شعـــــرونه

د لمر تر سیوري لاندې چې رڼا اخلي سپوږمۍ ده/ وفا

غاور وفا

د لمر تر سیوري لاندې چې رڼا اخلي سپوږمۍ ده
وطن ته چې ښکلا بښي معصومه ازادۍ ده

ودان کړه د زړګي د چاپيریال وران دیوالونه
فرش کړي مي په لاره د لمدو سترګو ګیډۍ ده

د غره په شنه لمنه کې تر سترګو سترګو کیږي
څيره يې د طالب ده په سرکړي يي بګړۍ ده

د ناز پيغلې قیصې دي بیا د ننګ له څلي وکړه
کمڅو کې مې در ایښي د نسیم د بڼ غوټۍ ده

ور پوره کړه د ولس دي له قرنونو ارمانونه
تیر بند وریښمینو زلفو کي ټومبلي خپلواکۍ ده

د شپو په لویه لاره د سهار ترکلي لاړي
له ستورو څخه جوړه مې پر دښته کي کیږدۍ ده

په ورانو دیوالونو که ګذر وکړي غاویره
په دې ړنګ لوټي کلي کې زیارت د ملالۍ ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx