شعـــــرونه

کاڼي بوټي او صحرا دې ثناء وایي/زهاد

تپاند زهاد

کاڼي بوټي او صحرا دې ثناء وایي
تورې شپې او هم رڼا دې ثناء وایي

لمر سپوږمۍ او راڼه ستوري دې کړي ذکر
که زمین دی که سماء دې ثناء وایي

مخلوقات که نباتات که کائنات دي
اِنس و جِن، اوبه، دریا دې ثناء وایي

سپېنې تورې، سنګرونه، تکبیرونه
د شهید لالي موسکا دې ثناء وایي

ورېځې سپينې، تورې اوړي او تا ستایي
که باران دی که برېښنا دې ثناء وایي

که مرغان دي، که ماهیان دي، ستا صفت کړي
هر ساکښ او هر اشیا دې ثناء وایي

خوار بنده(تپاند زُهاد)دې ثناءخوان دی
هم په ورځې هم بیګا دې ثناء وایي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx