افغانستانسولې اړوند خبرونه

دانش: هغه سوله د منلو نه ده، چې نظام پکې منحل کېږی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۹ل): داسې  مهال چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی، د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، که د سولې په پایله کې نظام منحل شي، دا به یوه ریښتیني سوله نه وي او ښايي په افغانستان کې یې له امله «خونریزي» رامنځته شي.

دانش چې نن يې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې  کولې  وویل، چې  د افغانستان د نظام ساتل اوس یوه «ملي وظیفه» ګرځېدلې او هغه سوله به کله هم یوه ريښتیني سوله نه وي، چې نظام پکې منحل او حکومت پکې سقوط شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې لنډمهالی حکومت کله هم د منلو وړ نه دی او نه به هم د افغانستان خلک د هغې سولې  منلو ته تیار شي، چې د «امارت» په تامین سره رامنځته کېږي.

دانش ددې تر  څنګ طالبان تورن کړي دي، چې د سولې د خبرو د بریا لپاره هیڅ ډول ګامونه نه دي اخیستي، او په دوحه کې يې بین الافغاني مذاکرات له «بن بست» سره مخ کړي.

د دانش له قوله، حکومت د سولې د تامین لپاره هڅې کړې دي او په دې برخه کې يې د امریکا په غوښتنه طالب بندیان هم ازاد کړي دي.

د دانش له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا  تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا پیل شوی دی؛ مګر لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx