افغانستان

نیمروز کې ۱۶ دولتي عسکر مړه او بې درکه شوي

نن ټکی  اسیا (چهارشنبه، ۱۳۹۹ل): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال ۱۶ دولتي عسکر مړه او بې درکه شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د خاشرود ولسوالۍ په «منار» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالبانو د دولتي عسکرو پر یوې پوستې برید وکړ.

د نیمروز د ولایتي شورا وکیلانو او سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، طالب جنګیالیو په دغه برید له لایزري وسلو او هاموې ټانګونو څخه هم کار اخیستی، چې په ترڅ کې یې ۱۱ دولتي عسکر مړه او ۳ نور بې درکه شوي دي.

له بل پلوه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا په دغه برید کې د ۱۵ دولتي عسکرو د مړینې او یوه بل د ژوندي نیولو ترڅنګ ویلي، چې د پوستې وسلې او مهمات یې هم ځانونو سره وړي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، له دوه ساعته نښتې وروسته سیمې ته هوايي ملاتړ رسېدلی؛ خو هغه مهال طالبان د جګړې له ساحې څخه وتلي وو.

طالبانو تردې وړاندې د پولیسو او عسکرو په ټولو هغو پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی وو، له کومو څخه چې د ملکیانو په کورونو او عامه تأسیساتو توپچي بریدونه ترسره کیږي.

تیره شپه د نیمروز په څنګلوري د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې هم طالبانو د دولتي عسکرو یوه داسې قرارګاه ته سقوط ورکړی، چې د ملکي خلکو په کورونو به یې ډیسي توپونه او هاوانونه ویشتل، په دغه برید کې ۱۶ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې وه او یو بل طالبانو ژوندی نیولی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو د ډیسي توپونو او هاوانونو بریدونه زیات شوي، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x