افغانستان

ارګ: اروپایي اتحادیه غواړي بهرني ځواکونه شرایطو ته په کتو له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته رالوېدلی، د ارګ مشر «اشرف غني» د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر «جوزپ بورل» له قوله ویلي، چې اروپايي اتحادیه غواړي بهرني ځواکونه په مشروط ډول له افغانستانه ووځي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غني او بورل تر منځ په تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان د سولې او روانې جګړې په اړه خبرې کړې دي او بوریل ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه ډېره لوړه ده او اروپایي اتحادیه د افغان سولې بهیر هم له نږدې څاري.

د ارګ په خبرپاڼه کې د جوزپ بورل له قوله ویل شوي «له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتل دې د شرایطو پر بنسټ ترسره او تاوتریخوالی باید پام وړ راکم او دایمي اوربند وشي.»

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون په اساس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله تر ټولو ټيټه کچه کې دی.

ددې تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي او خپلې اډې تخلیه کړي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر تازه په خپله وینا کې ویلي، چې دی به د ځواکونو د ایستلو په ځای  په ډيپلوماسي تمرکز وکړي او د امریکا له امنیتي چارواکو سره په ګډه به هڅه وکړي، چې د امریکا له لوري پيل شوې اوږدې بهرنۍ جګړې پای ته ورسوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx