افغانستان

کابل او اسلام اباد د سوداګرۍ نوی «اپټا» تړون لاسليکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د نړيوالو اصولو له مخې د اپټا نوی تړون لاسليکوي او په دې اړه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان او پاکستان د اپټا سوداګریز تړون لاسليک کړی و، خو افغان لوري پرې نيوکې درلودې او ويل يې، چې پاکستان له دې تړونه په يو اړخیزه توګه ګټه پورته کوي او د افغانستان ګټې په کې تر ډېره نه دي خوندي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اپټا تړون قانوني موده تر راتلونکې اونۍ ختميږي او د پاکستان د فدرالي حکومت د وزيرانو شورا دغه تړون د دريو مياشتو لپاره غځولی دی.

افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان «WTO» غړيتوب تر لاسه کړی او اوس وايي، چې د اپټا نوی تړون بايد د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې لاسلیک شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي وايي، دوی له تېرو څلورو کلونو راهيسې له پاکستانه غوښتنه کوله، چې د اپټا نوی تړون بايد د سوداګرۍ نړيوالې ټولنې د اصولو له مخې لاسليک شي، خو پاکستان ورسره نه منله او بالاخره له اوږدو بحثونو او هڅو وروسته پاکستان له دوی سره منلې، چې د اپټا نوی تړون به د سوداګرۍ نړيوالو اصولو په رڼا کې لاسليکيږي.

افغان سوداګر غواړي، چې د پاکستان له لارې له هند سره ازاده سوداګري ولري، خو نيوکې کوي، چې پاکستان هند ته د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، په تېرو وختونو کې پاکستان له دې تړونه په يو اړخيزه توګه ګټه پورته کړې او که د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو له مخې د اپټا نوی تړون لاسلیک شي، نو افغان سوداګر به وکولی شي، چې د پاکستان له لارې له هند سره ازاده سوداګري وکولی شي.

ښاغلي الکوزي ويلي، په اپټا تړون کې تخنيکي ستونزې او د پاکستان له لوري تکراري سرغړونې د دې لامل شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې ميلياردو ډالرو سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ته راښکته شي او هيله يې ښوولې، چې د اپټا نوي تړون له مخې به دواړه لوري د اصولو له مخې چلند کوي او دواړه لوري به ترې مناسبه ګټه پورته کړي.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د سوداګريزو جنجالونو له امله سوداګرو او بار وړونکو موټرو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

د د دواړو هېوادونو د بار وړنکو موټرو اتحاديې د افغانستان او پاکستان له چارواکو غواړي، چې د سياست له امله دې سوداګريز جنجالونه نه رامنځته کوي او شته ستونزې بايد له سياسته لرې د ځمکنيو واقعتونو له مخې حل و فصل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx