شعـــــرونه

د سکندر درې غوښتنې/ اسدالله بلهار جلالزی

اسدالله بلهار جلالزی

مقدوني ټولواک چې پریوت په بستر
ورمعلومه د فلک لوبه شوه ژر

راطلب يي کړ له هر لوري لښکر
افسران او جنرالان واړه عسکر

ویل يي پوه یم سر زما به اوچت نه شي
رنځ زیات زیات نن کړوي زما بشر

رانږدې مې ځنکدن دی زما یارانو
ځم له تاسو نن یوازې په سفر

نن زما له تاسو شته یو څو غوښتنې
درنه نه غواړم ملکونه لر او بر

تمه نه کړم  له جګړنو له سوبمنو
چې په وینو باندې سور کاندې ډګر

نه هم غواړم د دښمنو نور سرونه
نه هم بویه نور په وینو سور خنجر

دا لښکر او دغه ټوله شتمني زما
له دې وروسته یې زه نه وینم اثر

که مې لاندې کړه ملکونه په سلګونه
که مې واک لا ډیراوه په بحر و بر

که مې جوړ کړل منارونه د ککرو
که مې وران کړ د دښمن مضبوط سنګر

که  مې مېندې په زرګونو کړلې بورې
يا به جوړ وو زموږ له لوري سم محشر

چې شوې پورته دوړې زمونږه د اسونو
یا روان به وو په وړاندې زموږ ټبر

زه به خوښ وم او په تاسو نازیدمه
په مستۍ مستۍ به شومه لاغاور

که راټولې مې کړې ډیرې خزانې هم
الماسونه رنګا رنګ غمي سره زر

خو اوس تاسو ته زارۍ کوم یارانو
پس له مړینې مې زما واورئ دا خبر

په ژړا ژړا يې راغی تر بستره
يو جنرال ورته چې ډیر و زړور

وې فرمان د ستا منم په دواړو سترګو
ور به کړمه ستا له پاره ساه او سر

راته وایه زموږ مشره زموږ رهبره
چې غوښتنې درته پوره کړمه دا ژر

سکندر وې چې روح وځي زما له تنه
يو تابوت راته تیار کړئ برابر

بیامې ورکړئ جنازه د هغو په ولیو
چې رنځپوه دی یا طبیب دی یا ډاکتر

بله دا چې هدیرې ته تللي لاره
کړ يې فرش په قیمتي کاڼو او زر

بل هم لاس به مې راباسئ له تابوته
چې ولس ته ورښکاره وي لکه لمر

دې غوښتنو د سکندر حیران لښکر کړ
وې يي څه غواړې زموږ سالار زموږ رهبر

جنرال چېغې کړې په دې کې حکمت څه دی؟
ای واکمنه له دې راز مې کړه خبر

سکندر وې غواړم پوهه زما ولس کړم
چې عبرت شي ورته پاته سراسر

یو خو دا چې څه ونه کاندي حبیب
څه به وکړي خوار طبیب او یا ډاکتر

دوهم دا چې که هرڅومره هم مال ډیر شي
يو ذره هم ګور ته نشي وړای بشر

دریم دا چې تش لاس راغلم تش لاس لاړم
که مې حکم چلیده په لر او بر

سکندر په ډکو سترګو ورته وويل
قبر زما دې هم ویجاړ وي کنډ کپر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx