نظــر

ځیرک ګروندګر او ساده کلیوال«لومړۍ برخه»

بخت الرحمن شرافت

جیلاني او صاف خان د ابراهیم خېلو د کلي اوسیدونکي دي، دواړه ښه کارګر او په خبره پوه خلګ دي، کله کله د هیواد سیاست باندې هم غږیږې، د هیواد ناخوالې یې دردوي، ځیني وختونه په هیواد کې دواړې مخالفي ډلې دومره ملامتې کړي چې آن له خولې څخه یې ورته ښېرا ووځي.

جیلاني ورته یوه ورځ وایې صاف خانه وروره راځه چې خپل روزګار ته متوجه شو، د غټو خلګو غټ کارونه وي، زه او ته نه پرې پوهیږو، ته کلیوال او زه ګروندګر یم، ته د کلي منځ کې وړوکې هټۍ لرې او زه بیا د کلې کوزه برخه کې د بادامو څو درختې.
راځه نور د هیواد غم له سره لرې کړو، خپل ژوند ته متوجه شو، ته کلی جوړ کړه، زه به کرونده، راځه له کوره یې سمه کړو، هیواد پرېږده او چارې يې پریږده، دغه هیواد له ما او تا څخه جوړ دی، څو کسان سره یو ځای شي کورنۍ جوړوي، کورونه سره یو ځای شي کلي يې جوړ کړي، کلي سره یو ځای شوي ولسوالۍ او ولایت یې تشکیل کړی او له ولایتونو څخه هیواد جوړ شوی.

راځه د يوې شېبې لپاره طالب په زابل او حکومت په کابل کې پریږدو خپل ګریوان ته سر ورکوز کړو چې مونږ څومره کار کړی، زه او ته د هیواد د جوړولو مسؤلیت نه لرو چې هیواد جوړ کړو او نه مو څوک ددغه مسؤلیت جوګه بولي.
زما او ستا مسؤلیت او فرض د کور جوړېدل دي، چې کور جوړ کړو، د هیواد په کچه مو د وګړو د ژوندانه د اړتیاوو او توښې مسؤولیت نه دی په غاړه، خو بچیان، کورنۍ او کور ته څيرمه ګاونډی راباندې حق لري.
ددې مسؤل نه یو چې طالب او مخالف یې سره جوړ کړو، ورباندي وغږیږو، یو ملامت بل سلامت کړو، جیلاني خانه زه او ته په لومړي سر کې د خپل کور د چارو مسؤلیت په غاړه لرو، ته د کلي او کلیوالو چارو ته متوجه اوسه او زه به خپلې کروندې ته متوجه شم، ډير څه به حل شي.

جیلاني جانه! کرۍ ورځ مو د هیواد ګاونډیان په خوله کې وي، چې داسې او داسې یې راسره وکړل خو ایا لږ مو خپل ګریوان ته هم سر ورټیټ کړی؟
د کور بغل ته شیرو اکا چې زما او ستا دواړو ګاونډی دی، بې کسه او بې وسه انسان دی څومره راڅخه راضي دی؟

کور کې مو له ورور، پلار او مور سره ګذاره څنګه ده، د کورنۍ نارینه، ښځينه، واړه او زاړه مو له کړنو څخه څومره ډاډه دي؟

زه خبر یم ته له لوی لالا سره دوه کاله کیږي سلام نه لرې او په ما ښه خبر یې چې شیر اغا سره له تېر یو کال څخه خوابدی یم، په یوه دروازه سره وزو ننوزو، یوه مسجد کې یو امام پسې لمونځ کوو، پر یوه لاره کورته روان وو، خو په خبره نه سره پوهیږو، زمونږ له امله مو بچي په رواني ناروغیو اخته شوي.
د شیر اغا میرمن ډېره نیکه او هوښیاره تور سرې ده، تېر ماښام شیر اغا له بازار څه میوه راوړې وه؛ دې په پټه څو دانې مالټي او مڼې زمونږ کره رالېږلي وو، زه چي ماښام راغلم د توریالي مور ته مي وویل دا مالټې او مڼې له کومه شوې، وایې د ملالۍ بابا (شیر اغا) بازار ته تللی و، تېندارې په پټه دغه څو دانې زمونږ کورته راوړې، ورته مې وویل ژرکوه مالټې او مڼې یې بیرته د کور دروازه کې ور وغورځوه بله ورځ چې یې شی قبول نه کړئ، صاف خانه وروره زمونږ دغه حال دی.

دا چې زه او ته په کور کې له وروڼو سره نه پوهیږو، له هغه چا سره په خبره نه پوهیږو چې له یوې مور څخه پیدا شوي یو، له یوې سینې څخه ترزیق شوي یو، د یوي مور په غېږه او یو پلار پر اوږو رالوی شوي يو؛ نه سره پوهیږو، طالب او مخالف چې سرونه یې سره پرې کړې، یو د بل دبدن اندامونه یې غوڅ کړي هغه به څنګه سره پوه شي، چې زه او ته د ۲۰۰ مربع کیلو متره انګړ کې امن او سکون نه  شو راوستلی، له دوی څخه د ټول هیواد د سکون غوښتنه کوو، راځه  کوښښ وکړو چې خپله سره پوه شو، دوی ته د نیکې لاري او هدایت دعا  وکړو.

صاحب خانه زما ځانه دا یوه مي لا واوره،  که کلی جوړول غواړې؛ کور جوړ کړه، که سیمه او ولایت دي جوړول غواړې؛ کلی دې جوړ کړه او که هیواد جوړول غواړې؛ کلي سره همغږي او متفق  کړه، کلي جوړ کړه هیواد خپله جوړیږي.

که زه او ته په کور کې د کور له غړو سره په خبره پوه شوو، د کلیوالو سره هم پوه کېدلی شو، که کلیوال سره پوه شي، سیمه او ولایت به سره پوه شي چې ولایتونه جوړ شي هیواد به هرو مرو جوړیږي، اوس خو ناورین دغه دی چې کور کې مو مېنه سپېره ده، د هیواد د جوړولو خبرې کوو.

صاحب خانه! ژمنه وکړه نور د هیواد او هیوادوالو سوچونه د لږ وخت لپاره له ذهن څخه یوې خواته کړه، هرڅه کور باندې راچارپیر کړه، د کور او کورنۍ د جوړولو فکر وکړه، د طالب او مخالف د جوړې خبري د لږ وخت لپار هېرې کړه، له لوی لالا او جان کاکو سره جوړې او پخلاینې په فکر کې شه، د ښارونو او واټونو د جوړولو کیسې دې له دماغه وباسه د کور او کلي د جوړولو لپاره مټې رابډ وهه او کار پیل کړه، نور د ناستې وخت تېر شوی.

جیلانيګیه! دا خبري دې چیري زده کړې، وړاندې دې داسې خبرې نه کولې، چا خو به کوم پروګرام په لاس نه وي درکړی؟
وروره پام کوه د حاجي غلام اکا زوی هم یو وخت داسې خبرې کولې خلکو له وطنه پسې واخیست، خوله دې د ځان کړه، ځان ته غمونه مه زيږوه، دلته پلان ګذاره او پوهان خلګ په نورو پسې تړل کیږي هسې نه په کومه بلا دې مخ شي.

صابو جانه! هیڅ پروګرام او خبره چا په لاس نه ده راکړې ساده ګروندګر (دهقان) یم ستا په مخ کې لوی شوی یم بس له کوم وخت څخه چې مې وختي پاڅیدل پیل کړي، له هغه وخت څخه هر کار ډير په فکر او غور کوم.
زما یاد دي زمونږ د کلي ملا صاحب به قران شریف تلاوت کاوه، چې کله به یې د ((افلا تتفکرون او افلا یتدبرون)) کلمه وویله وبه درېدی اوږده سا به یې واخیسته، یوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه!  ملا صاحب دغو دوو کلمو کې څه حکمت دی چې کله هم قران شریف کې ورباندې راشې چورت دې واخلي، تندي باندې لاس کېږدې او سړه ساه واخلې.

ملاصاحب…  جیلاني جانه! که مونږ ټول د دغو دوو کلمو د تفسیر او بیان مطابق ژوند کول غوره کړو د ژوند د چارو هر قدم په غور او فکر سره واخلو، ډېر کامیاب او پرمختللي خلګ به یو، نورې نړۍ ته به د ښه انسانیت، مترقي ژوند او پیشرفت سبق ورکوو، نو صاف خانه  که رښتیا درته ووایم څه وخت کیږي چې وختي پاڅېدل مي پیل کړې، خداي دي ریا کې نه راولي د تهجد لمونځ وکړم بیا یوه شېبه سر په زنګانه شم، تېره ورځ د سترګو په وړاندې راته کېږدم، د نوې ورځې لپاره ښه سوچ او فکر وکړم، هرڅه په ډېر غور سره تحلیل او تجزیه کړم، بیا له ځان سره حساب وکړم چې ما څه کړي د ژوند چارو کې چې کوم مسؤلیت ما ته راجع کیږي هغه مې اداء کړی که هسې مې نورو پسې خوله خلاصه کړې.

د یو انسان او مسلمان په توګه چې کوم مسؤلیت راته متوجه دی په سرته رسولو کې مې کوشش کړی او که مې په چټیاتو وخت برباد کړی، آیا له خپل شرین ورور سره مې سمه ګذاره کړې، چې د دادو کاکو او لام کاکو ترمنځ د ښې ګذارې خبره کوم، په کورني جوړښت که چې کوم مسؤلیت ماته متوجه کیږي هغه مې سرته رسولی، د کلي په یووالي کې مې خپلې چارې په سمه توګه اجراء کړې، کور مې جوړ دی چې د کلي د جوړولو خبرې کوم، کلی مې جوړ دی چې د هیواد په جوړولو کې نور ملامتوم.

هغه پټی او کرونده چې د پلار او نیکه څخه راپاتې ده، هغه کې مې څومره کار کړی، څومره مې نور پراخ کړی، د پټي بڼې بدلولو کې مې کوم نوی ابتکار کړی، د نړۍ له ګروندګر معیار سره مې څومره عیار کړی، د کوم نیالګي او بوټي له لګولو څخه وړاندې مې دا فکر کړی چې دغه نیالګی به څومره ګټور وي، میوه به یې څومره وي، مارکېټ کې به ددغې مېوې غوښتنه څومره وي، اوبه څومره غواړي، ایا دغه نیالګی چې زه یې لګوم خاوره، انبار او اوبه ورکوم، دغه زما د سیمې له آب او هوا سره مناسب نیالګی دی، د ډېر یخ یا ډېرې تودوخې توان لري که یې نه لري، کومه میوه چې زه به یې بیا ددغه نیالګي له ونې څخه تر لاسه کوم مارکېټ کې یې ارزښت څومره دی او غوښتنه یې په کومه اندازه ده.

صاب خانه وروره نور مې له ځان سره ژمنه کړې چې اول به ځان، بیا کور، کلی او وروسته د هیواد د جوړولو خبرې کوم.

های صاب ګله! نور مې مه ستړی کومه بس ده ژوند مو ټول په عبثیاتو کې تیر کړ، هیڅ وخت مو له ځان سره نه فکر او نه هم حساب وکړ، نور چې مې تېر وخت رایاد کړم زړه مې چوي، خدای په امان لاړم.

صاحب خانه! دعا کوه ولاړم، له شیرو اکا سره مې قول کړی و چې نن به د کلي د یووالي او اتحاد په اړه د کلي له ملا صاحب سره خبره کوو، هلته مې قول کړی، قول نه شم ماتولی، ته له ځان سره دغو خبرو باندې لږ فکر وکړه، زه ولاړم بیا به ان شاءالله سبا غورې کوو.

جیلاني وا جیلاني! ته لږ صبر شه ولاړ به شې څه بلا اخیستی یې، ورځ لا ټوله پاتې ده.
(لا اله الا الله) دا خو سم سړی وخت مو ښه ورسره تېرېده په مجلس او مسخرو به یې نه مړېدو څه ور پېښه شوې ده  چې درسره په مخ شي ټکۍ ورځ به یې درسره تېره کړه، نه د باغ نه د کور او نه هم د سیمې په کېسه کې و، له ځمکې او اسمان څخه به غږیده، سات به مو ورسره تېر و، دا په څه بلا واوښت.

-شیرو ته راکړه یو وار نسوار راکړه‌.

– جیلانیګیه! پرېږده ولا که یې راډهلی کړه، اوس به نور مونږ دده په مخکې نه د سولې خبري کوو، او نه پکې ښکېل اړخونه ملامتوو، وایي کور دې جوړ کړه، نادرې کوي، کور زه ولې جوړ کړم مؤسسه دې راشي کور دې را جوړ کړي.

نوربیا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

دا څه رقم منطق دی کله انتخابات خبری کیږی نه ساده کروند ګر شته او نه ساده کلیوال تول هرو مرو باید خپل رایه وکاروی دوی باید خپل وطن په آینده که ځان جدا ونه ګنی او کله چه واقعا د دوی آینده خبری روان دی دوی یو عادی کروند ګر او کلیوال دی باید د غتو خلک خبری غتان تو پریږدی دوی باید د پسونه ژوند غوره کری آفرین دی په تا چه واقعا د رسنیو قوت د خلکو ذهنیتونه تغیر دپاره کاروی او نور برخی هم لری آخر د پسونو ژوند ته خلکو راضی کول په یو برخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x