ټکنالوژي

فیسبوک ځینې هېوادونو کې سیاسي پوسټونه کموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک اعلان کړی چې په ځینو هېوادونو کې به سیاسي پوسټونه په مرحله وار ډول کم کړي.

د فیسبوک اداره وایي چې روانه اونۍ به په کاناډا، برازیل او اندونیزیا کې، په راتلونکي لنډ وخت کې به په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کاروونکو لپاره سیاسي پوسټونه په مرحله وار ډول کم ښودل کیږي.

د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ تېره میاشت اشاره کړې وه چې غواړي پر ټولنیزو رسیو سیاسي ګرم بحثونه راکم کړي، د نوموړي په وینا چې یو شمېر کاروونکي نه غواړي سیاست او جنګ وګوري یا واوري.

فیسبوک دا ګام داسې مهال پورته کوي چې تېره میاشت په امریکا کې د نوي ولسمشر له ټاکلو وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر کارکوونکو سخت لاریونونه وکړل، او په دې تړاو له ټولنیزو رسنیو ګټه پورته شوه، چې فیسبوک د ډونالډ ټرمپ فیسبوکي حساب د لنډې مودې لپاره تړلی و.

فیسبوک له خپل پلیټ فارم څخه د تاوتریخوالي او له نفرت ډکو موادو په لرې کولو کې پاتې راغلی چې له کبله یې له تېرو څو کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ شوی دی، فیسبوک په دې تړاو په امریکا کې ملیونونه ډالر جریمه شوی هم دی.

پر فیسبوک تل تور لګېدلی چې د ټاکنو پرمهال ځینې سیاسي ځواکونو ته د سیالانو معلومات ورکوي، چې په دې تړاو د امریکا په سنا کې له سختو سوالونو لاندې راغلی دی.

بل لوري ته د فیسبوک اداره وایي چې د عربي اماراتو هېواد له لوري سلګونه چلیدونکي حسابونه، پاڼې او ګروپونه چې فلسطین یې په نښه کاوه تړلي دي.

د فیسبوک په وینا ۲۰۶ فیسبوکي حسابونه، ۱۷۸ پاڼې، ۳ ګروپونه او ۱۴ د انسټاګرام حسابونه مو له منځه وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx