افغانستان

د اداري فساد په اړه کابل حکومت ته د امریکا د سفارت خبرداری

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د امریکا سفارت د کابل حکومت چارواکو ته د اداري فساد په اړه خبرداری ورکړی او په دې برخه کې یې د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت نن د جمعې په ورځ په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد او اختلاس له امله دا مهال د کابل حکومت لسګونه چارواکي لویې څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي.

د امریکا سفارت زیاتوي، د کابل حکومت د چارواکو اداري فساد نه یوازې داچې عامانو افغانانو ته مالي زیان اړولی، بلکې افغان ولس ته یې ژغورونکي روغتیايي خدمتونه هم ځنډولي دي.

امریکايي چارواکو د کابل حکومت چارواکو په تونده لهجه داسې ویلي: «فساد ته د پای ټکی کیږدئ.»

په کابل کې د امریکا سفارت په داسې مهال د کابل حکومت چارواکو ته د اداري فساد د مخنیوي په هکله خبرداری ورکوي، چې په پای ته رسېدونکي ۱۳۹۹هـ ش مالي کال کې د کرونا وبا له بودیجې څخه د اختلاس او غلا په تور تردې دمه ۲۳۳ لوړ پوړي دولتي چاراکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي او ګڼ نور په فساد تورن شوي؛ خو لاتراوسه یې دوسیې لویې څارنوالۍ ته نه دي استول شوي.

په افغانستان کې د پلټونکې ادارې مشر غزال حارث تیره یکشنبه ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، چې ددوی د څیړنو له مخې د کرونا وبا سره د مبارزې بودیجه کې په لوړه بیه د تجهیزاتو د پيرلو، ناسم مدیریت او په دنده کې د غفلت له امله په ۲۴ ولایتونو کې د والیانو او لوړو چارواکو په ګډون ۲۳۳ دولتي چارواکي او مامورین لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې او مرسته ورکوونکو هېوادونو تردې وړاندې هم په کابل حکومت کې د پراخ فساد له امله خپلې یو شمېر مرستې ځنډولې وې او ځینو هېوادونو له اداري فساد سره جدي مبارزې پورې خپلې مرستې مشروطې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

اولني داسي وینا کا چي یوه نورزي په غرنو کي یو غول بیباني ومونده. کور ته یې بوت ښه خواړه یې ورکړه، ښه جامې یې ورپه تن کا. ښه په اډمار یې په چوکۍ باندي کښینستل یې ورزده کا او د هو لپاره سر ښورول یې ور زده کا. بیا چي کله غول بیباني په خپل کار کي ځیرک او پوه شو نو یې د اڅکزي د تانونو دوکان ته بوتلو. اڅکزي ته یې داسي وینا کا چي دا زموږ د کلي ملک ده او نن راتلونکې اونۍ یې پّ کور کي واده دی. او زه خاوري کسکر یې ناظر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x