افغانستان

حامدکرزی: «ټاکنو کې مو د بهرنیانو مداخله د عبدالله عبدالله په غوښتنه ومنله» (د کرزي – کېري خبري ناسته)

نن‌ټکی‌اسیا (یکشنبه، چنګاښ، ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن یکشنبه د کابل پر وخت د شپې دوولس نیمې بجې د ولسمشر حامد کرزي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري او د ملګرو ملتونو د استازي، یانکوبېش خبري ناسته په کابل کې ترسره شوه.

د جمعې په ورځ کابل ته د جان کېري له راتګ راهیسې، له دوو ورځو هڅو وروسته د افغانستان ټاکنیز کنګل مات شو. ښاغلي کېري په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې له ولسمشر او دواړو نوماندو سره وکتل. د شنبې پر شپه یې له دواړو نوماندو سره ګډه خبري ناسته لرله چې په ترڅ کې يې د ټولو رایو د بیاشمېرنې او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې شمېرنې د موافقې اعلان وشو.

وروستۍ خبري ناسته په ارګ کې د جان کېري، حامد کرزي او یان کوبېش ترمنځ وه.

په دې ناسته کې ولسمشر حامد کرزي د امریکا له متحده ایالاتو او په تېره له ښاغلي جان کېري مننه وکړه، چې د افغانستان د ټاکنیزې لانجې د حل لپاره یې هڅې وکړې.

کرزي له افغانانو مننه وکړه چې په ډېرو سختو شرایطو کې يې رایې ورکړې.

ولسمشر وویل، چې د ټاکنو د لانجې د حل لپاره لومړی بین الافغاني هڅې وشوې. لومړی د ولسمشرۍ دواړو مرستیالانو هڅې وکړې.

ولسمشر حامد کرزي څرګنده کړه، چې غوښتل یې افغاني بنسټونه ملي شي. ده وویل، چې ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو د څارنېغوښتنه وکړه او دوی ځکه ومنله چې «بدګوماني» منځ ته رانه شي. کرزي وویل: «ډاکټر صیب عبدالله ته مې ټیلیفون وکړ، چې رښتیا هم د بهرنیانو څارنه غواړي، هغه وویل: هو».

کرزي له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه هم پوښتلي و، هغه په ځوب کې ویلي و: «له هر اقدام سره چې د لانجې د حل لامل کېږي موافق یم».
حامد کرزي وویل، «د حالاتو په پام کې نیولو سره» يې د ملګرو ملتونو منځګړیتوب ومانه.

جان کېري

د خبري ناستې دویم ویناوال د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري و.

کېري د خبرو په پيل کې له ولسمشر کرزي مننه وکړه، چې له «ډیموکراسۍ ملاتړ کوي» او دواړو نوماندو ته یې وخت ورکړ چې پایلې ته ورسېږي.

جان کېري د ډیموکراسۍ پر تحکیم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې «کار کوو، تر څو ډیموکراسي لاپياوړې کړو».

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د دواړو نوماندو د غوښتنې پر بنسټ به ولسمشر کرزی د راتلونکي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه ځنډوي. مخکې ویل شوي وو، چې راتلونکی ولسمشر به د اګسټ پر دویمه لوړه کوي.

کېري د خپلو خبرو په پای کې وویل: «امریکا به له افغانستان سره وي او له افغانستانه به ملاتړ کوي».

یان کوبيش

د ناستې درېیم ویناوال د ملګرو ملتونو استازی یان کوبېش و.

کوبېش د افغانستان رهبري «ځواکمنه» وبلله او مننه یې ترې وکړه. ده وویل، افغانستان امنیت په خپله غاړه اخلي. سیاسي لېږد هم مهم دی.

یان کوبېش افغانستان په دې ډېر «نېکمرغه» وباله چې د هغه په خبره د امریکا په څېر «ستراتیژیک متحد» لري. ده له جان کېري مننه وکړه، چې هرکله اړتیا پېښه شوې، د «لانجو د حل» لپاره راغلی.

کوبېش په پای کې وویل، چې د اشرف غني احمدزي تعهد «ځواکمن» و او خلک یې نهیلي نه کړل.

په افغانستان کې له دوو دورو ټاکنو وروسته، د ټاکنو بهیر له کنګل سره مخ و. تېره جمعه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د عبدالله په غوښتنه راغی. کېري له دواړو نوماندانو سره له دوو ورځو خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه چې ټولې رایې دې بیا وشمېرل شي او له ولایتو څخه به د رایو پاڼې ایساف ځواکونه کابل ته لېږدوي. ده وویل، چې د رایو له شمېرلو وروسته به بریالی نوماند د «ملي وحدت» حکومت جوړوي. د کارپوهانو په باور، د رایو بیاشمېرنه به تر ډېره بریده ننداره ییزه وي او د جان کېري له طرحې سره سم به بیا د دواړو نوماندو ترمنځ مشترک حکومت جوړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x