نړۍ

بايډن: ټولې بهرنۍ جګړې له سوله‌ييزې لارې په مسؤولانه ډول پای ته رسوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، له هېواده بهر ټولې جګړې به له سوله‌ييزې لارې په مسؤولانه ډول پای ته ورسوي.

جو بايډن د دفاع وزارت «پنټاګون» په ودانۍ کې له دفاع وزير لايډ اسټن سره ګډې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې زور کارول بايد وروستی ګام وي، نه لومړی او بايد د امريکا ټولې بهرنۍ جګړې په مسؤولانه ډوله پای ته ورسيږي.

بايډن په ښکاره د افغانستان نوم نه دی اخيستی، خو زياته کړې يې ده، چې ټولې جګړې به پای ته رسوي، خو دوی لپاره دا ضمانت اړین دی، چې ترهګري به تر دې وروسته د امريکا ولس ته ګواښ نه پېښوي.

ولسمشر بايډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې  د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د دې تړون له مخې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ديارلس زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته کړی او د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې بايد ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

د بايډن ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه ده اعلان کړې او نه يې هم تر اوسه د افغانستان په موضوع خبرې کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن ویلي، دوی له طالبانو سره د شوي تړون اروزنه کوي او وروسته به يې په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.

د جګړو مسؤولانه پای ته رسول څه معنا؟

د چارو کارپوهان له تېرې اوږدې مودې راهيسې له امريکا غواړي، چې د افغانستان جګړه په مسؤولانه ډول پای ته ورسوي او د خپلو ځواکونو له ويستلو وروسته بايد افغانستان کې د جګړې ټول لاملونه له منځه ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx