نړۍ

د امريکا د پخوانيو پوځيانو يوه ډله له افغانستانه د عسکرو د ويستلو لپاره کمپاين پيلوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا د پخوانيو پوځيانو يوه ډله له ولسمشر جو بايډن څخه غواړي، چې د راتلونکې تر لومړۍ نېټې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

دغه ډله غواړي، چې د «کوچ وروڼو» يوې شتمنې کورنۍ په مالي لګښت دا کمپاين پيل کړي.

د کاناډا ډيجيټل ژورنال ورځپاڼې ليکلي، د دې کمپاين لپاره ۱:۲۵ ميليونه ډالر ځانګړي شوي او د امريکا په ټولو ايالتونو کې به دا کمپاين پيل کړي.

دا ډله د دې ملي کمپاين په مرسته غواړي، نور خلک هم د جګړې پر خلاف له ځان سره ملګري کړي، تر څو پر سپينې ماڼۍ او کانګريس د جګړې ختمولو او پوځيانو خپلو کورونو ته د ستنولو فشار راوړي.

د پخوانيو پوځيان دا ډله وايي، شل کاله د جګړې ډېره تجربه ده، نور بايد پای ته ورسيږي او ټول پوځيان له افغانستانه ووځي.

د پخوانيو پوځيانو ډله دا کمپاين په داسې حال کې پيلوي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن وړمه ورځ د بهرنيو چارو وزارت کې لوړپوړو ډيپلوماټانو او د وزارت کاکوونکو ته د وينا پر مهال پر يو شمېر نورو مهمو مسايلو وينا وکړه، خو د افغانستان موضوع يې ياده نه کړه.

د ولسمشر جو بايډن ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه تګلاره نه ده اعلان کړې. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او د ملي امنيت سلاکار جيک سوليوان ويلي، دوی د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون اروزنه کوي.

د چارو څارونکي وايي، بايډن هڅه کوي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون په جزئياتو او ټولو ابعادو ځان وپوهوي او تر هغه وروسته به يې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د کارپوهانو په وينا د بايډن په اداره کې ځينې چارواکي د جګړې د غځولو او پوځيانو د پاتې کولو پلويان دي، خو ځينې نور بيا د جګړې ختمولو او پوځيانو ويستلو پلوي کوي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني او د هغه د دواړو مرستيالانو سربېره ځينې نور چارواکي هم هڅه کوي، چې امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي، خو طالبان وايي، امريکا بايد د مې مياشت تر لومړۍ نېټې د دوحې تړون له مخې خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي او د جګړې غځولو ټول عوامل له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

ټول ملت له طالبانو سره هم غژی ذی امریکا باید ووزی get out

الحاج استاذ بیانزی

دا هم کیدی شی د امریکا د نالیدلی حکومت یا نظم نوین جهانی د افغانستان څخه د ځواکونو د مجبوره وتلو او د نړیوالو د خطاایستنی د پاره یوه مانوره یا د سطریج یو چال وی ترڅنګ یی داسی وښیی چه مونږ خو ولسی غوشتنو ته درناوی او دموکراسی ته ژمن یو .
باور لرم بایدن بله لیار نه لری ، نه شی کولای چه شل کاله نور وجنګیږی او به تریلونونور ډالر قرضونه په ځان راواړوی او بلاخره د شوروی او غنی یی د نجیب د برخه لیک سره مخ شی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx