افغانستان

د ټولنیزو رسنیو له لارې پر امریکا غږ «افغانستان پرېږدئ»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې امریکايي چارواکي د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون پر خلاف په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په پاتې کېدلو ټینګار کوي، د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو پر امریکا غږ کړی، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي توافق په اساس ټول امریکایي او ناټو ځواکونه باید د «می» میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي؛ خو په افغانستان کې د ځواکونو په پرېښودلو د امریکايي ولسمشر له ټینګار  سره هم مهاله د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د «#افغانستان_پرېږدی» هشټاګ تر عنوان لاندې خپله نارضایتي په ډاګه کړې او پر امریکا یې غږ کړی، چې له تېر زده کړه وکړي او د دوحې له تړون سره سم خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د صمیم افغان په نوم یو تن پر خپل ټویټر یو داسې ویډيويي کلیف خپور کړی، چې امریکایي زغره وال ټانګ پکې په بم الوزول شوی او وړاندې یې ورسره لیکلي «موږ د افغانانو د ارزښتونو د ساتلو لپاره جګړه کړې او که چېرې موږ بل انتخاب ونلرو، دا جګړه به تر پېړیو روانه وساتو.موږ بل هدف نلرو، زموږ خاوره پرېږدئ.»

د حنیف منظور په نوم یو تن چې ځان یې د جمو کشمیر معرفي کړی په خپله لیکنه کې امریکا مخاطبه کړې «که د امریکا شل کاله نور هم وراني، د ټریلیونونو ډالرو ضیاع او د خپلو عسکرو مرګ ته زړه کېږي، نو د امپراطوریو هدیرې ته دې په خیر راشي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موضوع کې د بهرنیو هیوادونو زړه نازړه توب د افغان سولې پر بهیر هم سیوری غوړولی او سره له دې چې له تېرې یوې میاشتې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی لا هم پکې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

کابل خوښ دی، چې امریکا له طالبانو سره کړی تړون بیا ارزوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه غور کوي؛ خو سیاسي شنونکی بیا دا حالت د فرصتونو په ضیاع تعبیروي او ټینګار لري که بهرنیان ونه وځي، طالبان به سختي جګړې ته ملا وتړي.

سیاسي فعال «شفیع اعظم» تر هشټاګ لاندې لیکلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونه نه ویستل او د دوحې تړون نه عملي کول د یاد تړون د ماتېدو په معنا دي او که چېرې دا کار وشي، د طالبانو سیاسي رهبرۍ ته به دا ستونزمنه وي چې نظامي برخه قانع کړي امریکا په کړو وعدو وفا کوي.

د نوید ازاد په نوم یو بل فعال لیکلي، چې که بهرنیان تمه لري افغانستان کې په پاتې کېدو به «کابل اداره» پياوړې کړي؛ نو دده له قوله، دا به له افغانانو سره د دښمنۍ له زیاتېدو او د امریکا په مقابل کې د هغوی د کرکې ګراف له لوړېدو پرته بله ګټه ونلري.

د عاکف مهاجر په نوم یو بل تن پر امریکا غږ کوي، چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او پر خپله نظامي تګلاره له سره غور وکړي، ځکه دده په خبره، که بهرنیان له افغانستانه ونوځي، وتلو ته به اړ کړل شي.

د حیران ساپي په نوم یو بل فعال بیا له امریکا غواړي، چې له تېر زده کړه وکړي او که چېرې بهرنیان په افغانستان کې د پاتې کېدو هڅه وکړي، دا کار به یې خونړۍ پایلې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د پاکستانیو خبره دا بګواس بند کړی. خوسی خوسی خبری دا سیاسی فعال شو او هغه بل یی مدنی فعال. ## طالبانو نه تاسی څه شی جوړ کړی. په والله چی یوه هفته یی تر شا آی اس آی نوی که نور دا # په دور بین ووینی. دومره چی تکړه دی نو ولی یی تیښته وکړه امارت یی ولی پریښود. امریکایان خپله غواړی دا جنګ ادامه پیدا کړی او ددی جنګ د ادامی لپاره همدا د جنګ خس او خاشاک طالبان بس دی. د قطر د دفتر خرڅ څوک ورکوی؟ که پاکستان همدا نن طالبان وباسی او د قطر… نور لوستل »

Karwan

طوطي، دومره اسانه نه ده لکه ته ئي چه ليکي. طالبان له قطر او پاکستانه جګړه نه کوي. هغوي مستقيم په داخل دافغانستان کي جهاد کوي او دابه تر هغوادامه لري، ترځو په افغانستان کي يو اسلامي حکومت رامينځ ته شي. په تاسو باندي دارامي خوب حرام دي، تر ځو چه نابوده نشي. دا ددي خاوري د ازادي لپاره جهاددي او نه کوم بل ځه. کاروان

طوطی

کاروان ته: که طالبان جګړه له قطر او پاکستانه نکوی نور نوی اسلامی حکومت خو له ایران او مسکو نه اعلانولای شی. تاسو لکه چی د ملا برادر ویډیو ونلیده د طالبانو کورنه چیری دی بیا چی په رخصتی ځی له قطره کوم ځی ته ځی افغانستان ته راځی او یا دا چی کویټی او اسلام آباد ته ځی؟ لږ دی عقل پکار واچوه. طالب ته نور څه پاتی دی بدون له جنګ نه، د دوی نن سبا ټول معشیت او ژوند همدا جنګ دی نور یی څه زده دی. کله خامه فایده ی چاته رسی اسلام ته او که… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم طوطي صاحب ستا خبري خو ستا دي، ستا سا له تاوده ځايه ولاړېږي او تشي خبري خو مفتي دي، خو دا زما دا هم واوره که له دغو طالبانو څخه يو بې وسلې طالب يو ځای در باندي پېښ سي غړي خو دي منې چي وتښتي او زبان ګويي به دي تړل سوې وي. موږ خو دغسي ناسپاسه خلک يو . له دوی پرته په ګرد افغانستان کي لس نفره به را وښياست چي د هيواد د ژغورني لپاره د دغو اشغالګرو په وړاندي درېدلي دي؟ دا چي ځيني نيمګړتياوي پکښې دي، انسانان ملايکي کېدای نه سي. او دښمن… نور لوستل »

طوطی

عبدالمالک همت ته: یار له تاوده ځایه نه خو له ډیر یخ ځای څخه خبری کوم. په الله باور وکړه چی ستاسو له خبرو سره سل په سلو کی موافق یم. خو دا دعا هم کوم چی الله د مونږه له داسو ## سره هیڅکله نه مخامخ کوی چی نه په انسانیت پوهیږی او نه هم ورسره د اسلام کومه پوه شته. نیمګړتیاوی به وی خو دومره غلامی هم پکار نده چی هر څه ته چوپه خوله وسه لکه غنی چی اغزن تار په سرحد وینی او هیڅ نه وایی، طالبانو هم کله د پاکستان راکټونه پر کنړ او همدا… نور لوستل »

غوربندی

طوطی صاحب

کرونا د طالب له ملاقات څخه بج کړی یې،، خدای تعالې دې کورونا ورکه کړي تر څو وطن ته له خیره تشریف راوړی،، په دریمه ورځ به د طالب د جلب رقعه کور ته درلېږل کبژي،، تر څو د خپلو اوتو بوتو وضاحت او ثبوت وړاندې کړی،،،
،،، خپل بېټی دومره درنوه چې د وړلو وړتیا یې لرې.

جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
YES!!!
!!!America! Get out of Afghanistan
حسبناالله و نعم الوكيل

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x