لیکنېنظــر

امریکا به وځي!!

حفيظ الدين پيرزاده

امریکا به وځي، مطلقه به وځي، په ھر حال به وځي، په ھر صورت به وځي، په ھر منطق به وځي، په ھر قیمت به وځي، که خاندي ھم به وځي او که ژاړ‎ي ھم به وځي، که اما رت یې د وتلو نیټه تمدید کړي ھم به وځي او که تمدید یې نه کړ‎ي ھم به وځي، ځکه چې؛

۱- د امریکا وتلو ته داسې نړ‎یواله او سیمه ایزہ اجماع چې نن موجودہ دہ په تیرو شلو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږ‎ي.

۲- د امریکا سیاسي تاریخ موږ‎ ته ښئي چې د جگړ‎و پیل او ختم تل جمھوریت خواھانو کړ‎ی؛ د افغانستان او عراق جگړ‎ې ھم جمھوریت خواہ کوچني بش پیل کړ‎ي او جمھوریت خواہ ټرمپ پای ته رسولي.
دیموکراتان، په ډیرہ کمه استثنا، په جگړ‎و کې د ښکیلتیا مخینه لري، نو ھیله دہ چې دیموکرات بایډن به ھم ځان په داسې یوہ جگړ‎ہ کې ښکیل نه کړ‎ي چې جمھوریت خواہ ټرمپ پای ته رسولې.

۳- د افغانستان په اړ‎ہ د امریکې اوسنۍ ستراتیژي له ھغه ځایه د خپلو قواو په را ایستلو ولاړ‎ہ دہ، د حکومتونو پر تغیر او تبدیل پالیسي نه بدلیږ‎ي ښائي یو څه سلیقوي تغیر وکړ‎ي خو کُلي نه!

۴- د ناټو ډیری غړ‎ي ھیوادونه په افغانستان کې له دې ستونزمنې اوږ‎دې جگړ‎ې ستړ‎ي دي خو په ناټو کې د غړ‎یتوب له امله مجبور دي ھلته پاته شي، د ناټو په غړ‎یو ھیوادونو کې اوس د جگړ‎ې ھغه جذبه او لیوالتیا نشته کومه چې په ۲۰۰۱ م کې پر افغانستان د یرغل پر مھال موجودہ وہ.
امریکا په دې پوھیږ‎ي چې د جگړ‎ې تداوم د غرب د جنگي ماشین ناټو د ویشلو او پاشلو لامل کیدای شي نو ځکه د ناټو د متحد ساتلو لپارہ ھم د افغانستان پریښودو ته اړ‎ہ دہ.

۵- د امریکا ډیر ستر سیاسیون، دیموکرات او جمھوریت خواھان، ستراتیژستان، لیکوالان، مدني فعالان، ژورنالستان او د ټولنې نور منور پوړ‎ونه چې تعداد یې تر میلون کسانو اوړ‎ي په دې اند دي چې امریکا باید نورہ په وړ‎و جگړ‎و کې ښکیله پاته نه شي؛ فوځ له افغانستان څخه بھر کړ‎ي؛ خپل زخمونه وڅټي او بیا د روسیې او چین د مخ پر زیاتیدونکي نظامي او اقتصادي برلاسیو د مخنیوي لپارہ د پھلوانۍ اکاړ‎ې ته را کوزہ شي.

۶- خلیلزاد پخپله دندہ پریښودل ھم د بایډن لخوا د جگړ‎ې د ختمولو لیوالتیا په گوته کوي.

۷- امریکایي سرچینې د ھغه ھیواد د تاریخ د تر ټولو اوږ‎دې جگړ‎ې مصارف څه کم دوہ تریلیونه ډالر ښئي چې په دې پیسو کې د شخصي قراردادیانو او کمپنیو مصارف نه دي شامل؛ ازادې سرچینې دې مبلغ ته د شک په سترگه گوري او وایي: اصلي مصارف تر دې ھم لوړ‎ دي.
د داسې سترو او ملا ماتوونکیو مصارفو زغمل نور د امریکا د مخ په ځوړ‎ اقتصاد لپارہ ناشونې دہ.

۸- کرونا ھم د امریکا اقتصاد داسې وځپه او لا یې پسې ځپي چې امریکایي ستراتیژستان به تر راتلونکو ډیرو کلونو د جارحانه پالیسۍ په اړ‎ہ د سوچ کولو جوگه ھم پاته نه وي.

۹- گڼې سروې گانې ښئي په متحدہ ایالاتو کې د عام ذھنیت اویا سلنه د جگړ‎ې مخالف دی، په دیموکراسۍ کې سیاسیون د خلکو لخوا انتخابیږ‎ي او منتخب مشران یې د عام ذھنیت په مخالفت کې حرکت نه کوي؛ الّا ما شاء الله.

۱۰- د ویتنام په جگړ‎ہ کې ( اوّل نومبر ۱۹۵۵- ۳۰ اپریل ۱۹۷۵ م ) امریکا د ویتنام ازادي غوښتونکیو او د ھغوی پلویانو، روس او چین، ماته نه کړ‎ہ بلکې د امریکې ولس ماته کړ‎ہ.
ھمدا امریکائي ولس و چې د خپل حکومت په مقابل کې یې د سپینې ماڼۍ په مخ کې په تظاھراتو لاس پورې کړ‎ او ویل یې: موږ‎ نور د ویتنام د فاسد او گوډاگي دولت لپارہ د خپلو اولادونو قرباني ورکول نه شو تحمل کولای!
که د کرونا وبا نه وہ راغلې، ښایي اوس به د ھماغسې یوې سناریو د تکرار شاھدان وو!!.

۱۱- امریکا به وځي ځکه جو بایډن په مسلطو شرایطو کې تر دې ښه بدیل نه لري بھترہ به وي ووایم بایډن اصلا بل بدیل نه لري.

مسلط شرائط او امارت
قدرت شرائط داسې برابر کړ‎ي چې تر ډیرہ یې فرصتونه او چانسونه د امارت په ځولۍ کې اچولي؛ دا اوس د امارت د مشرانو په درایت او سیاسي دوراندیشۍ پورې اړ‎ہ لري چې له دې فرصتونو څخه څرنگ او په کومه پیمانه گټه اخیستلای شي.
د دې فرصتونو له ډلې څخه تر ټولو ستر یې د دوحې توافقنامه دہ؛ دا د چا په خیال او خاطر کې ھم نه راتلل چې امریکا د نړ‎ۍ د یوہ ځبرځواک په حیث به خپل غرور تر پښو لاندې کړ‎ي او دومرہ تنازل به وکړ‎ي چې له یوہ داسې چا سرہ به د خبرو میز ته کیني چې تر پرون پورې یې پخپله ترھگر بلل!!

د اما رت بریا په دې کې دہ چې حتی المقدور د دوحې توافق ته ژمن پاته شي.
پریږ‎دي چې د بایډن ادارہ د تړ‎ون بیا آرزونه وکړ‎ي، دا تړ‎ون اوس یواځې د طرفینو تر منځ یو عادي توافق نه دی بلکې د نړ‎یوالو شاھدانو موجودیت او د زمان په تیریدنه یې د قانوني مسودې حیثیت غورہ کړ‎ی چې د کومې مادې تغیر، تبدیل، یا تعدیل به د جانبینو په خوښه او رضا د یو لړ‎ حقوقې پروسو د عملي کولو له لیارې صورت نیسي.

د بایډن د ادارې ارزونه ښایي لاندې احتمالات ولري؛
لومړ‎ی: د قرارداد فسخ کول؛ دا کار بیرته جگړ‎ې ته گرځیدل، د افغانستان د لیرې او نژدې گاونډیانو حساسیتونه را پارول، د امریکا نړ‎یوال حیثیت ته صدمه رسول او یو ځل بیا په داسې یو جنگ کې ښکیلیدل دي چې گټل یې ناشوني او سیاسیون یې د خپل ولس د قناعت لپارہ نه کومه منطقي توجیه لري او نه مالي امکانات!!

دویم احتمال؛ ښایي بایډن خیل د خپلو قواو د ایستلو لپارہ له دوہ تر شپږ‎ میاشتو اضافي وخت وغواړ‎ي تر څو:
الف:- له افغانستان څخه د قواو په ایستلو کې ھاغسې عجله و نه شي کومه چې په ویتنام کې شوې وہ.
ب:- وتوانیږ‎ي په کابل کې خپل گوډاگیان په یوہ پلیټ فارم را جمع کړ‎ي تر څو په بین الأفغاني مذاکراتو کې د یوہ واحد، قوي او ثابت دریځ څښتنان شي.
ج- کوښښ وکړ‎ي د طالبانو په لیکو کې نفاق را منځته کړ‎ي تر څو ویشل شوي او پاشل شوي طالبان پخپل دریځ ثابت پاته نه شي.

که امریکا اضافي وخت غواړ‎ي او طالبان یې په ورکولو راضي کیږ‎ي، دا به د ھغوی لخوا یو ستر امتیاز وي چې امریکا ته ورکول ورکیږ‎ي.

سیاست د راکړ‎ې ورکړ‎ې نوم دی، د دې ستر امتیاز د ورکړ‎ې په بدل کې باید امارت ھم ځینې امتیازات تر لاسه کړ‎ي، د بیلگې په توگه د طالبانو ټول بندیان ازادول، د افغانستان نوي اسلامي دولت ته ټولې قرضې معافول، د قواو تر وتلو پس له امریکا څخه د ښې راشه درشه تعھد اخیستل، له نوي افغان دولت سرہ د بشري مرستو نه قطع کول او نور.

خو اشغالگر که امارت ته ھیڅ امتیاز نه ورکوي او خپله د نورو امتیازاتو ھیله لري، بیا امارت باید د دوحې تړ‎ون ته ژمن پاته شي، تعدیل پکې و نه مني او د خارجي قواو د وتلو پر مھال ویش ودریږ‎ي.

زہ په پورہ باور دا وایم چې اشغالگر به آخر د امارت شرایطو ته په گونډو کیږ‎ي؛ امریکا او د ناټو ھیوادونه په ھیڅ منطق نه غواړ‎ي
خپله تیرہ شل کلنه ناکامه تجربه بیا تکرار کړ‎ي!

والله المستعان
_____________

حفیظ الدین پیرزادہ
فبروري
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx