روغتیا

د روغتیا سازمان: له څارویو د کرونا ویروس د خپریدو هیڅ اسناد مو ونه موندل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان هغه ډله چې د چین ووهان ښار ته د کرونا ناروغۍ سرچینې ټاکلو په تعقیب تللي وو په خپل هدف پيژندلو کې پاتې راغلې دي.

د روغتیا سازمان کارپوهان وایي، داسې اسناد یې نه دي موندلي چې ګواکې د کرونا ویروس دې له څارویو انسانانو ته لیږدول شوی وي، خو په وینا یې د ویروس سرچینې پيژندلو لپاره لا ډيرې څيړنې ته اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خپل څیړونکې ډله چې تېره میاشت د چین ووهان ښار ته، له کومه ځایه چې دغه ویروس خپور شوی، د ناروغۍ اصلیت څیړلو لپاره استولی و، تر څو هلته د هغه بازار چیرته چې د څارویو غوښې خرڅېدې او داسې نورو شکمنو ځایونو څیړنه وکړي.

د سه شنبې په ورځ د روغتیا سازمان لیږل شوې ډلې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، «د وبا له خپریدو وروسته داسې انګېرل کېده چې ګواکې ویروس د شاپرک په واسطه انسانانو ته خپور شوی، خو تر دې دمه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې ګواکې ویروس دې له څارویو انسانانو ته خپور شوی وي».

د روغتیا سازمان د خبرو پرمهال د امریکا هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې دغه ویروس په چین کې د یوه حکومتي لابراتوار څخه خپور شوی، دوی وایي: «هغه اټکل چې ویروس له لابراتوار څخه خپور شوی ناشونې دی».

ددې سربېره د روغتیا نړیوال سازمان څيړونکي ټیم ویلي، داسې شواهد یې هم نه دي موندلي چې ګواکې دغه ویروس دې د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې څخه وړاندې خپور شوی وي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یاد ویروس (چینایي ویروس) یاد کړی، او په وینا یې دغه ویروس د چین د ناغیړۍ له کبله په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی، هغه دغه راز تورونه پورې کړي وو چې ویروس له دیسمبر وړاندې په چین کې خپور شوی خو دوی دغه خبر پټ ساتلی و.

خو بالعکس چین په دې لړ کې پر امریکا، هندوستان، فرانسه او ځینې نورو هېوادونو تورونه لګولي وو چې د ویروس خپریدو اصلي لامل دغه هېوادونه دي.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې په لومړي وار د چین ووهان ښار له یوه بازار څخه د کرونا ویروس لومړنۍ پېښې راپور شوې چې اوسمهال دغه ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی.

کرونا ویروس تر دې دمه په نړۍ کې له ۱۰۷ ملیونو زیات خلک نیولي چې شاوخوا ۶۰ ملیونه یې بیرته رغېدلي او شاوخوا ۲.۳۴ ملیونه کسانو د مړینې لامل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx