افغانستانسولې اړوند خبرونه

ولسي جرګه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې له پروسې  ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د بودیجې د نه تصویبولو له امله د ولسي جرګې او ارګ تر منځ ستونزې راپيدا شوې دي، د ولسي جرګې غړي وایي، دوی د پخلاینې د عالي شورا رییس  «عبدالله عبدالله» په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د پخلاینې عالي شورا له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي جرګې د مرستیال «میرزا محمد کټوازي» په مشرۍ د ولسي جرګې یو شمېر غړي د عبدالله عبدالله لیدنې ته ورغلي او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی، چې ولسي جرګه د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «پدې لیدنه کې د ولسي جرګې مرستیال میرزا محمد کټوازي او وکیلانو د ملي مصالحې عالي شورا د رییس جلالتماب ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او وه یې ويل، پدې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.»

په دې لیدنه کې عبدالله عبدلله او د ولسي جرګې پلاوي د یادې جرګې او ارګ تر منځ په راپورته شویو ستونزو هم غږېدلي او د ولسي جرګې پلاوي له عبدالله عبدالله غوښتي، چې په دې برخه کې مداخله وکړي او د دولت د دوو «مهمو ارکانو» تر منځ روغه وکړي.

عبدالله عبدالله هم «ملي وحدت» اړین بللی او اندېښنه یې ښودلې چې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ ستونزې «ننګوونکې» دي او باید په تفاهم سره حل شي.

د ولسي جرګې د غړو او عبدالله عبدالله تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د حکومت له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه دوه ځله د ولسي جرګې له لوري رد شوې ده او اوس د دریم ځل لپاره بیا پيشنهاد شوې؛ خو وکیلان وایي، ددوی غوښتنې نه دي منل شوي او ښایي بودیجه بیا ځلې رد شي.

ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې ښيي حکومت وکیلان تر فشار لاندې نیولي او د هغو وکیلانو چې بودیجه یې رد کړې؛ خپلوان يې له دندو منفک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اشغال شوی هیواد او غلامه اداره کی د دولت ، حکومت، شوری، قضی او داسی نور په نامه نهادونه شتون لری د قطعو او یا پربازی غل باچا باچاهی ده ، نومونه یی د لویانو مګر کړنی یی تر ماشومانو ځکه ښته دی چه اشغالګرو همدغه دول نااهله او بی ضمیره د همدی د پاره مقرر کړی وی چه د جنګونو او فساد کچه بورته او دوی په ارامه مظلوم ولس استثمار کړی . دا هر څه چه روان دی نه حکومت بوهیږی نه شوری او نه ع او غ پوهیږی چه دا ستونزه چا او د څه د باره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx