نړۍ

اردوګان: ترکيه به دوه کاله وروسته سپوږمۍ ته وخېژي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، هېواد يې د ټيکنالوجي او پرمختګ په نړيواله سيالۍ کې مخکې روان دی او په ۲۰۲۳ کال کې به سپوږمۍ ته خپل فضايي موټر ولېږدوي.

اردوګان دا څرګندونې د ترکيې د فضا ملي پروګرام د پرانستې پر مهال په پلازمېنې انقره کې کړي دي.

د ترکيې ولسمشر هيله ښوولې، چې د فضايي پروګرامونو پلانونه به بريالي وي او ترکيه به په نړيواله کچه نور پرمختګونه هم وکړي.

اردوګان وايي: «ترکيې لومړی د ځمکې پر سر د څو پېړيو لپاره د عدالت، اخلاقو او سولې لپاره هڅې کړي او اوس يې هوډ کړی، چې خپل تمدن او ټيکنالوي فضا ته هم پورته کړي.»

نوموړي زياته کړې، چې ترکيه بايد د سولې او امنيت لپاره د خپل تمدن او ټيکنالوجي د بيا ژوندي کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، تر څو ټول انسانيت ترې ګټه پورته کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې هېواد به يې په راتلونکي وخت کې د سټيلايټ د معلوماتو د خونديتوب لپاره د ترکي انجينرانو په مرسته قوي پروګرامونه جوړ کړي.

اردوګان د فضايي پروګرام اړوند لس هدفونه اعلان کړل، چې تر ټولو لومړی يې سپوږمۍ ته رسېدل او دوهم يې له نړيوالو فضايي شرکتونو سره د سيالۍ په موخه سيمه‌ييزه سوداګریزه مارکه جوړول دي، تر څو د نوي نسل سټيلايټ نور پرمختګونه هم وکړي.

د ترکيې ولسمشر ويلي، هېواد به يې د ۲۰۲۳ تر پايه په سپوږمۍ کې خپل ځای ولري او د هغو لږ شمېر هېوادونو په ډله کې به راشي، چې په سپوږمۍ کې څېړنې کوي.

رجب طيب اردوګان زياته کړې، چې حکومت له تېرو اتلس کلونو راهيسې د شاوخوا ۳۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت بودجه د مصنوعي سپوږمکۍ او د راکټ توغولو او فضايي پروګرام لپاره ځانګړي کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ډیری طالب ملایان اوس هم د هغو کسانو د کفر فتوای ورکوی چی وایی انسانان نن سبا سپږمی ته خیزی او هلته خپلی نظامی اډی جوړه وی. ولی ناخبره لدی چی قرآن ۱۴۰۰ کاله مخکی د سپږمی د تسخیر خبره کړی ده.

الحاج استاذ بیانزی

د اردګان به اړه زما ارزو نه : د ټولو نتیجه به اول ولیکم او هغه دا چه [ اردګان دوهم اتاترک راته شکاری ] تیر چه څه شوی هغه د ترکیی تیرو مشرانو او کشرانو ته پریږدو، په تیرو کی اتاترک یا مصطفی کمال هم وو اردګان د عدالت له دورو نه دی استثنی کړی. خو مونږ د اوس وخت خبری کوو: ۱ ـ د عدالت حزب او مشر یی اربکان صاحب په رشتیا چه د اتاترک د الحادی ډیرو کړنو مخه ونیوله د ستاینی ړوړ مګر یهودی انګریزانو هم لاس د زنی لاندی نه وو ناست، به هماغه… نور لوستل »

ملا جانان

دا وایي چي په جشنونو او میلو کي اکثره یوه خیمه ولاړه وي او پر دخولي لاره یې یوه پرده ځړیږي. پر دروازه یې لیکلي وي چي که ورننوتې هم به ارمان کوې که نه ورننه وتې هم به ارمان کوې. یو نفر ورته ولاړ وي یو پنجی یا لسی د هر ننداره کونکي څخه غواړي. اوس مریخ او سپوږمۍ هم داغسي خیمې دي. دولتونه په ملیونونه ډالر پر مصرفوي، هلته بیړۍ وراستوي چي وګوري چي د ژوند امکان پکښي سته او که نه. الله تعا لی په قرآن شریف کي اسمانونه په جمع یاد کړي دي او ځمکه یې… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx