شعـــــرونه

د نفرت په جامو پټ سړی شيطان دی/ ضعیف

عبدالسلام ضعیف

د‌ دنيا چارې د بل د پنډو بار دی
څوک چې وړي پردي بارونه همېش خوار دی

مسافر د خپل سفر توښه کړي کمه
د ناپوه سفر خنډمن پر نيمه لار وي

که دانا يې له غمونو بې پروا سه
دا دنيا ټول د غمونو کاروبار دی

غم د بل په اوږو مه اخله په ژوند کې
د حساب په ورځ هرڅوک له بل فرار دی

ورور له ورور او زوی له پلاره څخه تښتي
هر سړی په خپل حساب کې را ايسار دی

دنيادار د مسافرو د مرور دی
مسافر خپل اقامت ته په تلوار دی

د نفرت په جامو پټ سړی شيطان دی
د شيطان انجام په دوه جهانه خوار دی

جاهل نه دی بې سواده او نالوستی
نه بې علمه، نه مسکين، نه غريبکار دی

جاهل څوک دی چې د حق مقابله کړي
د هوس په خواهشاتو ګرفتار دی

جاهل څوک دی چې خپل ځان د رب دښمن کړي
ترهونکی د ټولنې د قرار دی

جاهل څوک دی چې اولاد خپله ګمراه کړي
اخر کار يې رسوايي انجام يې نار دی

ضعيف نه غواړي دوستي د جاهلانو
حقيقي جاهل دښمن د کردګار دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx