کې تر پله لاندی د اوبو تیرولو دود نسته.

[1] البدایةه والنها یة ج۲ص۲۹۰

محمددرشیرخوارګی ص ۳۸۱

محمدشاه ارشاد ج۱ص۱۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx