سولې اړوند خبرونه

بایډن:افغانستان څخه د عسکرو را ایستلو په ځای سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» وایي، له افغانستانه د عسکرو د بشپړې انخلاء په ځای سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوي.

جوبایډن چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» ته ورغلی وو هلته یې په خپله وینا کې ویلي « اوس مهال له افغانستان د سرتېرو له ایستلو تېرېږم او پر دیپلوماسي چې د امریکا لومړۍ وسله ده تاکید کوم. نظامي لاره وروستی انتخاب دی او په لومړیو کې باید ونه کارول شي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا د اعلی سرقوماندان په حیث به یې خپله بشپړه هڅه دا وي چې د امریکا د امنیتي برخې له چارواکو سره په ګډه د امریکا له لوري بهرنۍ پیل شوې جګړې چې له اوږدې مودې راپدېخوا دوام لري، پای ته ورسوي.

د بایډن له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی دی او یوازې دوه نیم زره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې دي.

ددې تړون په اساس ټول امریکايي او ناټو عسکر باید د روان میلادي کال د «می میاشتې» تر پایه له افغانستانه ووځي او خپلې نظامي اډې تخلیه کړي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې په بیا، بیا ټینګار کړی وو، چې د دوحې تړون د افغانستان د کړکېچ د هواري او د سولې د تامین یوازینۍ غوره لار ده چې باید د امریکا په ګډون ټول اړخونه ورته ژمن پاتې شي.

ورته مهال کابل حکومت بیا په تکرار سره له امریکا غواړي، چې د دوحې تړون بیا ځلې وارزوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx