روغتیا

سعودي کرونا: د مؤذن له مړه کېدو وروسته لس نور جوماتونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په سعودي کې د چهارشنبې په ورځ د کرونا وبا خپریدو له ویرې د ټاکلې مودې لپاره لس نور مسجدونه تړل شوي دي.

د سعودي د اسلامي چارو مسئولینو د ټویټر له لارې ویلي، وروسته له هغې مو چې په جوماتونو کې ۱۸ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او یو مؤذن په الدواسیر سیمه کې (پلازمینې ریاض سویل ته ۶۵۰ کیلو متره لیرې) د کرونا وبا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی، لس جوماتونه د ټاکلې مودې لپاره تړلي دي.

د اسلامي چارو مسئولینو زیاته کړې، د یادو مسجدونو په تړلو سره په تېرو دریو ورځو کې د ټولو تړونکو جوماتونو شمېر په سعودي کې ۳۲ ته ورسېد، خو له دوا پاشۍ او لمونځ کونکو له روغتیا څیړلو وروسته ۱۳ جوماتونه بیرته پرانیستل شوي دي.

تېره یکشنبه په سعودي عربستان کې د روغتیا او امنیت چارواکو خبرداری ورکړی و چې د کرونا قضیو کچه یو وار بیا لوړه شوې او د اړتیا په صورت کې به ګرځبندیز پلي شي.

په سعودي کې د کرونا پېښو زیاتوالي سره د راتلونکې کال حج پر ادا کولو یو وار بیا د بندیز ویره څرګنده شوې ده، د سعودي چارواکي وایي که حالات دغسې روان وي ممکن تر دې زیات بندیزونه ولګول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx