افغانستان

فراه کې د ډیسي توپونو یوې قرارګاه د سقوط پرمهال ۱۱ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۴ دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د فراه د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعیمي رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د هرات ـ کندهار پر لویې لارې د فراه رود ولسوالۍ په دو راهي کې د ملي اردو پر یوې پوستې د نفوذي عسکر په وسیله برید کړی،چې په ترڅ کې یې ۹ عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، له برید وروسته نفوذي عسکر هم طالبانو سره یوځای تښتېدلی دی.

له بل پلوه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا په دغه برید کې د ۱۱ دولتي عسکرو د وژلو، ۵ تنو ټپي کېدو او یو بل د ژوندي نیولو خبر ورکړی دی.

احمدي وايي، په وژل شوو عسکرو کې دوه تنه د ډیسي توپونو ماهرین هم شامل دي، چې د خلکو په کورونو او عامه ځایونو به یې توپونه ویشتل.

طالبانو تردې وړاندې د پولیسو او عسکرو په ټولو هغو پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو څخه چې د ملکیانو په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو د ډیسي توپونو او هاوانونو بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx