افغانستان

د فاریاب د خبریالانو ټولنې پر مشر قطب الدین کوهي وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): پر خبریالانو او د رسنیو پر کار کوونکو د بریدونو په ترڅ کې داځل د فاریاب ولایت د خبریالانو د ټولنې مشر او د پژواک خبري آژانس خبریال قطب الدین کوهي د وسله وال برید هدف ګرځېدلی دی.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، خبریال قطب الدین کوهي په میمنې ښار کې د میوې په اخیستلو بوخت ؤ، چې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ټپي شو.

نوموړی زیاتوي، د هغه روغتیايي وضعیت ډاډمن دی؛ خو د بریدګرو په هکله یې معلومات ورنه کړل.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې په هغه باندې برید د چا لخوا ترسره شوی؛ خو په دې وروستیو کې په شمال او په ځانګړې توګه فاریاب کې یو شمېر امنیتي مسئولینو د ملکي تلفاتو په هکله د حقایقو خپرولو له امله هغه ته ګواښونه کول.

دوه کاله وړاندې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي هم نوموړي ته ګواښونه کړي وو او د ولسي جرګې یو وکیل خو بیا د پژواک  دفتر ته په رسمي شکایت هم ورغلی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر لویو ښارونو د امنیتي میثاق ترنامه لاندې د حکومت لخوا په نامسئولو وسله والو د وسلو ویشلو پروګرام له امله د ملي، روحاني او ټولنیزو شخصیتونو هدفي وژنو او ترورونو زور اخیستی دی.

تیره اونۍ په کابل ښار کې د جمعیت اصلاح مشر او د پوهنتون استاد ډاکټر محمدعاطف په یوې شکمنې چاودنه کې خپل ژوند وبایللو، د کومې چاودنې پړه چې په حکومتي چارواکو  او د سولې ضد کړیو باندې واچول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx