لیکنېنظــر

طالبان ولې خبرو ته نه کیني؟

نورمدين بلخېل

طالبان څو کاله مخکې د سولې خبرو ته نه حاضریدل، هغه په دې چې امریکایان له افغان خاورې نه وځي، ځکه امریکایانو به ویل موږ د لسیزو لسیزو لپاره په افغانستان کې پاتې کیږو، دوی ویل که طالبان را سره جنګ کوي موږ ورته خوشالیږو ځکه چې موږ به طالبان زبردست زبردست وځپو او آخر به د طالبانو نوم څوک وانخلي، خو حالاتو بل ډول فیصله وکړه هغه دا چې خپله امریکایان د طالبانو په واسطه دومره زیانمند شول چې په سر کې شته ټول امیدونه قطع شول، نه افغانستان د افغانانو د هیلو مطابق د یو دیموکراتیک سیسټم څښتن شو او نه هم طالبان ختم شول، نو امریکا ښه وبلله چې د طالبانو سره د مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې حل کړي، په قطر دوحه کې سره کیناستل، توافق وشو او نتیجه دا چې امریکایان به تر راتلونکې می میاشتې پورې د توافق په بنسټ له افغانسنان څخه ووځي.

اوس چې د جو بایډن اداره را منځته شوه، داسې یو فکر موجود دی چې د بایډن اداره به د امریکا او طالبانو تر منځ سیاسي توافق کې تغیرات را منځ ته کړي، چې دا د افغان حکومت لپاره ښه زیری او پیغام و، په دې اساس افغان حکومت هم د مذاکراتو په لړ کې یو بل مقاومت پیل کړ چې نتیجه کې یې په دوحه کې د افغانانو تر منځ د خبرو په جریان کې خنډ او ځنډ را منځته شو، افغان طالبان د سیمې او نړۍ هیوادونو ته په سفرونو ووتل او د افغان دولت مذاکراتي پلاوي غړي په دوحه کې لاس تر زنې پاتې شول.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې طالبان د خبرو مېز ته نه راځي؟

خبره دا ده چې کله امریکا کې نوي حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د سیاسي توافق د ارزونې او بررسۍ خبره وکړه، نو افغان حکومت ته امید پیدا شو چې اوس به نو د بایډن اداره یا دا تړون منحل کړي او یا به هم داسې تغیرات په کې را منځ ته کړي چې د سولې پروسه به سل فیصده د افغان حکومت په واک او صلاحیت کې راشي، آن تر دې چې د افغان حکومت ځینو مهمو بنسټونو وویل چې دوی د دوحې تړون د مذاکراتو د اساس په توګه هم نه مني، نو طالبان پوهه شول چې افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره نورې خبرې کول د وخت ضایع کول دي نو یې ښه بلله چې تر هغه انتظار وباسي تر څو د امریکا نوې اداره د دوحې توافق په اړه خپل نهایي نظر ورکړي، طالبان په دې پوهیږي چې که چېرته د بایډن اداره د سولې تړون په فوق العاده ډول نقض کړي او د راتلونکې می میاشتې پورې امریکایي او نړیوال عسکر له افغان خاورې ونه وزي، نو دوی ته د سولې خبرې کول کوم خاص ارزښت نه لري او باید چې د خبرو پر ځای په امریکايي او افغان ځواکونو باندې په حملو تمرکز وشي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx