افغانستان

د سولې خبرو د ناکامۍ په صورت کې محقق راتلونکی پسرلی د خونړیو جګړو فصل بللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): په امنیتي او سیاسي چارو کې د اشرف غني ستر سلاکار محمد محقق د سولې خبرو د ناکامۍ په صورت کې راتلونکی پسرلی د خونړیو جګړو فصل بللی دی.

نوموړي په هېواد کې د روانو پوځي عملیاتو او تاوتریخوالي زیاتېدو او د سولې مذاکراتو «پڅ» بهیر ته په کتو د سولې راتللو په هکله ناهیلي څرګنده کړې ده.

محمد محقق دا څرګندونې نن د جمعې په ورځ(۲۴ سلواغه) د لویې جرګې خیمې په تالار کې د خپل وژل شوي زوی محمدباقر محقق د لومړي تلین پرمهال کړي او د نوموړي د معلوماتو له مخې چې د شمال د جنګونو له جبهو څخه یې لري، د طالبانو ټول قومندانان د جنګي روزنو به خاطر پاکستان ته استول شوي دي.

د هغه په خبره پاکستان هم له افغان سولې ملاتړ اعلان کړی او له همدې ځایه باید د سولې په اړه د پاکستان دریځ باندې بیا کتنه وشي.

په امنیتي او سیاسي چارو کې د اشرف غني ستر سلاکار په ټینګار سره د کابل حکومت چارواکو ته ویلي، چې باید د سولې او جګړې لپاره تیار اوسي، ترڅو د پخواني کمونیست رژیم وروستي ولسمشر ډاکټر نجیب الله په شان د حکومت د سقوط شرایط تکرار نه شي، نوموړي دغه راز له خلکو غوښتنه کړې چې له دولت نه ملاتړ وکړي.

محقق وویل: د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي «سټیفانو پونټیکورو» هم د خپل وروستي ملاقات پرمهال ورته ویلي، داسې انګیرل کیږي چې طالبانو خپلې هغه ژمنې نه دي پوره کړي، چې له مخې یې د القاعده په شمول نورو تروهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکول، د تاوتریخوالي کمول او د مثتبو مذاکراتو ترسره کول وو.محقق چې د ملي پخلاینې عالي شورا غړیتوب هم لري، شرایطو ته په کتو او د هېواد له ټولو سیاسي اړخونو سره په سلا مشوره له افغانستانه د امریکايي عسکرو په وتلو ټینګار کړی او د داسې نه کېدو په صورت کې یې هېواد یوځل بیا د داخلي جګړو ښکار بللی دی.

د مؤقت حکومت سره د مخالفت په هکله نوموړي څرګنده کړې، ددې اړتیا نه شته چې هره ورځ له سره کارونه پیل کړو او افغانستان یوځل بیا د «بې ثباتۍ» لورته ور ټیل وهو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د مشر او ګڼو وکیلانو او سیاسي مشرانو په ګډون په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره د موجوده ادارې پرځای د مؤقت حکومت راتګ ضروري بلل شوی دی.

په ورته مهال په مسکو او تهران کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړو هم سولې ته د رسېدو لپاره د اشرف غني د ګوښه کولو غوښتنه کړې، چې د هېواد په دننه او بهر کې د طالبانو دغه غوښتنه د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.

باید وویل شي چې یو کال مخکې د حزب وحدت د ګوند مشر حاجي محمد محقق مشر زوی محمدباقر محقق د هغه د بل زوی حسین محقق لخوا په مرموزه توګه ووژل شو، کومه قضیه چې تر نن ورځې پورې نه ده روښانه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx