افغانستان

حکومت د پاکستاني طالبانو یو مهم غړی وژلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل): له اسلام اباد سره د «ګډ لیدلوري سند» له لاسلیک وروسته حکومتي عسکرو په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یو لوړپوړی غړی «امیر نوزا محسود» وژلی.

یو شمېر سرچینو «کابل نیوز» ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک «ټي ټي پي» لوړپوړی غړی «امیر نوازمحسود» په پلازمېنه کابل کې وژل شوی دی.

بل لور ته ځینو سرچینو «نن ټکی اسیا» ته هم ومنله چې امیر نواز محسود د کابل ښار اړوند «ارزان قیمت» سیمه کې په نښه شوی او وژل شوی دی.

امیر نواز محسود چې په «حاجي دوبی» مشهور و، د پاکستاني طالبانو له لوړپوړو چارواکو څخه حسابېده، چې د تېر میلادي کال په جون میاشت کې هم د ملي امنیت له لوري د نوموړي د نیولو لپاره په کونړ ولایت کې عملیات شوي وو؛ خو دولتي ځواکونه د هغه په نیولو بریالي شوي نه وو.

بل لور ته یوې جاپانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې امیر نواز محسود د جاپاني ډاکټر «ناکامورا» په وژنه کې لاس درلود، چې له امله یې د کابل حکومت عسکرو په نښه کړی او وژلی دی.

حکومت داسې مهال د پاکستاني طالبانو د غړو وژلو ته کار ویلی، چې څو میاشتې وړاندې د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او دلته یې د حکومت له مشر سره د «ګډ لیدلوري سند» تر نامه لاندې یو تړون لاسلیک کړ.

په یاد سند کې راغلي، چې کابل او اسلام اباد به په امنیتي او استخباراتي برخه کې همکاري کوي او د هغو کسانو په له منځه وړلو کې به له یو بل سره مرسته کوي، چې دواړو هیوادونو ته خطر ترې محسوسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د مغفرت کړی. که سند دوطرفه لاسلیک شوی وی بیا نو لازمه ده چی پنجابیان هم افغانی طالبان په نښه کړی خو داسی فکر نکوم. بس ډیر حرفوی قاتلین هم نن سبا شته دی چی د پیسو په مقابل کی بهرنیو استخباراتو ته کار کوی هم په طالبانو کی او هم په حکومت کی. دا بیا ډیره لویه بدبختی ده.

الحاج استاذ بیانزی

دا چه د پاکستانی او افغانی غلامی اداری څه راکړه ورکړه سره لری نوی خبره نه ده ، دواړه د انګریزانو غلامان او توپیر یی دا چه باکستان مشر او د کابل غلامه اداره کشر غلامان یا لالاګان دی. په دی اړه ډیره څه تل لیکل شوی نور نه لیکم. مګر څه چه دلته ماته په لیکنه کی ضد او نقیض په لاس راغلل هغه دا چه جاپانی ناکامورا وژلی ولی یی وژلی ؟ ځکه چه د کنړ د سیند اوبه یی پاکستان ته کمی کړی وی او لا نور یی کمولی، نو د پاکستان حکومت امیرنواز محسود ته امر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx