لیکنېنظــر

موجوده وضعیت، متوجه خطرونه او اغیزمن فکټورونه

عبيدالله فهيم

دا چې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د تړون نږدې یو کال پوره کیدونکی دی، او د تړون مطابق ډېره کمه موده پاتي ده، چې د ټاکل شوي نیټې سره سم ټول بهرني ځواکونه له هېواده ووځي.

د تړون مطابق د بین الافغاني مذاکراتو نه پیل، او په مختلفو پلمو د مذاکراتو په وړاندې د خنډ د ایجاد سره، سره بالآخره د ډېر وخت له ضایع کیدو او د ډیرو وینو له بهیدو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پیل په داسې انداز چې حتی د اصل مذاکراتو د کړنلارې په سر توافق شا او خوا درې میاشتې ونیولې.

د اصل مذاکراتو له پیل وروسته په مذاکراتو کې پرمختګ ته نه لیوالتیا او د وخت د ضایع کولو پالیسي بیا پر مخ وړل، د دوحې د تړون د امریکایي لوري لخوا د تور لیست له منځه وړلو او د طالب بندیانو خلاصون کې نه پرمختګ، د حکومتي چارواکو او د امریکایي چارواکو له لوري سولې پروسې ته ستونزې جوړونکې مکررې څرګندونې هغه څه دي چې اوس مهال یې بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ حالت سره مخ کړي.

په هېواد کې اوږد مهاله جګړو، ویجاړيو، وینه بهېدنې او په اقتصادي لحاظ کمزوري او ځورونکي حالت علاوه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پروسې د پیل سره هم مهاله په ارګ د واکمنې کړۍ لخوا د ملت اساسي، مهم او حیاتي ضرورت، سولې ته نه لیوالتیا او د ملت دغه سترې هیلې سره په ټول توان مقاومت، او ترڅنګ یي د حکومت په چوکاټ کې د وران کارو استخباراتي کړیو لخوا د متنفذو شخصیتونو، د ملت د ویښ او با احساسه قشر، عالمانو، او د سولې د فعالانو تهدید، وژنه او له هېواده فرار ته اړیستنه، په مجموع کې په یو مخیز ډول د دغه پروسې د تخریب او د رواني بد بختۍ د دوام لپاره بې دریغه هڅې هغه څه دي چې ملت یې نور د زغم توان نلري.

له بله اړخه د دوحې د تړون مطابق په راتلونکو تقریباً دوه نیمو میاشتو کې باید ټول بهرني ځواکونه له هېواده بهر شي، او زه فکر کوم چې بهرني ځواکونه به له ذکر شوي نیټې وروسته نشي.

په هر حال که بهرني ځواکونه د ټاکل شوې نیټې سره سم ووځي او د سولې په وړاندې موجوده چلینجونه بیا هم موجود او دوام کوي، یا دا چې بهرنیان له ټاکل شوي نیټې د وروسته کیدو کوشش وکړي، دواړه حالتونه خطرناک دي.

۱: که بهرني ځواکونه د وروسته کیدو کوشش وکړي نو طالبان به د تیر په خلاف پراخ، شدید او زورور بریدونه په پلازمینه او ولایتونو کې پيل کړي، ځکه طالبان د پخوا په پرتله په هر لحاظ قوي شوي، مثلاً: د بشري قوت په لحاظ د دوحې د تړون را په دې خوا ډیر پیاوړي او لیکې یې ډکې شوي، همدارنګه طالب مشرانو د فرصت څخه په استفادې د خپلو جنګیالیو د پوځي او نظامي تربیې په برخه کې ډېر کار کړی او لا ډير منظم او سیستماتیک شوي، د طالبانو ملاټر په سیاسي لحاظ په سیمه ېزه او نړیواله کچه ډېر پیاوړی شوی، په افغانستان د حملې په مهال په نا اګاهانه ډول د امریکا سره په ائتلاف کې ملګري شوي ډېری هیوادونه اوس د وضعیت په درک له امریکا په ډده شوي، له جګړې په تیښته، او له افغانستان نه د وتلو لارې په موندلو پسي سرګردانه دي، یعني که بالفرض امریکا د پاتي کیدو کوشش کوي نو ورسره راغلي اشرګړي یې نوره حوصله، بیخي نلري.

2: که بهرني ځواکونه په یو مخیز ډول د دوحې د تړون مطابق په ټاکلې نیټه ووځي، داسي ښکاري چې په ارګ حاکمه کړۍ به د خپل قدرت د دوام، او د تیر په څیر دا ځل د طالب په حق کې د تاریخ په پانه د یو تور داغ د پیدا کولو په موخه جګړې ته دوام وړکړي او زیات تخریب کوونکي او وژونکي پلانونه به په لار واچوي، ځکه دوې لا دمخه د سولې د سبوتاژ او د مقابل لوري(طالبانو) د بدنامۍ په موخه (په علماوو، بانفوذه شخصیتونو، مساجدو، مکاتبو، پوهنتونو، د سولې فعالینو او په ګڼه ګونې ځایونو) په هیڅ دریغ نه دی کړی.

په هر حال په پورته دواړه حالتونو کې جدّي خطرات هېواد او ملت دواړو ته متوجه دي.

نو اغیزمن فکټورونه فکر کوم: وړاندې لدې چې بهرنیان ووځي، یا د ورسته کیدو په اړه څه ووایي، باید بهر میشتي هیوادوال په پوره نظم په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د سفارت په مخکي اعتراضاتو ته تر هغي ادامه ورکړي ترڅو سفارتونه وتړل شي، او یا حکومت استعفا ورکړي.

بله دا چې د هیواد په داخل کې هیواد وال د حکومت خلاف اهتجاجات/اعتراضات پیل کړي، ممکن د ملت او اعتراض کوونکو لپاره ښه تمام نشي، ځکه په ارګ حاکمه کړۍ د ملت په حق کې هیڅ د شرم او رحم په نوم څه نه پیژني، مګر متوجه خطرات هم ننګونکي دي.

او بله دا چې طالبان هم خپلو ډیپلوماتیکو سفرونو ته ډیره توجه وکړي او له دې لارې حاکمه کړۍ لا منزوي کړي.

یادونه: حقیقت دا دی چې د هیواد په داخل کې په ارګ د حاکمې کړۍ پرته سیاسیون هم د سولې په برخه کې صادق نه دي ځکه که دوي د حکومت په داخل کې له خپل نفوذه د سولې لپاره استفاده وکړي ديره مرسته به سولې سره وکړي، یواځینې طبقه چې سولې ته د موجوده حالت په پرتله کاملاً تغیر ته لمړیتوب ورکوي، د ملت هغه لویه محکومه برخه ده، چې د حاکم سیستم په چوکاټ کې ټول حقوق او سهولتونه ورڅخه سلب شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx