ټولنیزه برخه

زرپارې«دوهمه برخه»

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمدګل ريان

د نبي عليه السلام د خندا او ټوکو انداز:
ابو امامه رضی الله عنه فرمايي چې نبي عليه السلام تر ټولو زيات خندېدونکی او خوش طبع و، (طبرانی)
او ابوالدرداء رضی الله عنه فرمايي چې نبي عليه السلام به هيڅ خبره له تبسم پرته نه کوله، (مسنداحمد)
خو قهقه (په لوړ آواز خندل) د نبي عليه السلام عادت نه و. جابر بن سمره رضی الله عنه فرمايي چې نبي عليه السلام به هيڅکله بې اختياره نه خندل، بلکې خندا يې «تبسم» وه، (موطاء مالک و طبرانی)
د مُرَّه رضی الله عنه پلار فرمايي چې کله به نبي عليه السلام ته زياته خندا ورغله نو په خوله مبارکه به يې لاس کېښود، (بغوي)
(کنزالعمال ج: ۴ ص: ۲۷)

په جنت کې سپين سرې مېرمنې:
حسن رضی الله عنه فرمايي چې يوه سپين سرې ښځه نبي عليه السلام ته راغله او ويې ويل چې يا رسول الله! دعا راته وکړه چې جنت ته داخله شم، نبي عليه السلام ورته وفرمايل: اې د فلان مورې! جنت ته به هيڅ سپين سرې مېرمن داخله نه شي. ښځې چې دا واورېدل نو ويې ژړل او لاړه.

نبي عليه السلام خلکو ته وويل: هغې ته وواياست چې په داسې سپين سرې حالت به جنت ته نه ځي، بلکې ځوانيږي به او بيا به جنت ته ځي، (شمائل ترمذی ص: ۲۰)

کار ساز ما:
امام رازي رحمه الله د (رَبِّ الْعَالَمِينَ) په تفسير کې د ذوالنون مصري رحمه الله کيسه رانقل کړې ده، چې يوه ورځ د کاليو وينځلو لپاره د نيل سيند ته لاړ، يو تازه پنډ لړم يې وليد چې د ساحل پر لور روان و، کله چې څنډې ته ورسېد نو له اوبو څخه کيشف راووت او د اوبو په سطح يې لامبو وهله، لړم چې کيشف وليد، ټوپ يې کړل او د کيشف پر ملا سپور شو او کيشف د سيند بلې غاړې ته روان شو.

ذوالنون رحمه الله وايي ما زيرپيراني/لنګ وتړلو، اوبو ته کوز شوم او دوی دواړه مې د سيند تر بلې غاړې پورې څارل. د سيند بلې غاړې ته په رسېدو، لړم د کيشف له ملا وچې ته ټوپ کړل او زه هم ورپسې شوم، تر دې چې ومي ليدل د يوې ګڼې ونې سيورې ته يو ځوان پروت او په ژور خوب ويده دی، ما فکر وکړ چې لړم له بلې غاړې د دې ځوان چيچلو لپاره راغلی دی، په همدې سوچ کې وم چې په مار/منګور مې سترګې ولګېدلې، چې سر يې پورته کړی او د ځوان هلک پر لور روان و، مار لا ځوان ته نه و رسېدلی چې لړم ورمخکې شو او له مار سره په جګړه شو، تر هغو چې مار مړ شو او لړم بيرته د سيند غاړې ته ستون شو، چې هلته ورته کيشف منتظر و، د هغه پر ملا سپور شو او بلې غاړې ته ورسېد.

ما چې د دې حيرانونکې واقعې په ليدلو سره لاندې شعر وويلو:
يا راقداً والجليل يحفظه
من کل سوء يکون فی الظلم
کيف تنام العين عن ملک
تأتيه منک فوائد النعم

ځوان زما د غږ په اورېدو راپورته شو او ما ورته ټوله کيسه وکړه، پر ځوان دغې کيسې دومره اثر وکړ چې د لهو و لعب له ژونده يې توبه وکړه او پاتې عمر يې په سياحت تېر کړ، (تفسير کبير و تاريخ اليافعي رحمه الله)
يو فارسي شاعر د ذوالنون مصري رحمه الله د دې شعر مفهوم په څومره ښه طريقه رااخيستی دی:

کارساز ما بساز کار ما
فکر ما در کار ما آزار ما

د طلاق عجيب قسم:
قاضي ابوبکر ابن عربي رحمه الله رانقل کړي چې هغه زمانه کې چې منصور د بغداد خليفه و، د موسی بن عيسی هاشمي په نوم يو سړي خپلې مېرمنې ته د محبت او مينې په اوج کې ويلي و چې: که تر سپوږمۍ زياته ښايسته نه يې نو ته دې په درې طلاقونو طلاقه يې.

ښځه ډېره خپه شوه، پوه شوه چې طلاق يې کړه، نو يې له خاوند سره له مخامخېدو ځان ساتلو. خاوند يې که څه هم دا الفاظ د محبت د غلبې په حال کې ويلي و، خو کله چې په سد شو نو له ده سره هم فکر پيدا شو او ټوله شپه پرې ډېره نا ارامه تېره شوه.

سهار خليفه منصور ته لاړ او کيسه يې ورته بيان کړه، منصور د ښار ټول لوی عالمان او فقهاء راغونډ کړل او د مسئلې په اړه يې وپوښتل، د ډېری فقهاؤو او عالمانو رايه وه چې طلاق واقع شوی دی؛ ځکه چې ښځه يې له سپوږمۍ زياته ښايسته نه ده.

يو فقيه نظر ورکړ چې ښځه يې نه ده پرې طلاق شوې، کله چې وجه ترې وپوښتل شوه، هغه دليل وړاندې کړ چې وجه يې د قرآن کريم دا آيت کريمه دی: (لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ) بې شکه چې انسان مو په ډېر ښکلي صورت (او اعتدال) پيدا کړی دی.

دا ځواب د خليفه منصور ډير خوښ شو او موسی بن عيسی ته يې حال وليږه چې طلاق نه دی واقع شوی، (حياة الحيوان للدميري رحمه الله ج: ۱ ص: ۳۲ لفظ: انسان)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx