ادبي لیکني

الله تعالی ته لار

شفيع اعظم اورياخېل

موږ خدای هېر کړی، همدا علت دی چې د خدای پدې ستره نړۍ کې لار ورکي، بې هدفه او سرګردان يو.

موږ په خوله اقرار کوو چې خدای منو، هغه شته او بنده ګان یې يو، باقي مو عبادت، اخلاق، رفتار او نور هرڅه عادتي دي.

موږ روزمره ژوند کې دروغ وايو، وعده خلاف يو، غيبت کوو، عهد شکن يو، بد معامله يو او بلاخره بدمرغه يو. د دې معني داده چې له خدایه زموږ شناخت حقيقي نه عادتي او بس هسې ميراثي دی.

له ژوند نه خوند اخيستل هغه وخت پېلېږي چې ځان ومومو. ځان هغه وخت موندل کیږي چې له خدای سره وصل شو.

ما په خپل ژوند کې هغه وخت اوج د لذت موندلی چې خدای مې هره لحظه حاضر او تر ټولو نږدې حس کړی. دغه وخت کې مې له خدایه غوښتنې دومره صریح او راز نياز داسې وو لکه خپل نږدې دوست، يا نه بيخي خپله خوږه مور. يا هم د ماشومتوب پڅېر پداسې حال کې له پلار نه د يو څیز غوښتل چې خپله مورکۍ ورته واسطه او د هغې تر شا به پټ وو. بيا به پلار په خندا زموږ غوښتنې ته لبیک و وايه.

د غوښتنې دا ټول حالتونه عجيب کیفناکې مرحلې دي. هر څوک له خدای سره د راز نياز يو خاص ټيپ او چېنل لري. ما شخصا په خپل ژوند کې خدای ته د وصلت لار دعا موندلې. علما وایي چې دعا د عبادت مغز دی. ما د دعا کيف ليدلی نو ځکه پرې دلته تېز غږېږم.

زه به چې يو وخت جومات ته ولاړم نو يو کنج به مې غوره کړ او بيا به مې سترګې پټې کړې نو ما په خپلو غوښتنو کې زره شک نه درلود چې دا به نه حاصل کېږي. ډیر داسې نادر څه مې له خدایه غوښتي او بيا مې ترلاسه کړي چې اوس یې را يادوم نو حیرت زده شم. ما به له خپل خالق نه غوښتنو کې داسې انډيوال وزمه او ماشومانه ناز او چلند کاوه که یې اوس شیخانو او ملايانو ته و وايم ښایي د ګستاخ لفظ سره مې بيخي له دين نه وباسي. خو نه، تاسې کولای شئ په پټه له خپل خالق سره يوه خپله دنياګۍ جوړه کړئ. دا راز صرف خپل او خدای ترمنځ پټ وساتئ او هر سړی خپل خوی او پاکۍ اړوند خدای سره د نزديکيت خاص چلند، جرئت او ادبيات لري.
مور د خدای په خلقت کې مهربانه مخلوق دی او خدای ج بيا زر ځله تر مور مهربانه دی. نو اوس یې خپله اندازه کوئ چې خدای څومره ستر او خوږ ملګری جوړېدای شي.

دا کتاب زموږ ملګري او د عقیدې ورور زاهد جلالي ژباړلی. د کتاب نوم دی “الله تعالی ته لار”.
د کتاب فهرست مې ځغلنده له سترګو تېر کړ. ما تر اوسه داسې کتاب يا سپارښتنې نه وې لوستې چې خدای ته څرنګ لار ومومو خو دعا مې د خپل ژوند يوه تجربه وه. راته جالب وو چې دې کتاب کې دعا محوري بحث وو. دعا سربېره ډېر نور داسې موارد راغلي چې تاسې لاس نيولي خپل خالق سره وصلوي. روح او روان مو پیوندوي‌. تاسې له فکري انارشيزم، اضطراب، ذهني ګډوډي او رواني تکليف نه فکري سکون او آرامش ته بيايي.

زه دا ډیر وخت نا ارامه یم. خفه یم، ګډ وډ یم. بې خوبه یم. په ځان پوهیږم چې ما له خپل خالق سره هغه پخوانی راز نياز پرې ایښی. ترمنځ مو حتما فاصله راغلې. په نورو روزمره مسايلو کې دومره غرق یم چې د هستۍ ستر کان مې هېر کړی. هغه نقطه چې بايد آرامش راکړي ترې لرې شوی یم. لمونځ مې عادتي شوی، دعا نه يو رسم جوړ شوی. ګړبېږم او برررررس سره وايم خدايه ما وبخښی، مور پلار، درز دروز…. باقي تمرکز نشته چې له چا یې غواړم، ولې یې غواړم او ولې نن هغه څه ندي حاصل چې پرون مې ترې غوښتي؟

که تاسې هم زما پڅیر د دعا نه قبلېدو او ژوند نه بدلېدو علايم وينئ، نو خبر واضح ده چې د الفاظو وخت کې موږ خدای ندی مجسم کړی چې هغه یې همدا اوس اوري. نو نن ورځ موږ په يوه غیر وصل شوي ټلفون کې لګيا يو او بيا ګيله هم کوو چې ولې مقابل لوری مطلب نه اخلي او کار نکېږي.

د دې کتاب را رسېدل زما لپاره يو پېغام وو. تاسې لپاره يو پېغام دی. ښایي زموږ خالق غواړي له موږ تاسې سره وصل شي او هغه څه راکړي چې موږ ورپسې لالهانده يو.

ښکاري زاهد جلالي د دې کتاب په ژباړې سره واسطه شوی.
زاهد مې يار دی. خپل نوم غوندې یې ملنګ او زاهد طبعه دی. په ما هسې د خدای رضا لپاره ګران دی. کله کله وایم چې په بده ورځ به د ځان خلاصون لپاره خپل رب ته وايم چې ما ستا رضا لپاره له فلان او بيستان سره مينه کړې. ته مې د مينې هدف وې خو خېر که اوس تقصير لرم او ثبوت یې دا دی چې دغو او يوشمېر نورو افرادو سره زما مينه خاص ستا لپاره وه.

کيسه او کتاب مورد علاقه وو د خبرې ختمولو چل ورک دی. زړه می غوښتل چې همداسې پکې ژور ولاړ شم ځکه دا يوه بله خوږه دنياګۍ ده.
لنډوم یې هغه دا چې دا کتاب او دیته ورته نور کتابونه ولولئ. کورنۍ کی یې خپلو ورونو، خوېندو او مېرمنو ته ډالۍ کړئ.

ګورئ!
موږ د تبليغاتي بمبارد سره مخ يو او ټولې ډرامې، کيسې او افسانې پدې راڅرخي چې څرنګ موږ له خپل خالق نه لرې او بيا مو یوازیتوب کې بلها ستونزو، دربدريو او سرګردانيو کې ناهيلي پریږدي. کټ مټ لکه اوس‌.

بېرته ژوند او مور غوندې د خدای مينه ناکې غېږې ته ستنېدل غواړي.
دا کتاب ښه لار ښود کېدای شي.
پته: اکسوس او د هېواد ټولې کتاب پلورنځيانې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx