لیکنېنظــر

ارګ امریکا ته اوږدمهاله موخې ټاکي

عبدالغفار سربڼ

ایا امریکا غواړي افغانستان کې نظامي شتون ته دوام ورکړي؟

ځينې اجیر افغانان او دوه درې جګړه مار خو مغلوب امریکایي جنرالان لکه ماک ماستر په ډیر شور او زوږ  چې لا د شل کاله مخکې خیالاتو کې غرق دي دا چیغې وهي چې امریکا او ناټو باید هغه نظامي لاس ته راوړنې او هډې چې په خورا لوړ قیمت یې تر لاسه کړی مفته په افغانستان کې له لاسه ورنکړي او دلته شتون ته دوام ورکړي خصوصاً چې چین، روسیه او ایران نن سبا د مخالفت طاقت او د وېش دعوه هم لري.

ددغې فرضيې پر بنا دوی په خپلو کوپړیو کې د ناټو او امريکې لپاره استراتیژیکې موخې ټاکي او بیا ځانته په  هغه کې ځای لټوي.

تازه د دوی دا اټکلونه او حدسیات کله د محب نومي له خوا کله د غني او د هغه د کور ودانې له خوا او بیا د صالح او دانش او د ویاندویانو له خولې اوریدل کیږي.

دوه ورځې مخکې د ګواکې یو اکاډمیک لکچر په ترڅ کې شخصا غني د پوهنتون د استادۍ په یاد او شاید د اخري ځل له پاره په کابل پوهنتون کې همدا دریځ له اوله تر پایه تشریح کاوه، خو نه دی پری سم پوهیده او نه هم ناست بیخبره پوهان.

ځکه ددۀ خبرې د تیرې پېړۍ پر استخباراتي اطلاعاتو استوارې وې او ناست کسان له هغو نه بې خبره وو، خو ددۀ ټول بیان  یو احتمالي بین المللي او منطقوي انځور په لاس ورکاوه او له افغانستان او له بین الافغاني تعامل او سولې سره یې محدود او ناچیز تړاو درلود.

خیر دغه لکچر  په ارزونې نه ارزي، همدارنګه صالح بیا بیا امریکایان لکه شل کله مخکې دوی پاتې کېدو او جګړې ته هڅوي او د امریکا د سیاست اصلاح کول غواړي او د هغه تړون چې د امارت اسلامي او امریکا په مینځ کې په دوحه کې لاسلیک شوی د اجراء مخه ونیسي.

دانش دوهم مرستیال هم همدا تلاش کوي، زما قصد دلته دادی چې د یو نامتو  امریکایي کارپوه جورج فریدمن تحلیل ته چې د روانې ۲۱ پيړۍ د ستراتیژیکو او اوږد مهالو موخو په هکله یې کړي او افغانستان ته یې هم اشاره په کې کړې د وطنوالو توجه واړوم.

ددۀ د تحليل ویډیو په انګریزي ژبه په يوټيوب کې شته. ددې له پاره چې دده د تحلیل اصلي مقاصد په وضاحت وړاندې شی زه هغه جلا جلا لیکم.

اول: امریکا باید خپل رول د اقتصادي طاقت په توګه حفظ او لا قوي کړي.
دوهم: نظامي قوت باید د اقتصادي طاقت د پياوړتیا له پاره په کار واچول شي.

دریم: دا خیال چې اروپا سره د یوه خپلواک او یو موټي قوت په څېر معامله وشي باید هېر کړو ځکه دا هیوادونه له یو بل نه ډیر توپیر لري.
اتحادیې سره نه بلکه هیوادو سره باید اړیکې دوام وکړي.

څلورم:اصلی خبره، روسیه او جرمني باید په هیڅ حالت کې دومره سره نږدې نه شي چې امریکا ته خطر وګرځي.
جرمني تکنالوژي او تخنیک او روسي نه ختمیدونکی اومه او انرژي مواد که سره یو ځای شي دا طاقت به امریکا او چین او ټوله نړۍ ته ګواښ وګرځي.
سل کاله دا کوښښ روان و چې دا دوه قوتونه له یو بل نه لرې وساتل شي، که اوس دا تلاش ودرول شي لومړنی بایلونکی به امریکا وي.

د افغانستان او عراق او یوولسم د سپتامبر او بوش په هکله لکه ټول امریکایان دروغ ډیر وایي خو د امریکا د پاتې کېدو په هکله عقلي خبرې کوي.

پنځم: امریکا یوه امپراطوري ده، نو امپراطوري که وغواړي خپل قلمرو ټول په خپلو عسکرو وساتي نو حتماً له سقوط سره مخ کیږي.

امریکا چې کله پر افغانستان یرغل وکړ باید پس له دې چې القاعده یې وځپله افغانستان کې پاتې شوي نه وای.
دا زمونږ حماقت او طفلانه عمل و، د اطفالو عادت وي چې له ژوبلیدو سره هر شی زده کوي. ویتنام کې هم او عراق کې هم.

بیا یو ساده حساب وړاندې کوي چې عراق کې امریکا ۱۳۵ زره عسکر درلوده خو نفوس د عراق ۳۵ ميلیونه او ټول که مخالف نه و نو زمونږ د شتون موافق هم نه و، نو انډول او تناسب:
۱۳۵۰۰۰/۳۵۰۰۰۰۰۰=۲۵۹

(یو امریکایي عسکر له ۲۶۰ عراقي اتباعو سره مخ و.

دا شتون به تر کله او په کوم مصرف او لګښت دوام وکولای شي.
بیا دې دا لاندې شیطاني او انګریزي  تدبیر د وړاندیز په توګه څرګندوي.

امریکا نه دومره عسکر لري او نه هم دومره پيسې چې د زبر ځواک په توګه یې هر یاغي او باغي پسې او هر مخالف هیواد ته واستوي او بیا یې هلته په لوړ لګښت میشت کړي، څه باید وکړي:

هوښیارو امپراطوریانو په کم لګښت خپل ګوډاګي او پلویان په ډیرو لرې استراتیژیکو سیمو کې پر واک کښینولي دي، ځکه خپل عسکر یې دومره نه وو، هلته تل د خلکو په مینځ کې اختلافات موجود وي حتی ورور د ورور دښمن وي، د پيسو او قدرت لپاره دا اختلافات باید وپيژندل شي او د امریکې په ګټه مدیریت شي.

دی د روم د امپراطورۍ مثالونه ورکوي، دی وایي انګریزانو به هندوستان کې ښارونه ونیول، بیا به یې دوه ورونه له یو بل سره یا مسلمان له هندو سره جنګول او دواړو ته به یې پيسې او وسلې ورکولې.
بیا د ریګن کارنامه تشریح کوي چې د عراق او ایران جګړې کې یې دواړو خواو ته  وسلې او مالي امداد رساوه. دی اقرار کوي چې دا غیر اخلاقي کار دی خو ثمرناک دی.

دده له لکچر نه دا جوتيږي چې دی تلویحا افغانستان او عراق کې استیلا یوه اشتباه ګڼي. والله الاعلم.

زما دا هیله ده چې زمونږ افغان ورونه مخکې له دې چې د غرب د اجیرانو په جعلي او خیالي تحلیلونو باور کوي خپله تحقیق وکړي.

دوی غوښتل چې دلته هم داسې یو مزدور او ګوډاګی پر تخت کښېنوي او خپله خپلې قواوې وباسي خو د یوه مزدور فوج په مټو په لګ لګښت افغانستان خپل په ګټه تر حد اقل پنځوسو کلو وڅرخوي.

په همدې موخې یې هغه بدنامه استراتیژیک تړون له غني سره لاسلیک کړ، خپل ټول عسکري، مالي او دیپلوماتیک زور یې وواهه خو افغانستان داسې یوه طعمه او ګوله نه ده چې د چا په ستوني کې بنده نه شي. که بیا کومه ماجرا جويي ترسره نه کړي نو داسې نه ښکاري چې پوځونه پاتې شي.

خلاصه:
غني او رنګارنګ شریکان یې له ۲۰۱۲کال نه په پټه  دا ماموریت درلود چې د ناټو، امریکا عسکر د محاربې له صف نه لرې او افغانستان لپاره یو سرکوبګر فوج د ناټو او امریکا  په پیسو جوړ کړي چې فقط طالب ووژني او داخلي مصرف ولري.
حتی یو کاري ډز هم پر پاکستاني او ایراني یرغلګر پوځ ونه کړي.

پس له دې چې دا پوځ جوړ شو هر هغه سیاسي ډله چې له غربي لیبرال حاکمیت سره مخالفت کوي که جهادي وي یا ملکي خنثی او عقیم شي.

حکمتیار سره روغه جوړه د بېلګې په توګه، دلته باید داسې دموکراسي او جمهوریت پلی شي چې جنګي جنایتکاران، خلقیان، پرچمیان، شعله یان، سازا یان، قوم پالونکي د زمردو، لاجوردو، د بیا جوړونې د پيسو د غلو د همجنس بازانو د بدکاره ښځو د مرتدانو د کیسه برانو او اوباشانو له پاره کامله ازادي وي او دوی ټول قضایي مصئونیت تر لاسه کړي او په لوړ سر هم په انتخاباتو کې رایې ورکړي او هم وکیل، وزیر او والي او ولسمشر انتخاب شي.

فقط یوه ډله به چې له لیبرال دموکراسۍ سره مخالفه ده، د ترهګر او افراطي په تور له هر څه محرومه وي.

باقي نور د يوه كلوب په مینځ کې په سیاسي او تجارتي لوبو اخته وي. د جګړو  مجرمین د کودتا فني ماهران فرصت طلب کیڼ او ښی لاسي سیاسیون له غرب نه راغلي تکنوکراتان د لوبو ګډونوال خو مظلوم خلک د لوبو کتونکي دي.

ددغه ټولو لوبو مدیریت ظاهراً نابغه غني ته ورسپارل شوی و، خو اصلي مدیران د غربي سفارتونو په دننه کې ناست وو چې دی او هغوی په دغه ماموریت کی په ډیره رسوایي ناکامه شول.

نو ځکه د دوی باداران له يوې خوا په خپله ناکامۍ خواشیني دي او له بلې خوا دوی ته په غوصه دي.

امریکا مجبوره شوه چې له خپلو ادعاوو او دا چې دلته لاس پوڅي ګوډاګي ولري په شا شي او د ملت او دولت جوړونې او یو لیبرال دموکرات افغانستان خوب په سمندر کې لاهو کړي او د دوحې تړون د عسکرو د وتلو تړون چې دوی لا په ۲۰۰۹ کې یې د کمولو هوډ درلود لاسلیک کړي.

کابل اداره لاهم د تیرې پیړۍ په خوبونو کې ډوبه ده چې کله به بیداره شي معلوم نه ده.

د افغانستان خپلواکۍ ته متعهد اشخاص په دې پوهیږي چې فقط د دوحې د تړون د پوره عملي کولو په نتیجه کې دغه څلوېښت کلنه ناورین پای ته رسیدلی شی او یو موټی، خپلواک او ناپييلی افغانستان بقا لرلی شي.
هر بل انتخاب او هر بل خیال باطل ګمان دی او د تاوتریخوالي او بحران دوام دی، د ارګ او شریکانو ګټې په بحران کې نغښتي دي او د افغانستان د جګړه ځپلي ولس ګټې د دوحې د تړون  په تطبیق کې دي.

والسلام علی من التبع الهدی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

والله أعلم …………………………………… والسلام علی من ابتع الهدی. سربڼ صاحب که عربی باندې نه پوهېدې نو دري یا پښتو به دې لیکله وه نو ډېره به ښه وه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx