
ټويټر: که ټرمپ بيا ولسمشر شي هم د ټويټر کارولو اجازه نه ورکوو
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د ټولنيزو رسنيو مشهوره شبکه ټويټر وايي که د امريکا پخوانی ولسمشر يو وار بيا د دغه هېواد ولسمشر او يا پر بله دنده وګمارل شي هم به د ټويټر کارولو اجازه ورنکړي.
د ټويټر مالي مشر نيډ سيګال د CNBC تلويزون سره د مرکې پرمهال وويل، «زموږ د پاليسۍ له مخې که پر يو کس د سرغړونې په تور بنديز ولګېد هغه بنديز به د تل لپاره وي، هغه که نظر ورکونکی، پخوانی او يا هم اوسنی چارواکی وي».
پر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې ټويټر بنديز ولګاوه چې په جنوري مياشت کې د نوموړي پلويانو د امريکا ولسمشرۍ ټاکنې له مراسمو وړاندې پر کانګرس ماڼۍ بريد وکړ.
ټرمپ د ياد بريد پرمهال خپلو پلويانو ته پر امر کولو او د جدي تاوتريخوالي لامل ګڼل شوی، چې اوسمهال يې د امريکا سنا د استيضاح پريکړه هم کړې ده.
نيډ نيګال وايي، «زموږ له لوري پاليسي ددې لپاره وضع شوې چې کاروونکي د تاوتريخوالي څخه د مخنيوي ډاډ ترلاسه کړي، خو که کوم څوک داسې کوي موږ يې له خپلو خدمتونو محروموو او زموږ تګلاره دېته اجازه نه ورکوي چې بېرته راشي».
ټرمپ د خپل کمپاين او د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې پر ټويټر يو له زياتو فعالو ولسمشرانو څخه و چې څو څو واره له سختو نيوکو او د ټويټر له لوري له بنديزونو سره مخ شوی دی.
ټويټر په داسې حال کې د ډونالډ ټرمپ حساب په بشپړ ډول وتړه چې له ۸۰ مليونو زيات پلويان يې درلودل.