نظــر

ولې د برما په بودایي پوځ امریکایي بندیزونه!؟

جواد احمدي

ویل کیږي چې د امریکا په مشري کفري نړۍ د مسلمانو ملتونو پر ضد یو موټی شوې او په ډول ډول استبدادي کړنو یې د ویش هڅه کوي، خو په دې وروستیو کې د چین روسیې، وینزویلا او شمالي کوریا سره د امریکا د تربګنۍ اړیکو سربیره له یوه داسې هیواد سره هم په یوه عادي مسئله اړیکې خړې پړې شوې، چې څه موده وړاندې یې له یوې مخې مسلمانان وځپل، د هغوی د وژلو او شکنجو تر څنګ یې آن هغوی په سخت ترینه سزا چې اورونو کې سوځول وه، هم ورسول؛ خو بالأخره کله چې دغه هیواد کې ټولټاکنې ترسره او واکمن د”آن سان سوچي”ګوند د درغلیو په مټ ټاکنې وګټلې، پوځ یې پر وړاندې ودرید، درغلګر یې زندانونو ته واچول او د هیواد واک یې په لاس کې واخیست.
خو په غیر مترقبه توګه ددې پرځای چې امریکا د عدالت ملاتړ وکړي، د مفسدې”آن سان سوچي”، ملاتړ یې وکړ او دغه هیواد یې په سختو بندیزونو وګواښلو.

میرمن آن سان سوچي تیرو کلونو کې بندیوانه وه، هغې د سولې د نوبل جایزه هم ګټلې وه او د مسلمانو لګکیو ملاتړې هم وه، خو کله چې آزاده شوه، واک ته له رسیدو سره سم یې، د هغوی د ځپلو ملاتړ وکړ.

ولې غرب د برما پرضد راپورته شو؟
شنونکي وایي، لویدیځه مافیا هڅه کوي ټوله نړۍ کې د استبدادي رژیمونو په رامنځته کولو او د بې کفایته چارواکو په واک ته رسولو سره، نورو هیوادونو کې خپله بقاء او ګټې خوندي کړي، چې همدا سناریو په افغانستان کې هم له تیرو شلو کلونو راهیسې تکراریږي.

د بیلګې په توګه؛ په داسې حال کې چې د افغانستان غوڅ اکثریت خلک ټاکنو کې ګډون نه کوي، ولسمشر یې په ۹۰۰زره تقلبي رایو، جمهور رئیس اعلانیږي او هغه هم نړیوال مشروعیت ترلاسه کوي؛ جوته ده چې دلته قانون نه؛ د نړیوالې مافیا غوراوی مهم دی.

د برما پوځ هم پر همدې منوال دی، که څه هم پوځ او حکومت یې په عقیدوي لحاظ د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو متحدین دي، خو په سیاسي لحاظ بیا د شمالي کوریا او وینزویلا په څیر یو څه ځان مستقل بولي، چې له همدې کبله امریکا نه غواړي خپلواکي غوښتونکی فکر په کې د واک سنبول شي او هڅه کوي، تر خپل وزر لاندې یې راولي.

د آن سان سوچي په نوم یوې عادي میرمنې ته د نوبل نړیوالې جایزې ورکول او تر بندي کیدو وروسته بیا هغه د واک ګدۍ ته رسول او بیا په داسې حال کې چې انتخابات یې بایللي وه، پر بريا یې د غرب ټینګار، جوتوي چې غرب د مختلفو سوژو له لارې غواړي په نړۍ کې د خپلو روزل شویو څیرو په مټ خپل مخفیانه او ظاهري استبداد ته دوام ورکړي.

هغوی ته د اتومي وسلو پراختیا او د مسلمانانو روزمره عبادات دومره د اندیښنې وړ نه دي، څومره چې د یوه هیواد د خپلواکي او یا هم د مسلمانو ډلو لخوا دجهادي بهیر ځواکمنتیا یې دردوي.

که پر اتوم بم وای، پاکستان یې باید اوس له منځه وړی وای، که په اقتصادي وده وای کویټ، امارات، جنوبي کوریا او… یې باید مرعوب او مرهوب کړي وای او که په اسلامي عباداتو وای، اوس یې باید د مکې مکرمې او مدینې منورې سره پړاو اچولای وای.

خو دا هرڅه ځکه نه کوي، چې د یادو هیوادونو په اقتصادي کندو یې خیټه اچولې، واکمنان یې د غلامانو په څیر ویرولي او د امریکا له مشورې/اجازې پرته، له هیچا سره خپلسرې معامله نه شي کولای.

په عین حال کې امریکا د افغان مسلمان ولس سره بیا د خپلواکي غوښتنې له امله دښمني اعلان کړې، د وینزویلا رژیم تهدیدوي، شمالي کوریا یې ټولې نړۍ ته د ډار ویروس ور پیژندلی او اوس یې د برما له بودایي پوځ سره د هغوی د خپلسرو پریکړو چې د یاد هیواد کورنۍ چارې دي، را اخیستې ده.

چین ته تایوان پورته پورته کوي اوروسیه د کریمیا د لاندې کولو له امله ګواښي؛ خو خپله د نړۍ پر هیوادونو ظالمانه او اشغالګرانه بریدونه نه ویني، د سوریې، عراق او افغانستان وګړي د خپل حضور د مخالفت له امله شپه او ورځ بمباروي او په کوردننه پراخو اختلافاتو، د دیموکراسي پر کور “کانګریس ودانۍ”پربرید او پراخ اخلاقي فساد باندې سترګې پټوي او خپلو مستبدو کړنو ته دوام ورکوي.

له دې ټولو جوتیږي، چې دلته نه امریکایي حاکم او نه هم نورې څیرې د څه کولو وړتیا لري، بلکې یوه پسولل شوې کړۍ ده چې ریښې یې له بریتانیې نیولې بیا د سپینې ماڼۍ او د تلابیب تر کوڅو رسیږي او په ګډه پر نړۍ د واک تصامیم طرحه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx