دیني، سیرت او تاریخ

د مدینې د تړون ټولنیز او سیاسي ارزښت «دوهمه برخه»

عزيز الرحمن ناصري

د مدینې تړون چې پورته یې مکمله ژباړه راوړل شویده، د نبوي سیرت هغه تاریخي تړون دی، چې پرته له شک او شبهې څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لخوا لیکل شوی بلل کیدلی شي، او دا ځکه چې د معنی او محتوا له مخې په مطلق ډول د قرانکریم له نص او دلالت یا منطوق او مفهوم سره هیڅ کوم ټکر او تعارض نلري. بلکې کیدلی شي چې ووایو په مکمل ډول سره له قرانکریم څخه اخیستل شوی دی.

هغه څه چې په قرانکریم، د حدیثو  او نبوي سیرت په کتابونو کې راغلي دي، دادي چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی او اسلام وروستي پیغمبر، د ضرورت مطابق، وخت په وخت د مسلمانانو په داخلي موضوعاتو او یا د دوی او غیر مسلمانانو ترمنځ تړونونه او قراردادونه او یا هم یو طرفه لیکنې کړې دي.

او دا ځکه چې قران کریم د خپلو انساني لارښوونو په ترڅ کې یوه مهمه موضوع د تړونونو، قراردادونو او لیکلو سندونو را اخیستې ده، تر څو انسانان په شخصي، ټولنیز، ملي او نړیوال ژوند کې له ستونزو سره مخ نشي، او په آسانۍ سره وکولی شي، د راتلونکو پرمختګونو پر وړاندې پرتې  ستونزې هوارې کړي.

د رسول ا لله صلی الله علیه وسلم د دې لیکنو او تړونونو ترټولو مشهوره نمونه د حدیبیې د صلحې تړون دی، چې په قران کریم کې هم ورته اشاره شویده او د عظیمې فتح په نوم سره نومول شویده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلکې آن د خلفای راشدینو د تړونونو او لیکونو په هکله زموږ دمعلوماتو له مخې غوره لیکنه د هندي عالم دکتور محمد حمیدالله ده، چې د ( مجموعة الوثائق السیاسیة للعهد النبوی والخلافة الراشدة ) ترعنوان لاندې یې په علمي او تحقیقي شکل سره ډیر زیات اسلامي تاریخي سیاسي اسناد راټول کړیدي، او پیل یې د مدینې په تړون سره کړیدی.

دا تړون چې په مکمل او واحد ډول سره د لومړي ځل لپاره ابن اسحاق په المغازي کې او بیا د هغه له لارې ابن هشام پخپل سیرت کې را اخیستی دی، او بیا نورو سیرت پوهانو هم پخپلو کتابونو کې را اخیستی دی، که څه هم په مکمل او واحد ډول سره د حدیثو په کوم کتاب کې ندی راغلی، خو البته چې بعینه د همدغو الفاظو زیاته برخه په ټوټه، ټوټه شکل سره د حدیثو په معتبرو کتابونو کې یو ځای او بل ځای راغلي دي، او که بیخي خبره د تړون د عباراتو څخه د تړون محتوا ته لاړه شي ، نو لکه لومړیو کرښو کې مو چې وویل: د غه تړون چې د لومړي ځل لپاره د دکتورمحمد حمیدالله لخوا په ۴۷مادو[1] وویشل شو، پدې تړون کې هیڅ داسې څه نشته چې د قران کریم او نبوي احادیثو له کوم نص سره په ټکر کې وي، او یا هم د اسلام له اصولو او چوکاټ سره ټکر ولري.

بلکې د دې تړون ترټولو لوی ارزښتناک ټکی دادی چې نه یواځې په اسلامي تاریخ کې، بلکې په مطلق ډول سره په ټول انساني تاریخ کې لومړی سیاسي تړون دی، چې د یوې نوې ټولنې د تاسیس او جوړیدا لپاره وار دمخه ترتیب شوی او لیکل شوی دی.

دا چې څرنګه محمد صلی الله علیه وسلم د مدینې منورې په لومړیو ورځو کې دیته متوجه شو چې باید د نوې مدني ټولنې لپاره، د ټولنې د ټولو ډلو په ګډون په اصطلاح یو ملي سیاسي او حقوقي تړون ولیکي، هغه څه دي چې نن ورځ له ۱۴۰۰ کلونو وروسته ورته هم د غرب او شرق نړیوال سیاستمداران، حقوق پوهان او ټولنپوهان ګوته په غاښ دي.

هو په انساني تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوې ټولنې د تاسیس او تنظیم لپاره د ټولنې د ټولو اوسیدونکو ترمنځ یو قوي سیاسي  اوحقوقي تړون لیکل کیږي، او پدې ډول سره د لومړي ځل لپاره یوه سیاسي او حقوقي یا قانونمنده ټولنه رامنځ ته کیږي. او د دې نړیوال تاریخي ابتکار ویاړ هم د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ترلاسه کوي.

دا تړون له سیاسي اړخه مسلمانو ټولنو او ډلو ټپلو ته دا پیغام رسوي، چې نه یواځې دا چې هیڅکله هم باید په لویو سیاسي او ټولنیزو چارو کې نه پخپله په پټو سترګو روان شي، او نه هم باید له بل چا څخه داسې هیله ولري، او یا ترې داسې ظالمانه غوښتنه وکړي.

بلکې د مسلمانو مشرانو دنده چې د امکان ترحده ټول نالیکلي، عرفي اصول او قوانین لیکلې بڼې ته راواړوي، او د خپلو ټولنو او راتلونکو نسلونو ستونزې په علمي ا حکیمانه ډول سره حل او فصل کړي.

دیته ورڅيرمه د مدینې د تړون یوه بله ځانګړتیا داده چې د یوې نوې قوي ټولنې لپاره یې اساس او بنسټ کیښود، او په ځانګړي ډول سره یې مسلمانان د ټولو ناوړه او بد شګومه عربي دودونو او رواجونو څخه د علم، عقل، پوهې ، منطق، دلیل ، اخلاقو، او اصولي او حقوقي انساني ژوند رڼا ګانو ته راوویستل.

هو! رسول الله صلی الله علیه وسلم وکولی شول، په ډیر زیات تخنیکي ډول سره مسلمانان له خپلو قومي او میراثي بدو فرهنګونو، او ظالمانه دود او دستور څخه راوباسي، د دوي تربګني او نفسي کبر او غرور ته د پای ټکی کیږدي، د دوي کورنۍ بې اتفاقیانې، او داخلي ناروا او بې معنا شخړې له ریشو څخه وچې کړي، او د دوی بدیانې او دښمنیانې په دوستۍ او ورورګلوۍ او مینې محبت سره بدلې کړي، دوی سره متحد، متفق او یوموټی کړي، او د علم، عقل، پوهې ، منطق، دلیل او اخلاقو په ګاڼه سمبال یو نړیوال قوت ترې جوړ کړي، او د یثرب په څیر فقر،غربت، بې کارۍ ، ناپوهۍ ، مرضونو او وباګانو وهلې او لاندې کړې ټولنه یې په ډیر کم وخت کې د مدینې منورې په څیر لوستې، عقلاني، اخلاقي، حقوقي، سیاسي، متحدې ، متفقې، باتهذیبه،له خیر او خیریه فعالیتونو ډکه او پرمختلونکې ټولنې بدله کړه. او هماغه ؤ، چې د حدیبیې له سولې وروسته نور مدینه د عربو او نړیوالو سیاسي قبله وګرځیده،  او ډیر زر د نړیوال اسلامي خلافت د پلازمینې حیثیت ترلاسه کړ.

د مدینې د تړون یوه بله ځانګړتیا داده چې د یوې قوي پرمختلونکې ټولنې لپاره یې داسې پاخه، ریښتیني، علمي ، تخنیکي، سیاسي او ټولنیز بنسټونه او اصول کیښودل، چې تر اوسه پوره یې په نړیواله سطحه بدیل نشته، او کیدلی شي چې هیڅکله پیدا هم نشي، بلکې ریښتیا خو دادي چې آن ننی غربي نړیوال تمدن هم د اڅو سوه کاله په همدغو اصولو او همدغو بنسټونو ولاړ دی، او که لږ زره هم غرب له دې اصولو او بنسټونو څخه اخوا دیخوا شو، نو بیا به نه دا غرب وي او نه به یې دا تمدن.

هو! د مدینې د تړون دا بنسټونه عبارت دي، له: اتحاد، اتفاق، عدالت، بشري حقوق او بشري آزادي، د ظلم مخنیوی، د مظلوم مرسته، سوله او امنیت، د وطن ساتنه او دفاع، ملي مرجعیت، ملي اساسي قانون.

پرته له شکه چې داسې پاخه، ریښتیني، علمي ، تخنیکي، سیاسي او ټولنیز بنسټونه او اصول په یوه ټولنه کې حاکم وي، او له مشر نیولې تر کشر پورې، له اکثریت نیولې تر اقلیت پورې ټول وګړي، ټولې کورنۍ او ټولې ډلې، ټپلې ورته پابندې وي، نو دا به تر ټولو لوړه او غوره ټولنه وي، او بیا په ځانګړي ډول سره دا چې د الله تعالی قانون ته تابع وي، د الله تعالی دین یې منلی وي، د هغه پر رسول، او کتاب یې ایمان راوړی وي، او دا هرڅه نه یواځې دا چې د موقتو دنیوي ګټو او مصلحتونو، یا فایدو او خوندونو لپاره ترسره کوي، بلکې دا هرڅه د ایماني او دیني احساس له مخې او د الله تعالی، د الله تعالی د رسول او د هغه د کتاب د اوامرو د تطبیق او د هغه د رضایت د ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي، او پدې لاره کې نه د ورځې او نه د شپې کومه ستړیا احساسوي، دا نو بیا هغه ټولنه ده چې هم به د دنیا نیکمرغي او سعادت او هم به د اخرت سعادت او نیکمرغي د دوی په برخه وي.

خو آی کاش چې مسلمانو ټولنو له هماغه پیله دغه لوړ او سپیڅلي ټولنیز قوانین او الهي اوامر هضم کړي وای، آی کاش چې د مسلمانو ټولنو مشرانو او کشرانو له ټولو خپلو او پردیو پخوانیو تجربو او د ژوند له ښو او بدو او سختیو او اسانیو څخه عبرت اخیستی وای، یو ځل یې په ریښتیا سره دغه تجربې له نظره تیرې کړې وې، او ښه عمیق او ژور فکر او غور یې پکې کړی وای.

آی کاش چې مسلمانو ټولنو له هماغه پیله دغه لوړ او سپیڅلي ټولنیز قوانین او الهي اوامر پرته له کمي او زیاتي څخه تطبیق کړي وای، او پخپلو ټولنو کې یې د دغو لوړو او سپیڅلو ټولنیزو قوانینو او الهي اوامرو په بنسټیزه کیدلو او پخیدلو، او په یو عام ملي کلتور بدلیدلو باندې کار کړی وای.

آی کاش چې دایې د ځان لپاره سره خطونه ګرځولي وای، او د یو ويښته په اندازه هم ترې وروسته شوي او یا مخکې شوي نه وای.

په هر حال دا چې آن غیر مسلمانان کولی شي، په پورتنیو ټولنیزو اصولو او قوانینو عمل وکړي، خپل ټوټه، ټوټه او جاهلي ټولنه ورباندې راټوله کړي، او نړۍ او نړیوالو ته یو نوی تمدن وروپیژني، نو پرته له شکه چې مسلمانان خو په زرګونو ځله د دې لایق او مستحق دي، بلکې همدایې ایماني او دیني وجیبه ده چې پدغو ټولنیزو قوانینو او الهي اوامرو کې یوځل بیا غور او دقت وکړي، لومړی پرې ځان له سره ښه سیي او کره پوه کړي، په اصطلاح سره ښه یې هضم کړي، او بیا یې په ټولنه کې د بنسټیزه کیدو لپاره کار وکړي.

ترڅو یو ځل بیا وکولی شو، چې خپلو ټولنو ته سوله، سوکالي، اتحاد، اتفاق، مینه، محبت، انصاف او عدالت را وګرځوو، او د ژوند له خوږو څخه یې مستفید کړو.

په ټولنه کې د علم، پوهې، صحت، او اقتصاد د بنسټیزه کولو، ښه کیفیت او تلپاتې پیداکیدلو لپاره کار وکړو.

او پدې ډول سره یو ځل بیا وکولی شو، چې ورو ورو خپله ټولنه د الله تعالی لار او د اسلام دین ریښتینو نجات بښوونکو اصولو ته را وګرځو، او په اصطلاح په یو غشي سره دوه مرغۍ ترلاسه کړو، یعنې هم ثواب او هم خرما.

[1] – محمدحمیدالله ، مجموعة الوثائق السیاسة للعهد النبوي والخلافة الراشدة، دارالنفائس، بیروت لبنان، الطبعة الخامسة، ۱۹۸۵م ص ۵۷…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx