ټولنیزه برخه

زرپارې «لومړۍ برخه»

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمد ګل ريان

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم
د پيل خبرې
له هغې راهيسې چې په ښه او بد پوه شوی يم، کتاب مې هر وخت د سترګو په وړاندې وي او مطالعه مې تر ټولو محبوبه بوختيا ده، د مطالعې موضوع به مې عموماً يوه نه، يوه علمي مسئله وه، خو کله کله به مې له مطالعې څخه د بدل او بل وړ خوند او لذت اخيستلو لپاره تاريخي او ادبي ليکنې هم تر نظر تېرولې.

د مطالعې په وخت کې چې به مې کومه جالبه او له بنده ډکه کيسه يا معلوماتي نکته وليده نو مې راسره ياد داشت کوله، د کتاب په شکل د دې يادداښتونو برابرولو ته مې ډير وخت فرصت ونه موند، خو حواله به مې راسره ليکله او په دې توګه يو ضخيم کتاب راسره تيار شو، چې په غير مطبوعه شکل مې ساتلی دی او وخت په وخت ترې زياته ګټه اخلم.

د کومو واقعاتو او نکاتو ترتيب او ليکلو ته مې چې موقع موندله، د (تراشې) تر عنوان لاندې مې په خپله مياشتنۍ مجله (البلاغ) کې نشرولې.

(تراشې) د البلاغ مياشتنۍ مجلې ځانګړی کالم و، چې تر ډېرې مودې پکې چاپېده، خو چې بوختياوې مې زياتې شوې نو دا لړۍ هم ودرېدله.ل
د البلاغ لوستونکو دا مضامين په ډېر شوق لوستل، نو ځکه مې په کتابي بڼه د خپرولو اراده وکړه، تر څو لوستونکو ته په يو ځای په زړه پورې او ګټور مواد په لاس ورشي.

په همدې موخه زما زوی مولوي محمدعمران اشرف عثماني سَلَّمَهُ الله د (البلاغ) مجلې له پخوانيو ګڼو څخه دا مضامين راټول او په کتابي يې ترتيب کړل. اوس دا ټولګه ستاسې لاسونو کې ده، په دې کې د ترتيب پلټنه ضروري نه ده؛ ځکه چې:

درين کتابِ پريشان نه بيني از ترتيب
عجب مدار که چون حالِ من پريشان است

الله تعای دې دا کتاب د لوستونکو د ګټې وړ کړي، آمين
محمد تقي عثماني عفی عنه
۱۴/جمادی الاولی/۱۴۱۴

نوربيا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx