ورزش

افغان مبارز احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ازادو رزمي سیالیو مبارز احمد ولي هوتک وتوانېد خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړي.

دغه سیالي چې په کابل کې د ټي جي اف سي TGFC سازمان له لوري ترسره شوه، احمد ولي هوتک وتوانېد خپل برازیلي سیال لیونارډو باربوسا ته په دوهم پړاو کې ماتې ورکړي.

لومړی پړاو د دواړو له لوري ښه تېر شو چې پر یوه بل یې سخت ګوزارونه وکړل، مګر په دوهم پړاو کې هوتک خپل سیال پر مخ په زنګانه وواهه او هغه یې څملاوه.

تکړه مبارز هوتک تر دې وړاندې ۸ نورې سیالۍ ګټلي او په یوه کې له ماتې سره مخ شوی دی، خو سیال لیونارډو یې تر دې مخکې ۱۹ سیالیو کې بریا خپله کړې او ۷ واره مات شوی دی.

په ۲۰۱۸م کال کې په کابل کې پر احمد ولي هوتک د نامعلومانو کسانو له لوري برید وشو چې نوموړ سخت ټپی شو او له هغه وروسته په لومړي وار میدان ته ښکته شوی دی.

دا لومړی وار دی چې د رزمي سیالیو (MMA) بهرني سیالان افغانستان ته د لوبو لپاره راځي، په یادو لوبو کې د ایران او پاکستان مبارزین هم شامل وو. هوتک په یادو سیالیو کې د ځینو افغان مینوالو لپاره ټکټونه وړیا کړي وو.

افغان مبارز هوتک ته په ملي کچه د ټولنیزو رسنیو له لارې سیاسیونو، مبصرینو، د کرکټ لوبغاړو او مینوالو د بریا مبارکۍ ورکړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx