افغانستاند سولې څار

د سولې او انسجام مشورتي بورډ: د دوحې تړون تطبیق سولې ته درسیدو یوازینۍ لاره ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د سولې او انسجام مشورتې بورډ په نامه د بهر میشتو افغانانو یوې ټولنې نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې د ۲۰۲۰ کال د فروري میاشتې د دوحې تړون عملي کېدل په افغانستان کې د سولې لپاره یواځینۍ لاره بللې.

د خبرپاڼې د مشورو او وړاندیزونو په برخه کې وړاندي ویل شوي د طالبانو د تعهد چې افغانستان به د امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو پر خلاف نه کاریږي، په مقابل کې يې باید امریکا، سیمه ییز او نړیواله ټولنه باید په ټاکلې موده کې د بهرنیو پوځونو وتل یقیني کړي او د نوي اسلامي حکومت د ملاتړ تر څنګ د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې څخه ډډه وکړي.

خبرپاڼه همداراز د هغو کړیو د دقیقې څارنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د جګړې په دوام کې خپلې ګټي ويني او د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو لپاره پلمې لټوي.

همداسي د سولې او انسجام مشورتي بورډ د امریکا د نوي ادارې څخه غوښتې چې د تیرو ولسمشرانو د ناکامو تجربو تکرار ونه کړي بلکې یوه افغان شموله او ټولو ته منل شوي نظام ته فرصت برابر کړي او کوم مصارف چې نړیوال د افغانستان په جګړه کوي، هغه دي د افغانستان د پراختیايي کارونو لپاره وکړي.

بشپړه خبرپاڼه لاندي ده:

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره وړاندیزونه او مشورې

د سولې او انسجام مشورتي بورډ د ناپئیلیو او سوله غوښتونکو افغانانو يو مشورتي بورډ دی چه د سوله غوښتونکو افغانانو په استازيتوب، د افغان سولې په باره کې بيلا بيلو جهتونو ته سپارښتنی او مشورې وړاندې کوي.

دا مشورتي بورډ د افغانستان سياسي ، حقوقي ، ديني پوهانو او د سولې فعالانو د با اعتباره متخصصو شخصيتونو څخه جوړ‎ شوی چې د افغانستان د خلکو ديني او ملي ګټو ته په کتو، خپلې مشورې ورکوي. مونږ په دې نظر يو چې افغانستان کې سوله، په منطقه او نړۍ کې د سولې په معنى ده.

۱۹ کاله د مخه، د سره اشغال او کورنيو جګړو د تباه کوونکو اثراتو نه د افغان ولس زخمونه لا جوړ شوي نه وو چی بيا ځلې د امريکا ، ناتو او په ټوله کې د ۴۹ هيوادونو له خوا اشغال او د خلکو د توقع بر خلاف هغه منفورېڅيرې او کړۍ يي پر افغانستان حاکمه کړې چې په زر ګونو جناياتو کې لاس درلود.

د افغان ولس یوہ لويه برخه چی په سر کېیې طالبانو قرار درلود، د بن په کنفرانس کې د نظره وغورځول شول.

افغان ولس او په خاص ډول پښتون قوم د ترهګرو په نامه په ډيرې بيرحمۍ وځپل شو. د امريکا او ناتو له خوا جګړه پر دغو مظلومو افغانانو وتپل شوہ چې پايلې يي دواړو خوا وو ته په لاندیډول دي:

اول : افغانستان کې د فساد ، مخدره توکو توليد او قاچاق، ناامني، رشوت، د ځمکو غصب، د بيت المال او نړيوالو دونرانو د مرستو لوټ، کچه په نړى کې تر ټولو لوړه شوه. د ښځو او بشري حقوق يي تر پښو لاندې کړل ، ډيره ضعيفه منحصره حکومتوالي يي مروج کړه او د ټولو نه مهمه، د لکونو بيګناه افغانانو ژوند له لاسه ورکول، او بالاخره د ټولو کلتوری ، اجتماعی او اخلاقی بنسټونوړنګيدل، د تيرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې دي.

دويم :  امريکا، ناتو او نورو متحدينو يي په دې جګړه کې خپل زرګونه اتباع له لاسه ورکړل، تريليونونه د تکس ورکونکو دالر يي ضایع شوه او په نړيواله سياسي صحنه کې يي حيثيت ته نه جبرانيدونکۍ تاوان ورسيد . نو د دې نه ختميدونکو جګړو د ختم له پاره سوله يواځينۍ د حل ليار دہ.

زمونږ مشورې او وړانديزونه دا دي :

۱ :- د څو کلونو هلو ځلو په نتيجه کې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ ، امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ په دوحه کې موافقتنامه لاسليک شوه. دا يوه لويه لاسته راوړنه ده چې سولې ته د رسيدو لپاره، د دې موافقتنامې بشپړ تطبيق يواځينۍ لاره بلل کيږي.

څرنګه چې په  دې موا فقتنامه کې طالبانو تعهد کړى چې د افغانستان خاوره به د امريکا او نورو هيوادونو پر ضد نه استعماليږي، په مقابل کې يي افغان ولس د امريکا، منطقې او نړيوالو هيوادونو نه دا تعهد غواړي چې د خپلو پوځونو پر ټاکلی وخت ويستلو تر څنګ، د نوي اسلامي حکومت نه ملاتړ او د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې نه کولو ضمانت وکړي.

۲ : ځينې افغاني ، منطقوي، امریکایي او نړيوالې جګړه غوښتونکي کړۍ شته چه خپلېګټې د جګړې په دوام کې ويني، دوۍ هڅه کوي چه د سولې په لار کې خڼډ او ځڼډ جوړ کړی او غواړي چې د بهرنيو پوځيانو د پاتې کيدو له پاره پلمې ولټوی. د دې کړيو فعاليتونه بايد دقيقا” وڅارل شي.

۳ : په امریکا کې تيرو دريوو ولسمشرانو په خپل وار قدرت ته د رسيدو سره سم، کوښښ وکړ چې جګړو ته شدت ورکړي، دا ځکه چهCIA ,پنتاګون ، په افغانستان کې موجودو ټولو امريکايي جنرالانو، پوځي او سياسي مسولينو، د جګړې د څرنګوالي او پر مختګ په اړه ،  امريکا حکومت اوخلکو ته د درواغو ډک او جعلي راپورونه وړاندې کول. نو په دي حساب په تيرو دوه لسيزو کې، د افغانستان په اړه اکثرا ټولې پاليسۍ د همدې غير واقعي راپورونو پر بنسټ جوړې شوې دي. په دې مورد کې ستاسو توجه په واشنګتن پوست کې نشر شوي اسنادو (‏The Afghanistan papers )

ته را اړو.

نوښه به دا وي چه ناکامې تجربې بيا تکرار نه شي، سولې مذاکرو او یو افغان شموله منل شوی سیستم ته چانس ور کړ  شي تر څو د يوې خواد امريکا او متحدينوځوانانو او بیګناه افغانانو ژوند نور دخطر سره مخامخ نشي او د بلې خوا د جګړو مصارف په نړﺉ او افغانستان کی په خیریه، صحی او اقتصادی پرمختګ ولګول شی.

څرنګه چی په موجوده حالاتو کې امريکا او ټوله نړۍ د ژورو اقتصادي ستونځو سره مخ دي، خپلو د ماليه ورکونکو پيسې، د تيرو ۱۹ کلونو په شان د افغانستان د فاسدو واکمنانو په لاس نوری ضايع نه کړۍ. دا يوه بې اساسه ادعا نه، بلکې د ځینو نړیوالو تحقیقی ادارو لکه SIGARڅارونکې ادارې د راپورونو پر بنسټ ده. لطفا” د دې ادارو راپورونو ته مراجعه وکړۍ.

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx