دیني، سیرت او تاریخ

د مدینې د تړون ټولنیز او سیاسي ارزښت «لومړۍ برخه»

عزیزالرحمن ناصری

د مدینې تړون په نبوي سیرت او اسلامي تاریخ کې یو ډیر مهم سیاسي او تاریخي سند دی، چې کولی شي د مسلمانانو په ټولنیز او سیاسي ژوند کې لوی نقش ولوبوي او مهم تاریخ بدلوونکي تغیرات پکې راولي، ځکه مو لازمه وبلله چې د پورته عنوان له لارې دغه موضوع په لاندې دوه فرعي عنوانونو کې وڅیړو:

لومړی: د مدینې د تړون پښتو ژباړه
دویم: د مدینې د تړون ټولنیز او سیاسي ارزښت

لومړی: د مدینې د تړون پښتوژباړه:
۱- دا لیک د پیغمبر محمد ( رسول الله ) صلی الله علیه وسلم لخوا، د قریشو او د یثرب ( د خلکو) د مسلمانانو او هغه چا تر منځ دی چې د دوی پیروي کوي، ورسره یو ځای کیږي او له دوی سره یو ځای جهاد کوي.

۲- دوی ټول یو امت دي، پرته له نورو خلکو څخه.

۳- د قریشو مهاجر پخپل تړون دي او خپل منځ کې به دیت ورکوي او په نیکۍ او عدالت به د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۴- بنو عوف پخپل تړون دي، او خپل لومړني دیتونه ورکوي او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۵- بنو ساعده پخپل تړون دي، او خپل لومړني دیتونه ورکوي، او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۶- بنو حارث( بن الخزرج) پخپل تړون دي، اوخپل لومړني دیتونه ورکوي، او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۷- بنو جشم پخپل تړون دي، او خپل لومړني دیتونه ورکوي او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۸- بنو نجار پخپل تړون دي، او خپل لومړني دیتونه ورکوي، او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۹- بنو عمرو بن عوف پ پخپل تړون دي، او خپل لومړني دیتونه ورکوي او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۱۰- بنو نبیت پخپل تړون دي او خپل لومړني دیتونه ورکوي او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۱۱- بنو اوس پخپل تړون دي اوخپل لومړني دیتونه ورکوي او هره طایفه(هر خاندان) به په نیکۍ او عدالت د خپلو مسلمانو بندیانو فدیه ورکوي او مرسته به ورسره کوي.

۱۲- دا چې مسلمانان به تر خپل منځ د خوشحالۍ هیڅ داسې څه نه پریږدي، مګر دا چې په نیکۍ سره به یې په فدیه او دیت کې ورکوي.

۱۳- او دا چې متقیان مسلمانان د هر هغه چا په مقابل کې یو لاس دي، چې د مسلمانانو ترمنځ بغاوت کوي او یا ظلم او ګناه کوي او یا تجاوز او فساد کوي او دا چې دوی ټول د ده پر خلاف یو لاس دي، که څه هم د دوی د یوه اولاد وي.

۱۴-دا چې نه به وژني هیڅ مسلمان کوم بل مسلمان د یو کافر په مقابل کې او نه به د مسلمان په خلاف له کافر سره مرسته کوي.

۱۵- دا چې د الله تعالی ذمه واري یوه ده او د مسلمانانو یو ټیټ رتبه هم کولی شي چې پناه ورکړي او دا چې مسلمانان یو د بل ملاتړي او دوستان دي، پرته له نورو خلکو.

۱۶- دا چې له یهودو څخه څوک زموږ سره شي، نو هغه ته به هم مرسته او کومک رسیږي، نه به مظلوم وي  او نه به څوک پرې زیاتی کوي.

۱۷- دا چې د مسلمانانو سوله یوه ده او هیڅ مسلمان به پرته له بل څخه د الله تعالی په لاره کې د جنګ پر وخت سوله نه کوي، مګر په انصاف او عدالت سره.

۱۸- دا چې هر څوک له موږ سره غزا ته ولاړ شي، نو یو به د بل ځای ناستی وي.

۱۹- دا چې د الله تعالی په لار کې د مسلمانانو وینې توییږي، نو یو د بل پر ځای دریدلی شي او یو د بل استازولي کولی شي.

۲۰- دا چې متقیان مسلمانان به په سمه او ښه لاره پابند او ملتزم وي.

۲۰- ب- دا چې هیڅ مشرک به د قریشو مال او نفس ته پناه نه ورکوي او نه به د هغه لپاره د مسلمان په مخ کې دریږي.

۲۱- دا چې چا یو مسلمان په ناحقه قتل کړ او ورباندې ثابت شو، نو هغه به قصاص کیږي، مګر دا چې د مقتول اولیا په دیت باندې راضي شي، او دا چې  مسلمانان ټول د هغه پرخلاف دي او دوی ته حلال نده مګر د هغه پر خلاف دریدل.

۲۲- د ا چې کوم مسلمان پدې تړون اتفاق کړی دی او په الله تعالی او د آخرت په ورځ یې ایمان راوړی دی، نو هغه ته حلال نده چې کوم نوي شخص سره مرسته وکړي او یا پناه ورکړي او که چا ورسره مرسته وکړه او یا یې پناه ورکړه نو هغه باندې د قیامت په ورځ د الله تعالی لعنت او غضب وي او له هغه نه عوض او بدله نه منل کیږي.

۲۳- که ستاسې تر منځ په هر شي کې اختلاف پیداشي، نو هغه به الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم ته ورګرځي.( او وروستۍ فیصله به د هغه وي)

۲۴- دا چې تر څو مسلمانان ( د وطن ) له دښمنانو سره په جګړه کې وي، نو یهود به ورسره مصارف ګالي.

۲۵-دا چې د بني عوف یهود د مسلمانانو سره یو امت(یو لاس یا یو ډله) دي، د یهودو لپاره خپل دین دی او د مسلمانانو لپاره خپل دین، د دوی دوستان / غلامان او ځانونه یې، مګر که څوک ظلم او ګناه وکړي، نو هغه هلاکت ندی رسولی مګر خپل ځان او خپلې کورنۍ ته.

۲۶- دا چې د بنو نجار یهودو ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته و.

۲۷- دا چې د بنو حارث یهودو ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته و.

۲۸- دا چې د بنو ساعده یهودو ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته و.

۲۹- دا چې د بنو جشم یهودو ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته و.

۳۰- دا چې د بنو أوس یهودو ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته ؤ.

۳۱- دا چې د بنو ثعلبه یهودو ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته ؤ. مګر که څوک ظلم او ګناه وکړي، نو هغه هلاکت ندی رسولی مګر خپل ځان او خپلې کورنۍ ته.

۳۲- دا چې جفنه هم د ثعلبه یو پښه ده، او د همدوی په څیر دي.

۳۳- او دا چې بنو شطیبه ته هماغه څه دي، چې د بنو عوف یهودو ته و، او نیکي ده پرته له ګناه څخه.

۳۴- دا چې د ثعلبه متحدین د همدوی په څیر دي.

۳۵- او دا چې د یهودو ټولې پښې/ ټول دوستان د همدوی په څیر دي.

۳۶- دا چې له دوی څخه به هیڅوک نه ووځي ، مګر د محمد صلی الله علیه وسلم په اجازه.

۳۶- دا چې د هیڅ زخم قصاص به نه پاتې کیږي، او که چا ظلم وکړ، نو پخپل ځان او خپله کورنۍ یې کړی دی، مګر که په چا ظلم شوی وي، او دا چې الله تعالی د دې (تړون) له نیکۍ سره دی.

۳۷- دا چې یهودو باندې د دوی خپل مصارف دي، او په مسلمانانو د دوی خپل مصارف دي. او دا چې د دوی ترمنځ مرسته ده د هغه چا پرخلاف چې د دې تړون له ګډون والو سره جنګیږي، او دا چې د دوی ترمنځ خیر، خیر خواهي ا و نیکي ده پرته له ګناه نه.

۳۷- داچې نه ګنهګاریږي څوک پخپل ملاتړي سره ، او دا چې مرسته د مظلوم سره ده.

۳۸- دا چې تر څو مسلمانان ( د وطن ) له دښمنانو سره په جګړه کې وي، نو یهود به ورسره مصارف ګالي.

۳۹- دا چې د مدینې (منځ)میدان د دې تړون ګډون والو ته حرام دی.

۴۰- دا چې ګاونډی د ځان په څیر دی، نه به ورته ضرر رسول کیږي او نه ګنهګار دی.

۴۱- دا چې هیڅ ممنوع شخص ته پناه نه ورکول کیږي ، مګر د دوی په اجازه.

۴۲- دا چې د دې تړون د ګډون والو تر منځ څه پیښه او نښته راشي چې له فساد څخه یې خلک ویریږي، نو هغه به الله تعالی او محمدرسول الله صلی الله ته ورګرځي، او الله تعالی د دې تړون د تقوا او نیکۍ سره دی.

۴۳- دا چې قریشو او د هغوی مرستندویانو ته به پناه نه ورکول کیږي.

۴۴- دا چې د دوی ترمنځ مرسته ده، د هغه چا پرخلاف چې پریثرب حمله کوي.

۴۵- دا چې کله دوی کومې سولې ته وغوښتل شي چې هغه ترسره کیږي او منل کیږي، نو دوی به یې ترسره کوي او مني به یې، او دا که چیرته دوی همداسې بلنه ورکړي، نو دوی پرمسلمانانو هم همداسې حق لري، مګر دا چې څوک د دین پر سر جګړه کوي.

۴۵- په هرچا باندې د خپل طرف او خپلې برخې دفاع ده.

۴۶- دا چې د أوس یهود او د هغوی متحدین او ځانونه داسې دي، لکه څرنګه چې د دې تړون ګډون وال دي، او له دوی سره مطلقه نیکي ده، پرته له ګناه څخه، او هیڅوک زیاتی نکوي، مګر پخپل ځان باندې، او دا چې  الله تعالی د دې تړون له نیکۍ او صداقت سره دی.

۴۷-دا چې دا کتاب د ظالم او ګنهګار ترمخ مانع نشي ګرځیدلی، او که څوک بهر  ته ووت، نو هغه په آمان کې ده، او که څوک مدینه کې کیناست هغه هم په آمان کې ده، مګر که څوک ظلم او یا ګناه وکړي. او الله تعالی او محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د نیکي کوونکي ا و تقوا کوونکي پناګاه ده.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx