افغانستان

د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د  ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» وایي، نن سهار د کابل-جلال اباد پر لویه لار ددوی پر کارکوونکو وسله وال برید شوی چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي دي.

د یوناما له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوناما د دفتر د کارمندانو پر دوو موټرونو باندې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په حدودو کې وسله وال برید شوی، چې له امله یې د یوناما د دفتر د کارمندانو پنځه تنه ساتونکي وژل شوي دي.

د یوناما د خبرپاڼې په بنسټ، په دې برید کې د دفتر کارکوونکو ته کوم زیان نه دی او ښتی.

ورته مهال یو شمېر امنیتي سرچینو رسنیو ته یاد خبر تایید کړی او ویلي يې دي، چې برید نن سهار لس بجې شاخوا د سروبي ولسوالۍ په «تنګي ابریشم» سیمه کې د یوناما د کارکوونکو پر تعقیبي موټر شوی او مرګ ژوبله په یاد موټر کې ناستو ساتونکو ته اوښتې.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

ددې برید په اړه د نن ټکي اسیا د پوښتنې په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله داسې ویلي: « موږ نن په دغه سیمه کې کوم عملیات نه درلودل.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې د کابل حکومت مشر اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو له ماشومانو څخه د ملاتړ(یونیسف) ادارې د ګوزڼ(پولیو) څانګې مشر محمد محمدي د یو نامعلومو دلایلو پربنسټ له افغانستان څخه شړلی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx