لیکنېنظــر

د دوحې تړون ماتې ته ناست ياران

شفيع اعظم اورياخېل

زه یې وينم ډیر ځوانان چې ځانونه لوستي بولي د دوحې تړون ماتې ته په دوه پنجو ناست دي.

دوی د هغه چا په ټالونو زانګي چې کابل امنيت ټينګښت لپاره یې ټول عقل ټکسي وان ته د سورليو تالاشي حکم کول دي.
دا خلک نه پوهېږي چې طا لبان زرګونه سر پرېکړي جنګيالي لري. يواځې دوحې تړون او سياسي حل کولای شي دا سور اور مهار او په داسې بڼه کنټرول کړي چې سېځلو پر ځای ترې بېرته د امن، وطن او ملي ارزښتونو نه دفاع لار کې کار واخيستل شي.

د دوحې تړون که ماتېږي يا سياسي حل لار لار نه ورکوي نو دومره ککرۍ به وشیندل شي چې د کابل او نورو ښارونو واټونو کې به د تېرېدو لار نه موندل کېږي.

هغوی چې د جنګ نغارې ډنګوي بيا نه بهرني تابعیتونه لري او نه هم زرهي موټرې او نه هم له کور او دفتره سمنټي ديوالونه.
دا ځل نه پاکستان ته د هجرت لار شته، نه تهران ته د ورتګ سترګې او نه هم يورپ ته د مسافرت پيسې.

په پوره ډاډ وايم چې طا لب جنګيالي تر ټولو زيات د دوحې تړون ماتې ته شنه ناست دي. دوی فکر کوي چې پوره نولس کاله د ناټو او امريکا په سوټي وهل شوي او نن چې دوی د ډرون، راکيټونو او ټول وطن کې د پراخ نفوذ څښتن شول؛ سوله رامخته شوه. دا قهریدلي جنګيالي او له اوره ډکې سينې یې يواځې د سولې تړون، خپلو مشرانو هدايت او سياسي حل لارې په سړو رحمتي اوبو قابل نرمش او آرامش دی.

دا سياسي لار د ټول پښتون او افغانانو تاریخ کې بېساري پرمختګ دی. تقديرول یې پکار دي او بريا ته یې په ګډه کار ويل غواړي.
سياسي نظريات به فرق وکړي، خو وطن او راتلونکی مشترک دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx