افغانستان

امرالله صالح: ښایي ټکسي چلوونکو ته د سوارلیو د تلاشي کولو امر وکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په کابل ښار کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او هره ورځ دولتي چارواکي کارمندان د هدفي وژنو ښکار ګرځي، د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، حالت عادي نه دی او ښایي حکومت مجبور شي، چې ټکسي چلوونکو ته د سوارلۍ د تلاشي کولو امر ورکړي.

صالح چې له تېرو څه باندې دریو میاشتو راپدېخوا د کابل د امنیت مسئول هم ټاکل شوی دی، د  شپږ نیمو بجو د امنیتي جلسې په نننۍ ناسته کې يې ویلي، چې په کابل کې وضعیت عادي نه دی او ښایي له امله یې امر وشي، چې ټکسي چلوونکي وړاندې تر دې چې سورلي پورته کړی، لومړی باید ترې تلاشي واخلي او یا اقلا د سورلۍ تر کښته کېدو وروسته د خپل موټر سيټونه او نورې برخې په ځانګړي پام تلاشي کړي.

د نوموړي په خبره، په نورو هیوادونو کې هم حکومت د قیودانو او بندیزونو په لګولو سره د «جرمونو» کچه راټيټوي.

صالح چې د کابل لپاره د مؤقت امنیه قوماندان په حیث ټاکل شوی، پورتنۍ څرګندونې یې داسې مهال دي، چې د کابل امنیتي وضعیت په دې وروستیو میاشتو کې په بې ساري ډول خراب شوی او صالح تورنېږي، چې د کابل د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی.

همدا تېره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې پنځه چاودنې وشوې، چې ل امله یې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د  امر په ګډون لس تنه مړه او ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx