ورزش

کرکټ: پاکستان لوبډلې سویلي افریقا ته لومړۍ شل اوریزې لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې ته د محمد رضوان سلیزې په مرسته په وروستیو شېبو کې د ۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

پاکستان په داسې حال کې سویلي افریقا ته په شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړه چې له دې وړاندې یې د دوه ټیسټ سیالیو په سیریز کې په ۲-۰ماتې ورکړه وه.

په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې سویلي افریقا پچه وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، پاکستان د محمد رضوان د سلیزې په مرسته سویلي افریقا ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۰ منډې هدف وټاکه.

ددوی له لوري محمد رضوان ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو نورو لوبغاړو هیڅ د پام وړ توپ وهنه ترسره نه کړه، بابر اعظم صفر، حیدر علي ۲۱، حسین طلعت ۱۵ او خوشدل شاه ۱۲ زیاتې منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې د سویلي افریقا لوبډلې په زړه پورې پېل وکړ خو وخت له وخته یې ویکټې له لاسه ورکړې او په پای کې یې د ۳ منډو په توپیر بریا له لاسه ووتله.

محمد رضوان چې په ټیسټ سیالیو کې هم ځلیدلی و او د سیریز غوره لوبغاړی ټاکل شوی و، وتوانېد په لومړۍ شل اوریزو کې سلیزه ووهي او د لوبې غوره لوبغاړي په حیث ونومول شي.

هغه د پاکستان لوبډلې په کچه دوهم لوبغاړی شو چې په ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو دریواړو فارمیټونو کې سلیزې وهي، له دې وړاندې احمد شهزاد دغه ویاړ ترلاسه کړی و.

باید وویل شي چې یادې سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښار کې ترسره کیږي، د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه او دریمه شل اوریزې سیالۍ په ۱۳ او ۱۴ فبروري ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx