لیکنېنظــر

نازکه لار

عبدالستار سعادت

د دوحې تړون یوه آسیب پذیري لري او هغه دا چې د «مې» په میاشت کې باید د امریکایي سرتېرو شمېر صفر شي، دویم انتخاب یا احتیاطي زماني تدبیر هم په پام کې نه دی نیول شوی. د متحده ایالاتو نوي حکومت له څرګندونو داسې ښکاري چې هغوی افغانستان نه پرېږدي او سرتېري به د ټاکلې مودې نه هاخوا هم حضور لري.

اوس پوښتنه دا ده چې که ټاکلی تاریخ راورسېږي او امریکایي سرتېري نه وي وتلي، د طالبانو غبرګون به څه وي؟ د دوحې د تړون په لاسلیکولو د طالبانو سیاسیونو خپلې جنګي لیکې په همدې قانع کړې چې نور اشغال ختم دی. د همدې لپاره جنرال مېلر ډاډه زړه د کابل شهر نو پارک کې یادګاري عکسونه واخېستل. که د طالبانو رهبري سر له اوسه د دې خبرې حل ونه مومي، په نظامیانو کې به سخت بې اعتباره شي. نو قضیه هغوی ته حیثیتي کېږي؛ د همدې لپاره د امریکې او طالبانو تړون د فسخ کېدو خطر سره مخ دی.

داسې ښکاري چې افغان حکومت هم د تړون همدې آسیب پذیرې برخې ته په تمه دی چې که حل نه شي، امریکایان او طالبان به سختې جګړې ته لاړ شي. ځکه چې امریکایان به هڅه وکړي دا ځل طالبان په زور د مذاکرې تر مېزه راکش کړي او طالبان به وغواړي امریکایانو ته دا وښایي چې دوی سره د تړون نقض څومره لوړ قیمت لرلای شي.

نن مې طالبانو ته د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت پخواني مامور بارنېټ روبین سرخلاصی لیک ولوست، هغه هم دې مورد کې اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې دا موده شپږ میاشتې نوره وغزوي. خو پوښتنه دا ده: په داسې حال کې چې امریکایان خپلو نورو ژمنو (پاتې طالب بندیان آزادول او د امنیت شورا د تور لېست مسئلې حلولو) کې پاتې راغلي، طالبان به په امریکایانو باور وکړي؟

تر دې مهمه دا ده، که دا موده تمدید هم شي، هېڅ تضمین نشته چې په شپږو نورو میاشتو کې دې هم دا مشکلات حل شي او یا دې امریکایي سرتېري افغانستان نه ووځي، هلته خو قضیه طالبانو ته لا حیثیتي کېږي، د بیا تمدیدېدو چانس به ځکه نه وي چې د طالبانو جنګي لیکې به په خپلې رهبرۍ په بشپړه توګه باور بایلي.

د دوحې تړون پر نازکه لار روان دی. حکومت زیاته هڅه وکړه، هغه زمونږ په کندهارۍ اصطلاح چې د دوی تر منځ «خاشې ماتې کړي»؛ بریالی نه شو. مګر کېدای شي خپله تړون دواړه لوري د جګړې میدان ته بیا راوبولي.

سعادت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx