افغانستان

کابل کې دریو چاودنو اته تنه مړه او ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې پر دولتي وسایطو باندې د چسپکي ماینونو چاودنو اته تنه مړه او ټپيان کړل.

د کابل پولیس وایي، نن سهار ددې ولایت اړوند «پغمان ولسوالۍ» کې د دولتي عسکرو پر رینجر موټر باندې د چسپکي ماین چاودنه شوې؛ خو له امله یې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پولیسو په وینا، دوهمه چاودنه د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند «قوای مرکز» سیمه کې د یوه دولتي ارګان پر فورنر موټر باندې چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه ټپيان شوي دي.

Image

 

پولیس وړاندې زیاتوي، چې  دریمه چاودنه د کارته پروان په سیمه کې د نادریه لیسې شاته وشوه، چې دوه تنه یې ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

Image

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx