شعـــــرونه

حافظانو ته ډالۍ/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

شه مبارک دې دغه ستره کامیابي حافظه
د زړه له تله در کومه تبریکي حافظه

شه آفرین دې پر والد او استادانو باندې
درسره کړې یې بې حده ده خواري حافظه

دیرش سِپارې دي په سینه کي لکه زړه ساتلي
ستر سعادت دي رب نصیب کړو قراني حافظه

کړې در په سر به په جنـت کي د اعزاز تاجونه
ښکلي ماڼۍ به درته در کړي اللهي حافظه

کړي به شکرونه اې حافظه د الله دربار کي
درته په برخه یې کړه ستره خوشحالي حافظه

د قدمنو لاندي ږدې دي فـرشـتي وزرې
د سپین جبین څه دي نور اورې نوراني خافظه

تپاندزُهاد یم درته ایښې مي باڼه په لار کي
قدم را واخله را روان شه ګلابي حافظه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx