افغانستان

نوماندان: دواړه به د یو ملي وحدت حکومت جوړو

نن ټکی آسيا(شنبه، چنګاښ، ۲۱مه، ۱۳۹۳): نن د شپې لس بجې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې د هېواد له دواړو نوماندانو سره په خبري کنفرانس کې راښکاره شو.

جان کېرې په دغه خبري کنفرانس کې افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نوموړي پخپلو هڅو دواړه نوماندان په یوه جوړه راضي کړي دي. د ده په خبره دواړه نوماندان به وروستۍ پایلې مني.

جان کېري وویل چې امریکا او د امریکا خلک یو ډیموکراټیک افغانستان غواړي.

د کنفرانس بل ویناوال د جان کېرې ښي لاس او د امریکا بیرغ مخ ته ولاړ، نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله و، د نوموړي څېره نسبتاً ډاکټر اشرف غني احمدزي ته خوښه برېښېده، ډاکټر عبدالله وویل، چې دوی د جان کېرې په منځګړیتوب یوې جوړې ته رسېدلي دي، نوموړي وویل زه له جان کېرې نه د زړه مننه کوم.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې دوی به  ټولې رايې پوره سلنه له سره شمېرې.

نوموړي وویل دغه شمېرنه به څو اوونۍ وخت ونیسي او وروسته له هغه به د افغانستان د خلکو او نړیوالي ټولنه په خوښه یو مشروع حکومت رامنځ ته کېږي، موږ دواړو ته به د منلو وړ وي.

ډاکټر عبدالله په ټینګار وویل چې راتلونکی دولت به مو یو سوله ایز افغانستان برخه وال کړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي هم پخپلو خبرو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو تاید وکړ او ويې ویل چې دوی دواړه به یو د ملي وحدت حکومت جوړوي

نوموړي هم د رایو بیا شمېرنه تایید کړه او په خلکو يې غږ وکړ چې په وروستیو پایلو کې اعلانېدونکی شخص به د ټول افغانستان جمهور ریس وي.

د شنونکو په باور د دواړو نوماندانو له خوا په «ملي وحدت حکومت» ټینګار دا په ډاګه کوي، چې پایلې به مهمې ونه اوسي او دواړه به یو ايتلافي حکومت رامنځته کړي.

له بله پلوه هغه افغانان چې رایه يې ورکړې ده، ایتلافي حکومت له خپلو رایو سره خیانت بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

حاشيیه یې داسې ده : د دوو بنو سره جنګ او غال مغال وو کله یې چې مېړه جان کېري ورته راغی او له دواړو سره یې شپه تېره کړه او دواړو ته یې اخطار ورکړ چې غال مغال به نکوي او دمېړه په اطاعت به دواړه په يوو کور کې دمېړه په لار ښوونه ګډ ژوند کوي او که دا ونکړي نو طلاق به ورکول کېږي !دواړو عورتو موافقه ورسره وکړه! داچې داولس ګوتې پرې شوې مړه شول او انتخابات یې وکړل کومه مانا یې ور نکړه او اولس یې په څاپېړه پر مخ وواهه ! نو د رايو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx