نظــر

دین او سیاست

لیکنه: دکتور حسن الترابي
ژباړه: عزیزالرحمن ناصری

دَین هغه لازمي قرض دی چې باید ادا یې کړي، چې اوسمهال د پوروړي، پور ورکوونکي او پور غوښتونکي ترمنځ نشته. دِین کلک عادت، زور او واکمنۍ ته وایي او هر واکمن یو دین لري، او الله تعالی د مخلوقاتو دَیَّان دی، او دین پیروي او هغه چاته غاړه ایښودل دي، چې دی ورته تابع شوی وي، د هغه مالک، خاوند او یا مدیر ګرځیدلی وي او هغه یې ځانته غلام کړی وي، دا رنګه دین د عادت او متمدن ښار او جزا په معنی سره راغلی دی او الله تعالی مالک یوم الدین دی.

او (الدین الحق) هغه دین ته وایي چې انسان پرې د واکمن الله تعالی پیروي او اطاعت کوي او د عالم الشهادة دنيوي ژوند ترشا په عالم الغیب، ازل او حساب کتاب باندې ایمان لري او د الله تعالی شریعت ته تسلیم او پابند دي او ټول ژوند کې یې هغه ته غاړه ایښې ده او عبادت یې کوي.

نه دا چې هغه سره شریک نیسي، چې څه یې د الله تعالی او څه یې بیا لنډ او عاجل وي او نه په کامل ډول سره له الله تعالی څخه بل خوا ته مخ اړوي، بلکې د ژوند ټولې چارې یو دیني عبادت دی چې په باطن کې د مقاصدو، نیتونو، خاطراتو او خیالونو شکل خپلوي، یا ظاهر کې د اقوالو، اعمالو، د علم او ویښتابه په لار کې د اجتهاد او افکارو د تبادلې او علمي بحث معنی ورکوي، یا د ښایست او هنرونو په نړۍ کې د صنعت، زینت، او دخوښۍ د احساس، یا د مال په بازار کې د کسب، تولید، تعامل او رزق پیداکولو او یا د حکومت او دولت په دفتر کې د واکمنۍ شورا او جهاد له لارې او یا په خصوصي شکل سره د ازدواج په شهوت او زیږندې او خپلوۍ په غوښتنو کې، یا د ټولنیزو اړیکو او نظامونو په نورو برخو کې، د نزدیکېدلو یا لرې کېدلو په شعوري فکري او عملي ډول سره.

خو (الدین الحق) په سیاست کې داده چې یواځې الله تعالی په هر شي زیات عالم او حکيم ذات دی، انسان ته سمه لاره ورښیي او د سیاسي فساد او کږلیچ څخه یې داسې منع کوي لکه څرنګه چې ورته د خالصو عباداتو او ژوند نورو چارو کې لارښوونه کوي او همدا الله تعالی په هرڅه باندې ډیر زیات قادر او توانا اوڅارونکی دی، انسان په سیاست او واکمنۍ کې  داسې ازمویي او د ده کسب او لاسته راوړنې په ښه او یا بد شکل سره ګوري، / راڅرګندوي، لکه څرنګه یې چې د ژوند په نورو اړخونو کې امتحانوي او دا چې الله تعالی د قیامت په ورځ د هرڅه حساب اخلي او انسان ته د خپلو سیاسي کړنو او لاسته راوړنو عملنامه، لکه د نورو کړنو او عملونو په څیر پوره ثواب او عقاب هم ورکوي.

خو په دنیوي مکان او زمان کې، د محسوس او مشهود علم غلبه او لاس بری، پر عالم الغیب، الله تعالی او د اخرت په ورځ ایمان باندی، یا پر هدایت، تقوا، رحمت او د ملائکو پر مرسته د عالم الشهوات، شیطاني غوښتنو او وسوسو غلبه، یا پر اخروي راتلونکو هیلو د دنیا د عاجلو مقاصدو غلبه او یا د دیندارانو پر قوت او معنویت باندې له دین څخه د غافلو او پر دنیا مشغولو خلکو غلبه او لاس بری- دا ټول هغه مرضونه دي چې ادیان/ دینونه /هر دین  ورسره هغه وخت مخ کېږي، چې کله د وحدانیت پر اساس را ولاړ شي. نو بیا په سیاسي علومو، انګیزو او قوي مقاصدو کې ورسره شرک هم پیداشي. د پخوانیو اهل کتابو یهودو او نصاراو سیرت یا تاریخ او ژوند هم داسې و، چې دوی په دغه مرض او مصیبت باندی اخته شول، تر دې چې د وروستي او همیشني اهل کتاب/ د قرانکریم / درلودونکي راغلل.

د وروستي او همیشني کتاب- القران الکریم- خاوندان / یعنې وروستني اهل کتاب راغلل. د دوی کتاب د ژوند لومړني توحیدي مبادي او اساسات تصدیقوي او په سیاسي ډول له دین څخه د پخوانیو خلکو د وتلو، شرک او د کافرو، ظالمو او فاسقو خواهشاتو په لاس د دین د پرچه پرچه کولو کيسې بیانوي ( ولیحکم اهل الانجیل بما انزل الله فیه ، ومن لم یحکم بما انزل الله فآولئک هم الفاسقون) المائدة ۴۷.

له منځنیو پیړیو وروسته د اروپایي اصطلاحاتو مرضي مذهبونو له ځان سره (سیاسي بې دیني) راوړه، او داسې مفاهیم عام شول لکه(سیکولرزم ) (پیړنیز)(زماني)(دهري)یعنې د عالم الدنیا په محسوسو ظروفو او پرمختلونکې بدلیدونکي عاجلې زمانې باندې تمرکز لري او له غیبیاتو، ازلیت، راتلونکې او هغه څه، چې دنیا له اخرت سره د مکلفیت او ازمایښت او حساب او کتاب او برخلیک له لارې نښلوي، له هغه څخه مخ  اړوي. له توحید څخه ګوښه د الله تعالی پر هغه نازل کړی شوي او ثابت شریعت باندې کفر کوي او ترې منکریږي چې همیشني ارزښتونه یې د هر زمان ځواب ویوونکي دي.
پدی شرط چې نوښتګر مجتهدین او پوهان د هر ډول نوو ظروفو او ازمایښتونو سره مخامخ شي، نه دا چې پخوانی میراث منجمد شي او وروستي خلک یې د خپلې کمزورتیا او وروسته پاتې والي له امله مقدس وګڼي او په هماغه پخوانیو صورتونو او میراثي فتواګانو کې بند پاتې شي او د شریعت د مستقیمو لارښوونو او اصولو څخه لرې پاتې شي.

دا رنګه د علمانیت (سیاسي بې دینۍ ) (لایکېزم) مفهوم هم په داسې ډول سره عام شو چې د هغو دیني غیبیاتو منوونکو ترمنځ یا د تعبدي،/عبادتي، تقدس، ګوښه ګیرۍ  او خلوت په چارو کې بوختو کسانو او د هغو عامو خلکو ترمنځ توپیر راولي چې د دنیوي مقاصدو او د عالم الواقع په چارو بوخت دي. ترڅو یې د توحید له عقیدې څخه جلا کړي.

اصلي خبره داده چې د دنیا او د هغې د مصلحتونو/ مصالحو او مفاسدو ازمایښتونه د مومنانو د لارې پر سر هم پراته دي، خو دوی خپله دنیا کې د اخرت د فصل د لاسته راوړلو لپاره پانګونه کوي، نه دا چې په ګوښه ګیرۍ کې خپل برخلیک تباه کړي، ځکه نو په الدین الحق باندې مومن او مؤحد انسان هم (Secular)یاTemporal   Worldly یعنې زماني، پیړنیز او دهري دی او خپل وخت او دنیا ته پاملرنه کوي، خو دی له دې لارې څخه خپل پام او فکر همیشني او ازلي اخرت ته اړوي او په توحید سره ټول عام خلک یو برابر دي، که وغواړي ایمان راوړي نو دوی به سپیڅلي او پاک وي او د عاجلو شهوتونو څخه ځان ساتنه به یې داسې نه خرابوي چې رهبانیت اختیار او دژوند سره اړیکې پرې کړي، د دوی خالص نیتونه کولی شي چې د دوی ټول دنیوي ژوند په عبادت او دیندارۍ سره بدل کړي. نه دا چې یو څه کسان په ځانګړي ډول سره عبادت ته مخه کړي او Saintly پیدایښتی معتمد مقدس او یاClericalمیراثي دیني ډله ترینه جوړه شي.

(الدین الحق) دنیوي زمانه له ازل څخه نه جلا کوي، هغه واحد مستقیم خط دی چې نه توپیر کوي او نه په ښکتنۍ ځمکه کې عام بشریت / انسانان د روحانیت او اسماني لوړتیا له دعوه دارانو/ مدعیانو څخه جلا کوي. بلکې الله تعالی دوی هر یو ته د غاړې له رګ (حبل الورید)څخه هم نزدی دی، چاچې د دی لپاره ایمان راوړ چې الله تعالی ته پرې نزدې شي نو دده په فطرت کې د تقوا اصول شته، چې د دنیا په هر میدان کې په عبادت او عمل صالح سره پرې ځان پاک کړي، هغه د الله تعالی ذکر وي، یا ټولنیز معاملات، ژوند او سیاست، خو وظیفوي دیندارۍ ته پرځان منسوبولو، یا الله تعالی ته د واسطې کولو، نزدې کېدلو او هدایت/لارښوونې پر احتکاري رتبه باندې ندي را لوی شوي/ روزل شوي.

نړۍ ته د هغه ازاد مسیحي ملت په تاریخ کې چې اسرائیل بن اسحق ته د منسوب یهودیت په څیر بند ندی، هغه چې د الله تعالی له وعده کړي شوي تقدیر/ قدر سره سم یې لوی مادي او معرفتي/پوهنیز استکبار او قوت ترلاسه کړ، چې پر مسلمانانو او د نړۍ پر ټولو ملتونو یې اغیز وکړ- د دغه مسیحي تاریخ په لومړیو کې په کلیسا او د هغې په ملحقاتو کې عبادت خلوت او ګوښیتوب د هغې روماني امپراطورۍ د ملاتړ او پالنې څخه د لرې والي لپاره ترسره کېده، چې نصارا به یې ځورول او شکنجه کول. خو وروسته بیا امپراطور په خپل رعیت کې د مخ پر زیاتیدونکو نصراني ډلو د خپلولو په تمه ایمان راوړ او پدې ډول سره په ځمکه کې د قوت او ملاتړ دوه مرکزونه پیداشول، (کلیسا) او (شاه) هر یو احکام صادروي او مالیات اخلي، (کلیسا) پر غوښتونکو او ویریدونکو مومنانو د الله د خلافت دعوه کوي او امپراطور د مادي او عرف پر قوت او ډار واکمني او مشري کوي.

دا رنګه د دواړو مشروعیتونو ترمنځ د ائتلاف او ملګرتیا له دورو وروسته یو ځل بیا، غیرتونه را وپاریدل، دواړه قوتونه سره ټکر او ونښتل او شاهانو خپل قوتونه، پوځونه، مالونه او عرفونه، قوانین سره راټول کړل ترڅو کلیسا ته وروستۍ ماتې ورکړي، خو دا چې دوی پرته د کلیسا له واسطې/ منځګړیتوب څخه دین نه پیژنده نو که یې ګوښه کړی و، نو دا به د الله تعالی د امر او د هغه د دین ګوښیتوب و او په دې سره به د متمدنې برجوازي هغه منځني پوړکي را پاریدلي و، چې مال، تجارت او صنعت، د دوی په لاس کې دي.
(دوی)به د هغو شاهانو او فیوډالي (ټیولدارانو) په ضد را پاریدلي وو، چې غیر منقول ثروت او تقلیدی ریاستونه د هغوی په لاس کې دي، خو بلې خوا شاهان، فیوډالان او کلیسایان پخپلو کې د ژوند حلیفان/ائتلافیان او د ولسي انقلابونو دښمنان وو، په هر حال انقلابیانو لومړی د کلیسا دین لرې وغورځاو، خو د یو ازاد انقلابي دین په لاسته راوړلو کې بریالي نشول. دلته و چې د منځني پوړکي اقتصادي قوه راپاڅیده او د مال پر شهوت یې د کلیسا او دین پر برخه لوړتیا ترلاسه کړه او پدی ډول سره مادي ګرایي پر روحانیت باندې برلاسې شوه، بلې خوا ته په موازي فکري میدان کې علمي قوتونه/ قواوې د وهمي تقلیدي دیندارانو  د فتوا پر ضد را پاڅيده او د غیبیاتو، روحانیاتو او سمعیاتو پرضد عقلانیت، تجربې، علوم او د ویښتیابه نوښتګر بیدار روح ازاد او بریالی شو او دارنګه هنرونه هم له بند څخه ووتل. ځکه خو له دین څخه د سیاست او دولت جلا کوونکي مشرک روح، د کلیسا له پاتې شوو تقلیدي قیوداتو پرته په بل شي ټینګار نه کوو، ځکه خو هم مشرک روح له دین څخه د سیاست او دولت پر جلا والي ټینګار کاوه.

البته د کلیسا یو څه پاتې شوو تقلیداتو او قیوداتو ته یې څه نه ویل او دغه ازادي او طلاق به کله په عقیده او عمل کې په صریح ډول سره و او کله به د واقعیت په پرېکړې سره له دې چې د کلیسایي دیندارۍ څه رمزي شعایر او سیوري به یې پالل.

د اسلام په تاریخ کې د مومنانو هغه توحیدي مشورتي راشده خلافت څخه وروسته چې عمومي ژوند او سیاست یې سره یو کړی و، که څه هم د خلافت څه شعارونه پاتې و، خو استبداد او زور واکي غالب او زورور شول او د دولت او سیاست په نظامونو، اړیکو، پولو او اخلاقو کې د شریعت له احکامو څخه ووتل. خو د ټولنیزو(تجارتي او اقتصادي) معاملاتو او خصوصي عباداتو په میدان کې بیا شریعت وساتل شو، البته د عمومي ژوند چارې بیا ورو ورو د غفلت، مادي ګرایۍ او فقهي حليو له امله د دیني احکامو پر خلاف شوی او دا رنګه د طبیعي علومو زده کړه هم له دین څخه ووتله او د وحې راښودل شوي او د سنتو منقول علم هم پر شا تګ پیل کړ، اجتهاد معطل شو او یواځې میراثي مسایل را پاتې شول، دا رنګه د غږیزې او انځوريزې خوښۍ هنرونه په غالب ډول سره د دینداراۍ له ساحې څخه ووتل.

او پدی ډول سره کامل او هر اړخیزه توحید غایب شو، / مخ په ورکېدو شو او پر ځای یې شرک راغی، سیاست له شریعت څخه لرې شو، نه یواځې دا چې د اسلامي دولت د وروستیو انځورونو د زیربنا او ملاتیر کې، بلکې د اسلامي نړۍ په ګڼو سیمو کې د اسلامي حکومتونو په تجربو کې هم، بلکې ان په هغو وروستیو توحیدي پاڅونونو کې هم چې غوښتل یې سیاسي و اوسي. او یوځل بیا دولت، نظامونه، عرفونه او قوانین په خپلو پولو او اخلاقو کې د شریعت له تعلیماتو او لارښوونو څخه مخ په لرې کېدو شو.

هو ډير پخوا آن د عباسي دورې څخه دغه توپیرونه را پیداشو، چې (خلیفه) د دین رمز او (واکمن) په عمومي چارو کې د دنیوي، سیاسي رهبرۍ رمز په توګه او نزدې و، چې دغه ښکارندویه، د حاکم قانون اونظام د واقعي مذهب په ډول او د اصولي دیندارۍ او واقعي واکمنۍ د ګډ ژوند په شکل سره ومنل شي/رواج پیدا کړي.

البته غربي استعماري اغیز او تور نفوذ سره دغه د دیندارۍ او سیاست، فراق لاهم ټینګ شو، ځکه چې پر مسلمانانو مسلطو حاکمانو له مسیحیت سره خپله تجربه د لوړتیا د دعوې په اساس پر دوی باندې وتپله / تحمیل کړله، ځکه چې دوی حرص درلود/ هڅه کوله، چې د اسلام سیاسي رڼا تته/ غلې کړي او پخپل پوکي سره یې مړه کړي. ځکه چې استعمار ته ګواښ و او پدې کې د عزت، جهاد او امت روح او غرور پروت دی. خو داسې خره را پیدا شول چې د نقلي علومو  امبارونه یې بار کړي او داسې بیزوګانی را پیدا شوی،  چې په روح او بدن کې دغرب تقلید او پیښې کوي، او صراحتا دغرب سیاسي لادیني بیلګو ته بلنې ورکوي او دژباړې له لارې یې اصطلاحات خپروي.

پای د ویښتابه پاڅونونه او توحید ته د ورګرځيدا حرکتونه راڅرګند شو چې اسلام د هر اړخیزې دیندارۍ قوه ده، او پکارده چې حکومتي نظامونه او سیاسي حرکتونه یې تعبیر وکړي، په شیعه مذهب پلویانو  کې چې د معصوم امام د راڅرګندیدو هیله لري، په عمومي چارو کې د امام د ځای ناستې لپاره د ولایة الفقیه نظریه راڅرګنده شوه، چې واقعیت کې یو مشورتي حکومت دی، چې دولتي نظامونه پکې د یو ځانګړي مذهب پر اساس له شریعت سره سم په متوازن ډول پرمخ ځي، خو د سني مذهبونو په نړۍ کې بیا هڅې روانې دي خو لاپخې شوې ندي، البته سوډان کې هم داسې یو دولت راغی چې مثال یې د شرعي توحیدي دولت و، خو د سیاسي بې دینۍ او شرک پر ضد توحید په واقعي او رښتیني ډول سره یواځې د داسې دولت په  راتلو سره نه پوره کېږي او ثابتیږي چې مبادي یې اسلامي وي، ځکه چې د واکمنۍ د ازمیښتونو فتنې او دسیسې د پخې تجربې او د احکامو/ قوانینو دحاضر جوابۍ فقې فقر او دسیاسي بې دینۍ او مادي ګرایۍ نړیوال نفوذ سره غیږې ورکول او دا هرڅه د نوښتګرو هڅو او صبر غوښتنه کوي.

او لکه څرنګه چې قران کریم وصیت کوي د مومنانو لپاره لازمه ده چې یو ځل بیا ایمان راوړي او د هغو لپاره چې تقوا او عمل صالح یې دود دی، خپله تقوا او عمل/علم صالح نوی او تازه کړي، ځکه چې سیاسي توحید که تازه نشي، کلک نشي ټنیګار ورباندې ونشي ټولې سوړې یې بندی نشي او جانبي عوارض یې ونه نیول شي، نو د وسوسو او د دسیسو چېنجي به پکې لار پیداکړي، او هسې نه چې ټولنه د سیاسي بې دینۍ خواته ښویه شي. ځکه چې د ژوند هره شیبه او هر خوځښت یو نوی ازمیښت دی، ترڅو خلکو ته په دنیا کې یقیني مرګ راشي او د اخرت ورځې او کور ته واوړي.

[1] – د دکتور حسن الترابی، المصطلحات السیاسیة فی الاسلام- له کتاب څخه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx