نظــر

په روژه کې د کندهار پوليس وتړئ!

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحيمي

د هېواد په سطحه د کرزي په بدنامو نظامیانو کې «سړی» پیدا کول سخته دي، عموماً اوسني لوړپوړي نظامي چارواکي يا شړل شوي کمونيستان دي، یاهم د خپل منځي جګړو مشهور قاتلان؛ مګر په دې سربېره ځينې ځوانکي پکې ډېر ژر تر جنرالۍ ورسېدل.
د کرزي په نظام کې د «جنرالۍ» رتبه د ګیلاس د بېخ ټاپه ده چې هر چاته له هر رنګه په استفادي ور وهل کېدای شي. د همدې پراشوټي جنرالانو په کتار کې د کندهار عبدالرازق چې لا له خولې يې د شودو بوی ځي، هم ولاړ دی.
هغه د کرزي د بلواک رژیم په پرتله خپلو بادارانو ته ډېر منلی دی، او هغوی ته عموماً هغه څوک ډېر ګران وي چې د دوی اهداف د افغان په نامه بې له دې چې کوم ارزښت په پام کې ونیسي پوره کوي. او دهغوی په نورو اهدافو سربېره دا هم یو اهم شعار دی چې: د عیسویت ونه، دمسلمان په وینو خړوبېږي. او دا خړوبول همدا رازقي ډېر په نره کړي دي. هغه تر اوسه د افغانو مسلمانو پرېمانه وينې همدې ونې ته ورشېوه کړې دي.
په کندهار کې د والي واک بېل، د رازق واک بېل، د احمدولي کرزي د لنډه غرو واک بېل او د امریکایانو واک بېل دي، که څه هم په مجموع کې ټول د امریکایانو دګټو لپاره منډې ترړې کوي خو دنوم ادلون بدلون هم یو ډول رواني اغېز لري.
رازق نو په کندهار ـ خصوصاً مرکزـ کې سم د مزار عطاګی دی، د هغه تر لاس لاندې داسې خلک واک چلوي چې هغه هر یو د هرچا د هر ډول تعذیب او آن مرګ واک لري. که يې څوک بیا رازق ته په زاریو ورشي نو هغه پرې دپاکستانیتوب د«کفر» زوروره ټاپه ووهي او سمدستې يې مباح الدم اعلان کړي.
له رسنیو نه څو ورځې پرلپسې د کندهار د عامو وګړو کړيکې په ډېر مشکل خپرېږي مګر بیا هم بشري مدافعان پرې غلي دي. په کندهار کې جالبه داده چې د ازادۍ راډیو د پخواني خبریال دواخان مینه پال په ګډون د ټولو ازادو او دولتي رسنیو خبریالان تر توريالي ویساډېر د رازق چاپلوسي کوي او دهغه بې اجازې دخبر حق نه لري.
له کندهاره ډېرې نادودې د فیسبوک په برکت تر خلکو رسېږي اودا په ډاګه کوي چې د رازق شیطانان په روژه کې هم خلاص ګرځي. څو ورځې وړاندې د کندهار د اتمې حوزې نوي آمر قدرت په کندهار کې مشهور سوداګر عتیق الله انصاري تر مرګه وواهه، د انصاري دا ګناه وه چې د ده پولیسو ته يې باج نه و ورکړی. دا پولیس په ټول کندهار کې پخپلو معاشونو سربېره له دوکاندارانو، موټروانانو او لږ په ساټ وباټ برابر ځوان نه د قلنګ په نامه پیسې ټولوي.
تر دې جالبه يې لا داچې په ښارکې هره ښکلې نجلۍ د دوی حق ده، که په بازارکې يې نجلۍ فرمایش ونه مني او ددوی سترګک په خندا وانه خلي بیا نو کورته پسې ورځي، چې ښه بېلګه يې د پخواني وحشي جاجو له خوا د «مینه انتظار» په کور برید دی. هغې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې څو ځله د جاجو پولیس په دې پسې آن د ښوونځي تر دروازې تللي دي.
که څه هم عامو وګړو ته پولیس یوه خوله دي خو پخپلو کې بیا هڅه کوي چې د هرې پوستې پولیس خپل قومندان ته ډېرباج یاهم دښایسته هلک یانجلۍ ادرس ورکړي. څو ورځې وړاندې د نقیب قريشي په نامه یوه کندهاري مېشتي ازاد خبریال په خپله فیسبوک پاڼه کې ليکلي وو، چې د دوی کورته څېرمه د څلورمې حوزې پولیس د ښوونځي هلکان له ښوونځي راګرځوي او په پوسته کې بداخلاقه خبرې ورته کوي. د دې خبر تفصیل مې په نن ټکی اسیا کې ولوست چې یوه سپین ږېرې د دې ویبپاڼې همکار ته شکایت کړی و، چې له ډاره خپل زامن ښوونځي ته نشي لېږلای ځکه پولیس يې پوستې ته بیا يي او بیا پرې لوڅ فلمونه ګوري.
په کندهار کې د هرې پوستې قومندان په دې هڅه کې دی چې دبلې پوستې تر قومندان ښه «هلک» ځان ته پیدا کړي چې آن په فرض روژه کې د چرسو سګریټ د دوي په اصطلاح «سګريټی» له ځان سره ښکاره وګرځوي.
د رازق « په روژه کې هم خلاص شیطانان» په بازارکې ښکاره وايي چې څوک باید تر دوی بې اجازې موټر یا موټر سایکل مخکې نه کړي. د پخواني جاجو په اړه مشهوره ده چې یوه ځوان په ناپامۍ کې ترې موټر سایکل مخکې کړ، هغه د کلاشنکوف کید ورته وواهه او زوروره نعره يې برې وکړه، دموټر سایکل ځوان يې دې ته مجبور کړ چې د موټرسایکل ګرم سلنسر پرې ښکل کړي.
که څه هم له رازقه یا يې له لارویانو ګیله د وخت ضایع کېدل بولم، خو حیران دې ته يم چې په روژه کې باید دغه شیطانان یوه قدرت تړلي وای، ترڅو مسلمانانو روژه سمه تېره کړې وای.
دکندهار یوه سپین ږيري دوکاندار په ساړه اسویلي وویل چې هر مازیګر زه ستړی ستومانه یم، چې پولیس راشي، د روژه مات په نامه ډېر خوارکي توکي سره ورټول کړي، پخپله مخه روان شي، که د پیسو غږ پرې وکړي، نو وايي چې زه ستا د پلار نوکر يم چې په ښار کې امنیت درته نیسم، دومره حق مې هم نه کېږي؟؟؟
په داسې حال کې چې د کرزي د بلواکه په پیسو سپرې ادارې له لوري ورته ټاکلي معاشونه ورکول کېږي. نو که څوک د رازق د انسانیت ادعا کوي دغه هیله دې ور ورسوي:
«په روژه کې دې د ځان په شمول واړه شیطانان هم وتړه!»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوعمر

ډاکټر صاحب الله دی پر دی لیکنه ډیر اجرونه درکړی. تاسو ډیر ښی لیکنی کوی.

حقیقت دی چی د قومندان رازق ظلمونو در حد ډیرسوی دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x